کور / تازه خبرونه / سعودي : د جمعې په ماښام دې د اختر د میاشتي د لیدلو هڅه وشي

سعودي : د جمعې په ماښام دې د اختر د میاشتي د لیدلو هڅه وشي

پېښور:د سعودي ستري محکمې د سعودي پر خلکو غږ کړی چي د جمعې په ورځ ماښام دي د اختر د میاشتي د لیدلو لپاره انتظام وکړي، او د لیدو په صورت کې دي نیژدې محکمې ته خبر ورکړي او خپله شاهدي دي ورته تیره کړد سعودي د ستري محکمې څخه په دې اړه په خپور شوي بیان کي ویل شوي چي ستره محکمه په سعودي کي د ټولو اوسیدونکو څخه هیله لري چي د اختر د میاشتي دلیدلو لپاره دي د نبي صلی الله علیه وسلم سنت پرځای کړي، او د میاشتي د لیدلو لپاره دي تیاری ونیسي.


په بیان کي راغلي چي هر هغه څوک چي د اختر میاشت په سترګو وویني او یایې د دروبینانو په ذریعه وویني، هغوی دي د سعودي نیژدې محکمې ته خبر وکړي، او خپله شاهدي دي ورکړي.باید وویل شي چي ددې تر مخه وړاندوینه شوې ده چي کیدای شي اختر د راتلونکي یکشنبې په ورځ شي، ځکه چي د جمعې دورځي په ماښام د اختر میاشت لیدل د ناممکناتو څخه ده، ځکه چي په دغه ورځ به میاشت د لمر تر غروب مخکي غروب شي.که د جمعې په ورځ د اختر میاشت ونه لیدل سي نو په هغو هیوادونو کې چي د جمعې د ورځي څخه یې روژه نیولې، د هغوی دیرش روژې به د شنبې په ورځ پوره شي، او د یکشنبې په ورځ به د هغوی اختر وي، او هغه هیوادونو چي پاکستان هم په کښي راځي چي د شنبې د ورځي څخه یې لومړی روژه نیولې، د هغوی به نهه ویشت روژې پوره شي، خو په دغو هیوادونو کې به هم د مياشتې د لیدلو هڅي وشي، که ولیدل شي نو کیدای شي د سږ کال کوچنی اختر په ټولو اسلامي هیوادونو کې په یوه ورځ شي، او د نه لیدلو په صورت کې به په دغو هیوادونو کې کوچنی اختر د دوشنبې په ورځ وي