کور / تازه خبرونه / کابل: د يوې تنکۍ نجلې پر مخ دالله(ج) او محمد(ص) نومونه راڅرګند سويدي

کابل: د يوې تنکۍ نجلې پر مخ دالله(ج) او محمد(ص) نومونه راڅرګند سويدي

تیره شپه په کابل کې دیوې تنکۍ نجلی پرمخ دالله اومحمد نومونه راڅرګندشول. پخواله دی هم دی ته ورته پیښی رامنځ ته شوی وی خودا لومړی ځل دی چې دروژی په اووه ویشتمه داسی یوحالت رامنځ ته کیږی. وږمه د۱۲کالو ده ا واوس مهال په پنځم ټولګی کې زدکړي کوي،نوموړې وایی یوه اونی وړاندی یی په مخ کې دسوروالی نښي راڅرګندي شوې اوسوځيدلي ته ورته داغ یې درلود خو د وږمې په ویناچي هیڅ رنګه درد او سوخت یی نه دی احساس کړی.




 وږمه وایی په روژه کې خپل زیات وخت عبادت اودقرانکریم تلاوت ته ځانکړی کړی و دهغۍ په وینادروژې په ۲۷ يې دقرانکریم له ختم وروسته یوناپیژانده کس چې سپینه ږیره یې درلوده هغې ته راغی اوپه سریې لاس ورته راکش کړ. وږمه وایی ددی حالت په کتو وویریده اوپه بیړه دپلار کوټی ته راغله اوتیرجریان یی ورسره شریک کړ.



دوږمی پلارحاجی رسول خان وایی کله چې وږمه دده کوټی ته راننوته ویریدلی ښکاریده اوپرمخ یی دالله ترڅنګ دمحمدنوم راښکاره وو. وږمه غواړی دقرانکریم حفظ ته ادامه ورکړی اوپاتی قرانکریم هم یادکړی هغۍ له ټولومسلمانانووغوښتل چې له بدومخ واړوی اونیکوکارونوته مخه کړی. بایدوویل شی پخواله دی په روسیه کې هم دورته یوماشوم په وجوددقرانکریم ایتونه راښکاره سوي وو .

اړوند خبرونه :


روسيه : د يو ماشوم پر بدن د قرآني ایاتونو راښکاره کېدل