کور / تازه خبرونه / کندوزیان د ښار لپاره د ماسترپلان غوښتنه کوي

کندوزیان د ښار لپاره د ماسترپلان غوښتنه کوي

د کندوز ولایت ښاریان شکایت کوي او وايي د څوکلونو راپه دیخوا دولت دښارلپاره دماسترپلان دپلې کیدواعلام اوخبره کوي مګرتراوسه پورې یې هیڅ څرک ندی لګېدلی چې د دوی په خبره په ښارکې دخلکوګڼې ګوڼې له امله ورځ تربلې دترافیکوپیښوګراف لوړیږی چې دغه حالت دښارډیری اوسیدونکې اندیښمن کړیدي، همدغه راز ښاریان وایې دپخوا په پرتله دښارهواککړه شویده چې اوسیدونکې یي په بیلابیلوناروغیواخته کړیدي.

خوبل لورته د کندوز ښاروالې په نږدی راتلوونکې کې د ښار لپاره دماسترپلان دپلې کیدوټټرډبلولي خولاجوته نده چې دښاروالې دغه وینا به ترکومه بریده دعمل بڼه غوره کړي.

دمالوماتو له مخې دکندوزښارپخوادپنځوس زره اوسیدونکیولپاره پلان شوی ووخو دمګړۍ په یادښار کې دری سوه زره اوسیدونکې ژوندکوي چې داصلې ظرفیت پنځه چنده راځي چې داوسیدونکیوپه خبره ښارد دومره خلکو ګنجایش نلري.

بل لورته د دغه ښارپه چاپیریال کې د پخواځنې داسې ماڼې او ودانۍ شتون لری چې دښارښکلاته یې زیان اړولی دی. د کندوز ښاریان وایي نوی ماسترپلان باید داوسیدونکیودغوښتنوپربنسټ چمتواوعملې شي.

دکندوزښاردسه درک سیمې اوسیدونکې ښوونکې سعیدالله وایي(( ماسترپلان که څه هم خلکوته مالې ستونزي پیښوی خوددی سره بیاهم عملې شي دهغه په وینا د کندوزښاروالې تراوسه پدی تړاوهیڅ ندی ترسره کړي.))

دکندوز ښاریانو دشته ستونزوپه اړه دیاد ولایت ښاروال نجیب الله عمرخیل وايې (( په نږدی راتلوونکې کې به ماسترپلان دښارلپاره پلې کوي دهغه په باوردپلان په عملې کیدوسره به په ترافیکوپیښوکې دپام وړبدلون راشي.))

دکندوزښار لپاره دماسترپلان مسله یوه ارزښتنه موضوع ده ځکه دمګړۍ ددغه ښارعام واټونه کم سوری اووسایطو دتګ راتګ لپاره نامناسب دی چې ددی امله یې کندوزښاریانوته دپام وړستونزی پیداکړیدی.