کور / خبرتیا او پيغامونه / دملامحمد عمر مجاهد د مبارکۍ پيغام

دملامحمد عمر مجاهد د مبارکۍ پيغام

دنیکمرغه کوچني اخترد رارسېدو په مناسبت دعالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله دمبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله نحمده ونستعینه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، ومن سیئات أعمالنا، من یهده الله فلا مضل له، ومن یضلل فلا هادی له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شریک له وأشهد أن محمداً عبده ورسوله امابعد فا عوذ با لله من الشیطن الرجیم
ومن یتول الله ورسوله والذین آمنوا فإن حزب الله هم الغلبون (سورة مائده ایة۵۶)
دافغانستان مجاهدملت اوټول اسلامي امت ته دکوچني اختردمبارکې ورځې،دروژې دعباداتواوپرله پسې جهادي بریاوو مبارکيوایم، الله تعالی مو روژې، صدقې، دحق په لار کې ټول جهادي خدمتونه اوبې ساري قربانۍ قبولې کړه .آمین !

الله تعالی دې وکړي چې ددیني فضائلو او عباداتو ددې ستر موسم ټول حقوق مو ادا کړي وي ، او الله تعالی دې ټول سرښندونکي مجاهدین چې درمضان المبارک له لوږو او تندو سره سره یې دحق سنګرونه تاوده وساتل په دنیا او آخرت کې سرلوړي لري، الله جل جلاله دې زر تر زره زموږ دهغو وروڼو د راخلاصېدو اسباب برابر کړي چې ددښمنانوپه اسارت کې دبند شپې ورځې تېروي ، الله تعالی دې دحق دلارې ټولو مبارکو او پاکو شهیدانو ته په جنت الفردوس کې لوړې او اوچتې درجې ور په برخه کړي، زخمیانوته دې الله رب العزت عاجله شفا ورکړي او هغو کسانو ته دې رب العالمین جمیل صبر،نېکه بدله ،اوپه دواړو جهانو کې دخوشحالۍ او نیکمرغۍ انعام ورپه برخه کړي کومو چې دحق په لاره کې دخپلو کورنیو غړي قربان کړي دي . داختر په دي مبارکو شپو ورځوکې غواړم چې دمبارکۍ ترڅنګ دیولړ اهمو موضوعاتو په اړه خپل نظر در سره شریک کړم .
جهادي بهیر :
۱: جهادي بهیر په ټول هیواد کې دبل هر وخت په پرتله سږ کال په خورا ځواک، ښه نظم اوپرمخ تللیو تکتیکونو سره مخ په وړاندې روان دی، چې دا لویه لاسته راوړنه لومړی دالله تعالی دنصرت،او بیا دعامومسلمانانو دمرستو اودافغانستان دقهرمان ،مجاهد ملت دښه اتفاق ،هراړخیزې همکارئ اوقربانیونتیجه ده.
۲ : دروان کال دالفاروق دمبارکو عملیاتو ځانګړتیاوې دادي چې دهیواد ټولولیرو اونېږدو سیمو ته يې لمن پراخه شوې، د دقیقې او ژورې پلان ګذارۍ په برکت دمجاهدینو تلفات کم اوددښمن زیان اوسرګرداني زیاته شوې ده، دښمن په لویو ښارونو ،اطرافونو اوحتی خپلو پخو مرکزونو کې د آرام ساه نشي اخیستی، مجاهدينو له دښمن نه دجګړې ټول ابتکار په خپل لاس کې اخيستی او دښمن په هره سيمه کې دفاعي حالت خپلولو ته اړ شوی دی ، حتی له ډېر وپو ځي مر کزونونه تښتېدلي او دا هغه څه دي چې خپله دښمن وخت پر وخت اعتراف پرې کړی.
۳ : مجاهدینو دتېرکال د ور کړل شوي پلان پر اساس ددښمن په لیکوکې خورا ښه نفوذ کړی، په مخالف صف کې زیات شمېر با احساسه افغانان دحقیقت په درک کولو سره په ډېر حکیمانه تدبیردمجاهدینو مرستې ته را وړاندې شوي دي، چې دهغې په برکت خارجي اشغالګر او دهغوئ ملګري په خپلو مرکزونو او پوځي اډوکې دهمدې قهرمانوعسکرو له لوري تر بل هر وخت ډېر تر درنو ګوزارونو لاندې نیول کېږي، مونږ دغه رنګه مېړني او تاریخي اتلان ستایو او ټول ولس دقدر په سترګه ورته ګوري، او له نورو نه هم همداسې دشهامت او ځوانمردۍ دښودلو هیله لرو، د همدې پراخ نفوذ له امله مجاهدین ددښمن په پوځي اډو ،دفترونو، استخباراتي مرکزونو ورننوځي اوهلته پرې ډېر په اسانۍ سره خورا منسجم اوکاري بریدونه کوي اودښمن ته دسر اومال درانده تاوانونه ور اړوي همدارنګه زیات شمېر کسان له خپلو ډېرو درنو او سپکو وسلو او مهماتو سره ددښمن له لیکو را وزي او له مجاهدینو سره یو ځای کېږي،مجاهدین یې ډېر قدر اوحفا ظت کوي چې په دې وروستیو کې مونږ او تاسو د دا ډول پرلپسې پېښو شاهدان یو.

۴ : دافغانستان دجګړې له امله ښکېلاکګر په کور دننه دپراخ اقتصادي بحران او ولسي مخالفت سره مخ دي، آن تر دې چې ددوئ خپل عسکر ددوئ له غلطو پالیسیو نه نفرت کوي، چې تر ټولو ښکاره بېلګه یې دشیکاګو کانفرانس دتالار مخې ته دهغو عسکرو چې په افغانستان کې یې وخت تېر کړی مظاهرې وې، دغه راز یې په وړاندې په نړیواله کچه نفرت اومخالفت زیات شوی او لا پسې ‌ډېرېږي، چې په نتیجه کې یې اوس دوئ مجبور شول چې یو په بل پسې خپلې لښکرې له افغانستان نه وباسي اودازموږ دمقدس جهاد یوه لویه لاسته راوړنه او کا میابي ده .

۵:یرغلګر نه یوازې دا چې په سیاسي، اقتصادي او نظامي ډګرونو کې له ماتې سره مخ دي، بلکې په معنوي لحاظ هم ټولې نړۍ ته ثابته شوه چې نیواکګر ځواکونه هېڅ انساني ارزښتونه نه پېژني، جنګي اخلاق نه لري، انساني حقوق او کرامت تر پښو لاندې کوي، دمسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی کوي، دشهیدانو بې حرمتي کوي، ماشومان او ځوانان په بد اخلاقيو روږدي کوي، دشپې پر کورونو چاپې وهي، ښځې، سپین ږیري او ماشومان په خورا وحشت سره وژني، لکه دزنګاوات او لوګردسجاوند دردوونکې پېښې، په کلیو، کورونو، ښارونو، جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، جنازو او دخوښۍ په مراسمو بې رحمه بمبارۍ کوي، دا په داسې حال کې چې همدغه یرغلګر دانساني حقوقو او بشر پالنې نارې وهي.

۶ : دټولو مسلمانانو اوپه خاص ډول دمجاهدینولپاره داډېر دخوشحالۍ ځای دي چې له بدخشانه ترهلمنده له ننګرهاره ترهراته ټول مجاهدین دوروڼوغوندې په یوه منظم صف کې تریوه بیرغ اویوې قوماندې لاندې جهاد کوي همدا دکامیابۍ لوی راز دی او همدې وحدت دښمن وارخطا اوحیران کړی دی.

ددښمن دسیسې
۷ : دښمن په تېرو یوولسوکلونوکې ډېر زیات کوښښ وکړ چې دخپلې میډیا په زور دافغانانو ذهنیت وربدل کړي خو لله الحمد چې ځمکنیو رېښتینو حقایقو چې ټول ولس او نړۍ يې دسر په سترګو ګوري ددوئ کرغېړنې دسیسې او په آزاد نامه ددوئ تر استخباراتو پورې تړلې رسنۍ رسوا، اوله مبالغو دډکو تبلیغاتو حیثیت یې ورختم کړ، تر دې چې اوس یې دولس او نړیوالو په وړاندې خپل باور له لاسه ورکړی، هره خبره یې بې ځایه افواه، تبلیغات اودمجاهدینو په ضد دسیسه بولي،ولس پوهېږي چې دوئ د خپلو تمویلونکو په زیانونو پرده اچوي اودمجاهدینو زیانونه څوچنده زیات ښیې او په بریاوو یې خوله پټوي .
۸: دښمن غوښتل چې دخپلو استخباراتي مکارو کړیو په مټ د یو څو ځوانانو له بې پروايۍ او ناپوهۍ نه په استفادې سره د ولس په منځ کې دګډوډۍ اورونه بل کړي، دکمونستانو دحکومت له سقوط نه وروسته داویایمو کلونو دلمړیو وختونو په څېر ولس په ګڼو ناخوالو کې سره ښکېل کړي، خو الحمدلله چې دغه کرغېړنه دسیسه په لمړي سر کې له ناکامۍ سره په داسي ډول مخامخ شوه چې اولس ددوئ دناروا اعمالوپه لیدلو سره نور هم له مجاهدینوسره نیږدې او ددښمن پټو دسیسو ته ښه متوجه شو.

۹ : دیرغلګرو له لورې دکابل بې واکه ادارې ته د واک دتش په نامه لېږد پروسه بله هغه تېر ایستونکې ډرامه ده چې غواړي دهغې په وسیله له یوې خوا خپله ماتې پټه کړي اوله بلې خوا ولس او نړیوال تېر باسي چې دوئ په ریښتیا هم په افغانانو باور لري او غواړي په اداري او پوځي لحاظ دهیواد راتلونکی هغوئ ته وسپاري .
ددې تېرایستونکې پروسې په اړه زمونږ موقف دادی چې دا هم دیرغلګرو دنورو تېر ایستونکو پروسو په څېر هسې داذهانو داغفال لپاره یوه ناکامه هڅه ده ،اوهغه سیمې چې دغه پروسه پکې پلې شوې اوس هم عملا له اداري ، پوځي او امنیتي لحاظه دیرغلګرو په بشپړ واک کې دي، اولا هم دخپلو ټولو ژمنو پر خلاف دشپنیو عملیاتو په شمول د ټولو وحشیانه حملو واک ددوئ په لاس کې دی .

ستر اتیژيک تړون ،نظامي اډې اوبې ګټې کانفرانسونه

۱۰: دستراتیژیک تړون په نامه چې دافغانستان دپلورلوکومه لوبه ترسره اویا روانه ده دافغانستان قهرمان ملت ته په هیڅ ډول دمنلونه ده اونه هم له بې واکه اودهغوئ لخوادکښینول شوي رژیم سره داډول اسناد لاسلیکول کوم قانوني اعتبار لري .

۱۱ : دافغانستان خپلواکي او دشرعي نظام نفاذ هغه ارزښتونه دي چې اسلامي امارت به په هیڅ قیمت هم پرې معامله ونه کړي ،بهرنی یرغل که دسوله ساتنې ترعنوان لاندې وي او که دستراتیژیکې همکارۍ تر پوښ لاندې ، افغان ولس به یې په وړاندې تر هغه پورې جهاد ته ادامه ورکوي تر څو چې یې دخپل هېواد بشپړه آزادي نه وي تر لاسه شوې .
۱۲ـ دمرستو په نامه دجوړېدونکو کانفرانسونو له لارې دکابل له فاسدې ادارې سره دمیلیاردونو ډالرو مرستې ژمنې کېږي دا یواځې دبهرنیو اشغالګرو په دستور تر سره کېږي څو د کابل مریض او شړېدلی نظام دیوڅه وخت لپاره نیم ژواندی وساتي، مرسته کوونکي هېوادونه او ملتونه باید پوه شي چې دغه مرستې په هیڅ ډول دافغان ولس په درد نه لګېږي، بلکې یواځې دکابل دمفسد،شړېدلي ،مریض اودپردیو دګټوساتونکي نظام په اداري او اخلاقي فساد کې دښکیلو چارواکو شخصي جیبونو او بانکي حسابونو ته ځي .

خبرې او مذاکرات
۱۳: موږ تل دیوخپلواک او متعاهداسلامي او ملي ځواک په توګه دافغانستان او ور سره تړلو نړیوالو قضایاوو په اړه خپل تصمیم نیولی، او په ډاګه کړې مو ده چې دخپل ولس له غوښتنوسره سم داسلامي نظام دنفاذ، دهېواد ځمکنۍ بشپړتیا اوخپلواکۍ لپاره مبارزه کوو،اوددې لپاره چه افغانستان دټولو افغانانو ګډ کور شي ټو ل په اتفاق او وحدت سره ژوند وکړي ،اسلامي امارت به داشغالګرو تر وتلو وروسته په مناسب وخت کې له افغاني جهتونو سره هم دافهام او تفهیم له لارې دداسې یو اسلامي افغان شموله نظام دقایمولو هڅې په کار واچوي چې ټول ولس ته دمنلو وړ وي، او دمجاهدینو، شهیدانو، یتیمانو او کونډو آرمانونه پوره کړای شي.
۱۴ – لکه څرنګه چې له امریکايي لوري سره دځينو مشخصو موضوعاتو په اړه ابتدايي خبرې تر سره شوې وې، او بیا متوقفې شوې، باید ووایم چې له امریکا سره زموږ خبرې او مذاکرات دتسلیمۍ او یا دخپلو اهدافو څخه دتېرېدلو په معنی نه، بلکې دا ګام دبندیانودتبادلي،دسیاسی دفتر دخلاصولواو خپلو اهدا فو ته درسیدلو په منظور پورته شوی و

راتلونکی افغانستان
۱۵: اسلامي امارت دقدرت دانحصار په فکر کې نه دی ، افغانستان دټولو افغانانوګډ کور دی لکه څنګه چې یې ټول اتباع دساتنې اوآبادولو مسؤلیت لري همدا راز يې داهليت په درلودلوسره په حکومت کې دبرخې اخیستلو حق لري، اسلامي امارت به په خپل ټول توان سره کوښښ کوي چې کار اهل کار ته وسپارل شي اوپه ځانګړي ډول له حکومتي ادارو نه دفساد ټغر ټول شي .
۱۶ – اسلامي امارت زده کړه او تعلیم دخپل ګران ولس ددنیا دپرمختګ او دآخرت دسعادت ستر لامل ګڼي، تاسو ته به معلومه وي چې امارت تېر ځل دخپلې بودیجې تر ټولو زیاته برخه دتعلیم او زده کړې لپاره ځانګړې کړې وه، او اوس هم په خپلو تشکیلاتو کې دتعلیم او تربیې لپاره ځانګړی کمیسیون لري، تر څو دخپل ولس لپاره تعلیمي آسانتیاوې برابرې کړ ي مونږ ټول وینو چې وخت پر وخت یا ځینې ښوونځي سوځول کېږي، یا زده کوونکي مسمومېږي، او بیا یې پړه پر مجاهدینو ور اچول کېږي، دغه کار په حقیقت کې دماتې خوړلي دښمن د پټو دسیسو یوه لړۍ ده چې دمجاهدینو دبدنامولو لپاره یې تر سره کوي.
۱۷ـ مونږ دښځو په اړه داسلامي اصولو، ملي ګټو او خپل روا کلتور په رڼا کې دهغوئ ټولو حقوقو ته متعاهد یو.
په ډېر تاسف سره باید ووایم چې دنیواکګرو له راتګ سره زمونږ عام ولس په ځانګړي ډول مېرمنې له ګڼو ناخوالو سره لاس او ګرېوان شوې دي، تر دې چې ډېرو یې یا ځانونه سوځولي ، یا په خورا مظلومیت سره شهېدانې شوې دي، او یا یې کرامت تر پښو لاندې شوی، او دا ظالمانه لړۍ اوس هم روانه ده، دا په داسې حال کې چې دامارت په تېر دور کې ښځې له یوې مخې له دا رنګه ناخوالو نه پوره په امن وي.
۱۸ : اسلامي امارت به دهېواد دننه او بهر مېشتو ټولو هېوادوالو ته داسې زمینه برابروي چې هغوئ خپل علمي اومسلکي استعدادونه دخپل هېواد اوخپلو خلکو دخدمت او سوکالۍ په لاره کې په کار واچوي .
۱۹ : دغه راز اسلامي امارت غواړي چې داسلامي نظام په سیوري کې دهېواد بیارغونې، دکرهڼې او زراعت پراختیا، دسرکونو، پلونو، او روغتونونو په عام ډول دزېر بناوو جوړولو، دمعدنیاتو او کانونو استخراج، دشاړو ځمکو آبادولو، دهېواد صنعتي کولو او دنوې ټیکنالوژۍ ترلاسه کولواو ودې ته جدي پاملرنه وکړي .
۲۰: دافغانستان دتجزیې پلانوونکي بایدپه دې خبره ښه ځان پوه کړي چې اسلامي امارت به دخپل ولس په ملاتړ هیچاته اجازه ورنکړي چې په دې شوم پلان کې کامیابه او هيواد مو دسمت يا قوم په نوم ووېشي .

بهرنی سیاست :
۲۱– اسلامي امارت له ټولې نړۍ، خصوصا اسلامي نړۍ او ګاونډیانو سره داسلامي اصولواو ملي منافعو په نظر کې نیولو سره دمتقابل احترام او دوه اړخیزو ګډو مرستو په رڼا کې ښې اړیکې او نېک تعامل غواړي، دهيچا په داخلي چارو کې دلاس وهنې هوډ نه لري، او نه چا ته په خپلو داخلي چارو کې دلاس وهنې اجازه ورکوي، اسلامي امارت ټولو نړیوالو ته ډاډ ورکوي چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې دافغانستان خاوره دچا پر ضرروکاروي.، همدا رنګه ټولو ته په ډاګه کوي چې داسلامي اصولو او خپلو ملي ګټو په رڼا کې ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو ته درناوی لري.
۲۲ :په عربي نړۍ کې له وروستیو انقلابونو نه وروسته را منځ ته شویو حکومتونو او اولسونو ته دهغوئ دنوي ژوند مبارکي وایو او له الله جل جلاله نه په هر ډګر کې داسلامي اصولو په مراعتولو سره دښه پرمختګ او ښه را تلو نکي دعا ورته کوو،د ادخوشحالۍ ځای دی چې هغه مظلوم مسلمانان چې په کلونو کلونو له خپلو کورنیو او هېوادونو نه د مجبوریت له وجې مهاجر شوي وو بیرته په خپلو هېوادونو کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.

۲۳: په برما کې چې دددولتي چارواکو ترنظارت لاندې دمسلمانانو پر خلاف کوم وحشت ترسره کېږي، د انساني خواخوږۍ له مخې او دیو مسلمان ولس په توګه دټول افغان ولس لپاره دعمیق تاثر او خواشینۍ لامل دی، مونږ داسلامي کانفرانس او په نړۍ کې دبشري حقونو په مدافعو ټولنو غږ کوو چې دخپل انساني مسؤلیت له مخې دې په عاجل مخنیوي کې اقدام وکړي .

مجاهدینو وروڼو :
۲۴: زما ډېرو درنو اوزړه ته نېږدي مجاهدینو وروڼو! دنیکمرغۍ ځای دی چې الله تعالی ددین خدمت ته استخدام او دجهاد په ستر عبادت کې یې مشغول کړي یو، دا چې تاسو دخپل دین ، ولس او هېواد نه ددفاع لپاره خپل سرونه په لاس کې نیولي په هره شېبه کې هرې سرښندنې ته تیار یاست ستاسو د ټینګ ایمان، لوړ همت، پاخه عزم، ستر غیرت او خپلواک شعور ښکاروندويي کوي، په رښتیا هم چې تاسو دټولې نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي امت او خپل غیرتي ولس لپاره دویاړ او افتخار ستر لامل یاست! تاسو په حقیقت کې دیوویشتمې پېړۍ دخپلواکۍ او آزادۍ مخکښان، د غیرت او مېړانې نومیالي اتلان یاست!
ګرانو وروڼو! زموږ جهاد او قربانۍ به تر هغه ګټورې پایلې ولري تر څو چې په هغه ډول جهاد کوو په کوم ډول چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم اودهغه اصحابو کرامو رضوان الله علیهم اجمعین کړی دی .
۲۵: دخپل مظلوم ولس دځان ،مال او عزت ساتنې او ژغورنې ته جدي او له پخوا نه زياته پاملرنه وکړئ ، دنبوي نېکو او ښایسته اخلاقو په رڼا کې له خواخوږۍ، مینې، درناوي او شفقت نه ډک چلن ورسر ه وکړ ئ، په نېکو اخلاقو سره دولس زړونه را خپل کړ ئ، دولس له ځورولو نه په کلکه ډه ډه وکړئ، هغه کسان چې خلک ځوروي دهغوئ په اړه خپلو مشرانو ته خبر ورکړئ.
۲۶: دجهادي عملیاتو پر مهال له داسې تاکتیکونو نه کار واخلئ چې عامو هیوادوالو ته دسر او مال زیان ونه رسیېږي دهرډول ملکي تلفاتونه دځان ژغورنې په اړه چې کوم فرامین درکړل شوي دهغو رعایت شرعي وجیبه ، اومخالفت یې دیني او دنیوي زیان دی،لهذا تاکیداً درته وایو.چې که څه هم دښمن په لوی لاس دجګړې پرمهال دولسي مرګ ژوبلې پېښېدل غواړي،خوتاسوپه دې اړه پوره محتاط اووسئ اودا خپل مسئولیت وګڼئ.
۲۷: داسلامي امارت دمجاهدینو دعمومي لائحې دمقرراتو په رڼا کې خپلې جهادي چارې سمبال کړئ، دکار دښه پر مختګ او ښه نظم او خپلو اهدافو ته په آسانۍ سره درسېدو لپاره یو او دبل په چارو کې له مداخلې نه په کلکه سره ډ ډه وکړئ، ټول خپلو خپلو مسئولیتونو ته متوجه شئ، هر څوک خپله ور سپارل شوې دنده په سمه توګه تر سره کړئ.
۲۸: دخپلوامیرانوپوره اطاعت وکړئ ،دقرآن کریم تلاوت ،اذکار،دنبوي سیرت لوستل ،مسنونه دعاګانې او علمي مطالعه ورځنی عادات وګرځوئ.

دکابل ادارې کارکوونکوته
۲۹: دکابل ادارې ټولو کارکوونکو په تېره دپولیسو او اوردو منسوبینواوافسرانو ته اواستخباراتي موظفینوته یوځل بیابلنه ورکوم چې نور دخپل دین اوهېواد پر ضد دیرغلګرو له ملګرتیا لاس واخلئ ،د خپلو هغو اتلو ملګرو په څېر له مجاهدینوسره یوځای شئ کوم چې وخت پر وخت پر نیواکګرو مرګوني ګوزارونه کوي، د پردي غاصب دښمن د شړلو او دخپل هیېواد دآزادولو په روانه معرکه کې چې نوره ان شا ءالله دبري پړاوته رسیدونکې ده شریک شئ ، تر څو په دنیا کې له کامیابۍ اوسرلوړۍ نه ډ‌ک ژوند در په برخه، اوپه آخرت کې دخپل خالق اومالک دصالحوبندګانوپه ډله کې راپور ته شئ .
۳۰ ــ تاسو ته ښایې چې اوس لا له فرصت څخه ګټه واخلئ، ځکه هغه ورځ ان شاء الله رانېږدې ده چې یرغلګر دښمن له افغانستان څخه پښې سپکې کړي، اسلامي امارت دهمدې مقصد لپاره د ار شاد اودعوت او جلب او جذب اداره هم په خپلو تشکیلاتو کې جوړه کړې چې دټول هېواد په سطحه یې فعالیت شروع کړی ترڅو دخپلو نورو خدمتونو په څنګ کې تاسوته ددښمن له صف څخه دراوتلو اوله مجاهدینو سره دیوځای کېدلو زمینه هم مساعده کړي .

نړیوالو او په افغانستان کې دیرغلګروهیوادونوولسونوته :
۳۲ : امریکا پر افغانستان دخپلواوږد مهالوسیاسي اواقتصادي لاس ته راوړنو او په سیمه اونړۍ کې یې دخپلو دښمنانو اوسیالانو دځپلو په موخه یرغل کړی دی خو په تأسف سره چې ځیني هیوا دونه دامریکا دګټوقرباني شوي دي اودلته له امریکایې عسکروسره په څنګ کې بشري جنایات ترسره کوي ،ستاسي پوځیان هم زموږ په هېواد کې ښځې اوماشومان په پوره بې رحمۍ سره په شهادت رسوي، کلي اوکورنه ورانوي، زموږ ددیني معتقداتو سپکاوی کوي، په ملي نوامیسو اوکلتور مو ملنډې وهي، شنو باغونو اودهستوګني کورونو ته مو اورونه ورته کوي، اویا یې هم دبلډوزرو په واسطه له منځه وړي نو دا ستاسو مسؤلیت دی چې دفرانسوي ولس په څېر دخپلو حکومتونو مخه ونیسئ تر څو نور ستاسو اولادونه اومنافع دامریکا دګټواوهوسونوقرباني نه کړي .
۳۳ – تاسو باید پوه شئ چې زموږ په هېواد کې ستاسو بې شمېره پوځیان وژل کېږي معیوب کېږي اوپه جګړه کې دفشار له امله په بېلابېلورواني ناروغیو اخته کېږي خوستاسو حکومتو نه یې له تاسو او مطبوعاتو پټ ساتي .
۳۴ – اسلامي امارت په ځانګړي ډول له اسلامي کانفرانس، اسلامي نړۍ، اسلامي ولسونو او حکومتونو، او اسلامي ټولنو څخه هیله لري چې دافغان مظلوم ولس دخپلواکۍ او له ظلم نه دخلاصون په لاره کې له اسلامي امارت سره په پراخه پیمانه هر اړخېزو مرستو ته را ودانګي.
همدا رنګه له بین المللي ټولنې، دبشري حقوقو له ټولنو او په عام ډول دنړۍ له ټولو ولسونو، منصفو سیاستمدارانو، لیکوالانو او خبري رسنیو نه هیله لري چې دخپل انساني مسئولیت له مخې دافغان ولس دخپلواکۍ په تر لاسه کولو کې خپلې هېڅ رنګه مرستې ونه سپموي.

دبشر حقونو نړیوالو اداروته:
موږ دبشري حقوقو پرنړیوالو ادارو غږ کوو، چې یواځې دبهرنیو قواوو او لویدیځو رسنیو په راپورونو دې اکتفا نه کوي،کوم حقایق چې په سیمه کې موجود دي هغه دې په بې طرفه ډول له نږدې وڅارياوخپل مسئولیت دې ادا کړي،په امریکایي ړندو بمباریوکې ملکي مرګ ژوبله،دشپې کورنونوته په زور ورننوتل،په سپیو دماشومانو اوتورسرو داړل،دمړوپرجسدونو بولې کول ،په زندانونوکې دبندیانوشکنجه کول،دعسکرو،پولیسو اواربکیانو لخوا پرتورسرو جنسي تېري او دخلکو دمال او عزت لوټل له هېچا پټ نه ديندي .
په پای کې یوځل بیاخپلو ټولو مؤمنو هیوادوالو او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته داخترمبارکې وایم اودالله تعالی ددربارڅخه ددارینونیکمرغي اوپردښمن کامیابي ورته غواړم له شتمنومسلمانانو نه هیله کوم چې داختر په خوښیو کې دشهداوو او بندیانو کورنۍ او ماشومانو ته چې دخپلو پلرونو دمهربانۍ له سیوري نه محروم دي دخپلو کورنیو او ماشومانو په ډول توجه وکړي اوپه خپلو مادي او معنوي مرستو یې ونا زوي .

والسلام، داسلام خادم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد
۲۸/۹/۱۴۳۳هق
۲۶/۵/۱۳۹۱ه ش
۱۶/۸/۲۰۱۲م