کور / خبرتیا او پيغامونه / د خوست والي عبدالجبار نعيمي پيغام

د خوست والي عبدالجبار نعيمي پيغام

اعوذ بالله من الشيطْن الرجيم
بسم الله الرحمْن الرحيم

الحمد لله رب العالمين، والصلْوة والسلام علْي سيد المرسلين، و آله و اصحابه اجمعين.

دنېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت دخوست والي پيغام
ترهرڅه وړاندې دکوچني اختر درارسيدو په مناسبت دې ټول مسلمان امت ،افغان مسلمان ملت اوپه ځانګړې توګه دخوست شريفو او مسلمانو ولسونوته مبارک وي ،خداى پاک ج دې دټول مسلمان امت عبادتونه ،روژې ،صدقې ،خيراتونه اودعاګانې قبولې اولوى څښتن تعالي دې مونږ ټولو ته لوى آجرونه اوثوابونه په برخه کړي

رمضان المبارک مياشت دټولو مسلمانانو لپاره دعبادتونو ،برکتونو ،فضيلتونو ،ثوابونو ،خيراتونو ،صدقو اودلوى څښتن تعالى سپېڅلي دربارته ددعاګانو يوه ځانګړې مياشت ده چې داسلامي تاريخ په اوږدو کې ستره اسلامي فلسفه لري اودټول مسلمان امت لپاره ددريمې فريضې د اداء کولو مياشت ده ،مسلمانان په دې مکلف ګرځولي شوي چې په قوي عقيده او پاک نيت سره دغه فريضه اداء کړي، سږکال هم دنړۍ دټولو مسلمانانو په شان افغان مسلمان ملت اوپه ځانګړې توګه دخوست شريفو اومسلمانو ولسونو داسلام دمقدس دين دغه مبارکه فريضه په غوره توګه دسولې او امن په فضاء کې اداء کړه ،دخير،نيکمرغۍ او اسلامي ورورلۍ په لاره يې مزل ګړندۍ وساتلو ،چې دادي درمضان المبارک مياشتې په پاى ته رسيدو سره نيکمرغه کوچنى اختر را ورسيدو کوم چې داسلام دمقدس جامع اوکامل دين په تاريخ اوپاڼو کې ستره اسلامي فلسفه ،ارزښت ،مقام اوبرکت لري ددغه نيکمرغه کوچني اختر درارسيدو په وياړ دخلکو ترمنځ دلازياتې خوشحالۍ ،اسلامي ورورولۍ ،نيکمرغۍ ،سولې ،امن اوثبات څپې راژوندۍ شوې دي.

زمونږ هېواد چې تيرو بدمرغيو اوبې عدالتيو په ټولو برخو کې سخت ځپلى دى ،ملت جوړونې اوهېوادجوړونې ته جدي اړتيا لري،دداسې مهمو ورځو دبرکت ،فضيلت ،ارزښت اوتاريخي فلسفې په اساس ټولو ولسونوته دملت جوړونې اوهېواد جوړونې اساسي درسونه اوپيغامونه وړاندې کيږي ان تردې چې دهمداسې مقدسو ،مذهبي ،تاريخي اواسلامي پرتمينو ورځو په وياړ بايدخلکو ته دنويو هيلو ،ارمانونو ،پرمختګونو ،لاسته راوړنو اوراتلونکو پلانونوپه اړه بشپړ معلومات وړاندې شي.

دخوست مسلمان اوشريف ولسه !

تاسې پوهيږئ چې ترزياتو کورنيو جګړو،شخړو اوبدمرغيو وروسته زمونږ په ګران او سرلوړي هېواد افغانستان کې داسې يواسلامي اوملي نظام منځته راغى چې له پراخه ولسي ملاتړ،محبوبيت اوځواک څخه برخمن دى ،ددې هېوادپه ګوټ ګوټ ،لرې پرتو سيمو،کليو اوبانډو کې ټول مېشت اواتل ولسونه په ډير وياړ،سرښېندنې اوقوت سره دخپل اسلامي جمهوري نظام ترچترلاندې ژوند کوي په اسلامي ،ملي مسووليت اومکلفيت سره دخپل دولت دتګ لارو اوکړنلارو په پلي کيدو کې رغنده ونډه اخلي دخپلو مټوپه ملي قوت دخپلې ځلانده راتلونکې ،ځليدلي اوله برياڅخه ډک تاريخ لپاره مبارزه کوي ،خوست چې په سياسي اوتاريخي لحاظ دافغانستان په سياسي اوطبعي جغرافيه کې ځانګړى ستراتيژيک موقعيت لري داسې غيرتي ،زړور ،اتل اوميړني ولسونه په کې مېشت دي چې تل يې دسرونواو وينو په قيمت خپل هېواد،ولس اوتاريخ له تورو تيارو ژغورلى اوپه ډير ځواک يې خپلې ملي ګټې خوندي ساتلې ،اسلامي اوملي ارزښتونه يې خوندي اوپالل دي.

عزتمندوپه هېوادمينو خوست مېشتو!

دتيرو دوه نيمو کالونوپه جريان کې خوست ولايتي اداره ستاسې په نيغې همکارۍ اوملاتړ سره په دې بريالۍ شوې چې ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې افغانستان اسلامي جمهوري دولت ټولې تګ لارې اوکړنلارې په غوره توګه پلې اوپه دې سره دښې همغږۍ په نتيجه کې دولتي حاکميت ته ټينګښت اوپرختيا ورکړي ،دعامه پوهاوي اوعامه ذهنيت جوړونې پربنسټ دولسونو ،خاورې او دولت ترمنځ ټولو سياسي ،معنوي اوحقوقي اړيکو پراختيا اوټينګښت موندلى دى ،چې په دې اساس په لويه کچه ولسي باور په دولتي ادارو باندې زيات شوى او ولسونه ددولت په اصلي پرستيژ باندې په غوره توګه پوهيدلي دي،همداشان په تيرو دوه نيمو کالونو کې دقوي هوډ،پرلپسې تلاشونوپه اساس په ټولو مرکزي اوسيمه ييزو ادارو کې ژور مثبت اصلاحات اوبدلونونه رامنځته شوي دي ،ورسره سم ولسونو ته دغوره خدمتونو دوړاندکولو بهيرچټک شوى اوپه ټولو ولايت کې دسالمې ادارې په پياوړتيا سره دغوره حکومتدارۍ اوسيمه ييزحاکميت بنسټونه تقويه شوي دي چې په همدې مقدس لاره نورهم مزل ګړندى اودښې حکومتدارۍ دپراختيا په موخه داداري فساد،غيرې قانوني کميشن کاريو،غصب،مافيايي کړيو،مفسدينو اونورو غيرې قانوني کړنو دمخنيوي لپاره اقدامات تر پخوا زيات چټک شوي دي.

دقانون دتطبيق او ټولنيز عدالت دتامين په ډګرونوکې هم کارشوى اوپه دې تړاو ټولو ملکي ،امنيتي ،کشفي ،نظامي ،عدلي ،قضايي ادارو او ارګانونوته په خپل وخت لازمې لارښوونې شوې ترڅو دقانون دحاکميت لپاره خپلې ورسپارل شوې دندې په بشپړصداقت ،ايماندارۍ او رېښتنولۍ سره سرته ورسوي اودخلکوستونزو ته په خپل وخت رسيدګي وکړي.

همدارنګه دپوهنيزپرمختګ ، بيارغونې ،اقتصادي ودې ،پراختيايي پروژو،متوازن انکشاف اوسوداګريزو چارو دګړنديتوب په ډګرکې هم دولسونوپه ګټه اغيزمنې کړنې ترسره شوې دي ،دځوان نسل دروزنې ډيوه ددې ولايت په هرکلي ،کور،کوڅه اوسيمه کې بله شوې ده،دبيارغونې په عرصه کې په ډيرو بنسټيزو پروژو کارپيل شوى اودډيرو مهمو اواساسي پروژو دپلي کيدو پلانونه ترکارلاندې دي،داقتصادي ودې په ډګرکې دپانګې اچونې بهير ګړندى اوپه زرګونو بې وزله کسانوته دکارکولو لازم فرصتونه اوزمينه برابره شوې ده،دمتوازن انکشاف په عرصه کې په ټولو ولسواليوکې بنسټيزې پروژې په ګوته شوې چې له پلان سره سم به پرې کارونه پيل شي.

دامن ،ثبات ،سولې اوملي پخلاينې دمقدسې پروسې دپياوړتيا اوچټکتياپه خاطردافغانسان اسلامي جمهوري دولت اودسولې دعالي شورا له اهدافو،برنامواو تګ لارو سره سم دديني علماوو،قومي مخورومشرانو،بانفوذه شخصيتونو،استادانو،ښوونکو،دمدني ټولنو دفعالينو، خبريالانو سيمه ييزو شوراګانو،کلتوري بنسټونو،دبشري حقوقو دملاتړ دټولنو اودنورو فکري بنسټونود ملاتړ اومشورې په رڼاکې دپام وړعملې کړنې ترسره شوې،داجتماعي سولې دتامين په ډګرکې دډيرو قومونو ترمنځ دلسيزو لسيزو شخړې دهواري تربريده رسيدلې دي ،دشخړو،لانجو،بدمرغيو اوبې عدالتيو مخه نيول شوې ده دسياسي سولې دمنځته راتګ په خاطر دسولې دولايتي کمېټې په چوکاټ کې ټولو مرورو وروڼو ته دسولې ،امن او اسلامي ورورولۍ پيغام استولى شوى اوله دوى غوښتنه شوې چې له خپل اسلامي نظام سره يوځاى اودخپل هېوادپه ابادۍ ،پرمختګ اوبيارغونې کې دنورو افغانانوپه شان برخه واخلي.

دسالمې رهبرۍ ،ښه همغږۍ ځانګړو امنيتي او احتياطي تدابيروپه اتخاذ سره امنيت ډاډمن شوې ،په دغه ولايت کې داسلام ،سولې ،امن ،ثبات ،ولس اودولت ددښمنانو دډيرو شومو اوناوړه پلانونو دپلي کيدو مخنيوى شوى ،ددښمن دناروا او شوموپلانونو دپلي کيدو په خاطر دهېواد اتلو،زړورو اوميړنيو سربازانو دخپلو وينو اوسرونوپه قيمت قرباني ورکړې ،لوى خداى پاک ج دې دهېواد دخدمت دلارې ټولو شهيدانو ته فردوس جنت ورکړي اوددې لارې ټولو زخميانوته دې عاجله روغتيا په برخه شي.

په ديني مينو ولسونو!

ولايتي اداره تاسې ته په ايماندارۍ ،صداقت ،رېښتنولۍ ،اسلامي اوملي مسووليت سره ډاډ درکوي چې تر دې زيات به دولسونوپه ګټه اغيزمنې مبارزې ترسره کړي،دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دجمهور رئيس د(٤٥)ګنه فرمان د احکامو،سپارښتنو ،هداياتو او محتوياتو په رڼا کې به داداري فساد،دځمکودغصب ،ټولنيزو فسادونو،غيرې قانوني کميشن کاريو،مافيايي کړيو،ورانکاره فعاليتونو ،قومي منازعاتو او نورو بدمرغيو اوبې عدالتيوپه وړاندې به په جديت ،قاطعيت اوقانونيت سره مبارزه ګړندۍ کړي ،اودولسونو دهيلو،غوښتنو اوتاريخي ارمانونو دتحقق لپاره به دفکر،عمل،منطق،،قلم ،ماموريت،تدبير،درايت،عقلانيت ،افغانيت،ملي احساس اوقوي روحيې په اساساتو ولاړې اساسي کړنې اومبارزې ته شدت ورکړي.

درنو ولسونو دا هېواد ستاسې اوتاسې ددې هېواد ياست !

نو راځئ تاسې هم په اسلامي اوملي مسووليت سره دټولو روانو بدمرغيو اوبې عدالتيوپه مخنيوي کې له خپل نظام سره لازياته همکاري وکړئ ،داداري فساد،قومي شخړو،منازعاتو ،غصب،ناروا کړنو،ټولنيزو فسادونو،نفاق ،ورانکاره فعاليتونو،ناحقه دعواګانو ،ناروا تبليغاتو،تهمت،غيبت ،دهشت،وحشت اوافراطيت پرضد ولسي مبارزه وکړئ اوله دې ټولو ناروا اوبدمرغه کړنوڅخه خپل ځان او ولس پاک وساتئ اودهيچا دناروا او تورو تبليغاتو ترتاثير لاندې رانه شئ بلکې په خپله خاوره کې ديوپاک ،بااحساسه ،مسوول ،متمدن ،سرلوړي اوځيرک ولس په توګه ژوند وکړئ اودخپل اسلامي نظام ترچترلاندې لاندې دخپلې ځلانده اونيکمرغه راتلونکې په روښانه لاره مزل وکړئ اود ملت جوړونې اوهېواد جوړونې په ټولو اساسي بهيرونو کې اساسي ونډه واخلئ.

عزتمندو ولسونو!

زه دخوست ولايتي ادارې ،ولايتي شورا،سولې ولايتي کمېټې،علماوو شورا ،امنيتي ارګانونو ،مدني ټولنو بلکې ټولو ولسونوپه استازيتوب دکوچني اخترد رارسيدوپه مناسبت او وياړدافغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتماب جمهوري رئيس حامدکرزي ،دجمهوري رياست مرستيالانو،دسترې محکمې رئيس قاضي القضات ،لوى څارنوال ،دکابېنې غړو،دملي شورا مشرتابه اوغړو،ټولو هېوادوالو اودخوست ولايت شريفو اومتدينو ولسونو ته دزړه له کومې دمبارکۍ مراتب وړاندې کوم،دلوى خداى پاک ج سپېڅلي او لوى دربار ته دا دعا کوم چې دغه اختر زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې دامن ،سولې ،ثبات ،پرمختګ ،ترقۍ ،اسلامي ورورولۍ ،ملي يووالي ،ملت جوړونې اوهېواد جوړونې ديو اساسي اوتاريخي بهيرپيل اوپيلامه شي،ترڅو افغان مظلوم ولس نور له بدمرغيو،بې عدالتيو،ستونزو،ناخوالو اوننګونوڅخه خلاص ،دسولې اوامن په فضاء کې خپل راتلونکې ژوندته ادامه ورکړي.

په درناوي

خوست والي
الحاج عبدالجبارنعيمي