د ايساف چورلکي د لوېدو په پېښه کي ١١ تنه ووژل سول

ميرويس افغان | اگست 16th, 2012


کندهار افغانستان- د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کي د ايساف ځواکونو يوه څرخي الوتکه لوېدلې چي پکښي د افغان ځواکونو په ګډون ١١ تنه وژل سوي دي.
دغه الوتکه نن د ورځي لس بجې د يادي سوي ولسوالۍ د چنار تو په سيمه کي د ګزمې پرمهال لوېدلې چي پکښي ٧ تنه د ايساف سرتيري، درې افغان سرتيري او يو افغان ژباړونکى وژل سوى دي.
ددې الوتکي د لوېدو د علت په اړه تر اوسه چندان معلومات په لاس نه دي راغلي او نه هم ويل سوي چي دغه طياره دکوم ډول پوځي عملياتو لپاره سيمي ته تللې وه چي ددې پيښي سره مخ سوې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024