کور / خبرتیا او پيغامونه / تدپوهنوال ډاکټر توريالى ويسا دمبارکۍ پيغام

تدپوهنوال ډاکټر توريالى ويسا دمبارکۍ پيغام

د هېواد د خپلواکۍ د٩٣ يمي کليزي په مناسبت د کندهار والي پيغام
نېټه١٣٩٠، ٠٥، ٢٦
کندهار افغانستان- ٩٣کاله پخوا افغانستان په يوه برحقه او عادلانه جګړه کي په ډېره مېړانه خپل استقلال تر لاسه کى او په همدې مناسبت دغه ورځ موږ نن تجليلوو.
دغه جنګ د هېواد پال، پر پرمختګ او آزادۍ مين او ملي اتل امان الله خان غازي تر مشرۍ لاندي تر سره سو، چي پر د ښمن ئې برى وموند او زموږ په تاريخ کي ئې يوه پًر افتخاره ورځ ثبت کړه.

د هېواد د خپلواکۍ د بيرته ګټلو له دغي تاريخي ورځي را وروسته د آسيا په زړه کي د آزادۍ هيلي را ژوندۍ سوې او هغو کسانو چي په اسارت کي ئې ژوند کاوه، د افغانانو د هيواد پالني او آزادۍ غوښتني څخه ئې الهام واخيست او په دې تمه سول چي د افغانانو په څېر بايد آزادۍ او خپلواکۍ ته ورسېږي، تر څو په خپل کورني او بهرني ژوند کي په خپلواک او آزاد ډول عمل وکړي او د افغانستان په څېر د نړۍ د آزادو هېوادو څخه وگڼل سي.
پر همدې اساس نو تاريخ د افغانستان د ملي خپلواکۍ په ګتلو کي لکه څنګه چي افغان باتورو او مېړنيو نارينه وو برخه اخيستې ده د دوى تر څنګ افغاني پتمنو او غيرتي ښځو هم د هېواد د خپلواکۍ د گټلو په لار کي فعاله او بارزه ونډه اخيستې ده.

زه ټولو وطنوالو او په خاصه توګه بيا د کندهار متدين او مېړني ولس ته د هېواد د استقلال مبارکي وايم او د لوى خداى (ج) له مقدس درباره په وطن او هېواد کي د سرتاسري سولي، آرامۍ او سوکالۍ غوښتنه کوم.

په درنښت
پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا
کندهار والي