کور / تازه خبرونه / پر پوله ناامني دتاجکستان او افغانستان اړيکي نه زيانمنوي

پر پوله ناامني دتاجکستان او افغانستان اړيکي نه زيانمنوي

د تاجکستان اوافغانستان پولومنځ کې ناامنې به د دواړو هیوادونوترمنځ اړیکې زیانمنې نکړئ

په کندوز ولایت کې تاجکې مقامات وايي د افغانستان اوتاجکستان ترمنځ پولوپه اوږدوکې هرډول ناامنې به د دواړوګاونډیانو ترمنځ په راشه درشه کې کوم ډول خنډ پيښ نکړئ.

داپه داسې حال کې ده چې د بدخشان ولایت سرحدی سیمې تراوسه پورې له تاجکستان سره د چانیزو عملیاتو د ترسره کولوپه موخه تړل شویدی دغه ولایت له تاجکستان سره اوږده پوله لري.

دغه لارې دوه اونۍ وروسته د دواړو هیوادونوترمنځ وتړل شوی کله چې د تاجک مقاماتوپه وینا یوي ترهګرۍ ډلې د تاجکستان په سرحدي سیمه کې ددغه هیواد یو لوړرتبه ماموراوڅوتنه سرحدي ساتونکې په ډزوسره ووژل چې ددغې پيښې وروسته تاجک لوری د مخالفې ډلې د نیولو اوله منځه وړلولپاره عملیات پیل کړل چې په پاېله کې څوتنه تاجک پوله ساتونکې پولیس اومخالفین ووژل شول اوپوله وتړل شوه.
تاجک چارواکې ادعاء کوي کله چې دوی د مخالفینوپرضد عملیات پیل کړي مخالفین د ځان خوندکولو لپاره دافغانستان بدخشان ته را اوړی چې ددی کبله تاجک مقاماتوخپله انديښنه افغان لوری سره شریکه کړیده.
په ورته وخت کې د بدخشان امنیتې سرچینې وايي چې دویته د کورنیوچارو وزارت لخوا د لومړی درجه چمتوالې امرشوی اود پخوا په پرتله یې تاجکستان سره په سرحدی پولوکې امنیتی تدابیرسخت کړیدی.

په کندوزکې د تاجکستان سرقونسل جنرال عبدالفیض عطایې واېی هیواد یې د افغانستان سره د دوستې ډیره اوږده مخینه لری وروستې ناامنې به دهیوادونو ترمنځ په روابطو کوم منفې اغیزپری نباسې هغه زیاته کړه تاجکستان په افغانستان کې د سرتاسری سولې غوښتونکې او دوی به له دغه بهیرنه ملاتړ وکړي.
دویلووړ ده چې دهیواد شمال ختیز ولایتونه د ګاونډی تاجکستان سره اوږده پوله لری چې په ځانګړې ډول کندوز،تخار اوبدخشان ولایتونه ورسره نښتې سرحدی پولې لرې چې په دغوسرحدی پولوډیری وختونه قاچاق وړونکې ناقانونه توکیولیږد رالیږد کوي،په شمال ختیززون کې امنیتې چارواکې وايي دمګړۍ افغان لوری هم پردغوسرحدونو باندی امنیتې تدابیرترپخوا زیات کړیدي.