کور / خبرتیا او پيغامونه / د کوچني اختر په مناسبت د کندهار ولايتي شورا پيغام

د کوچني اختر په مناسبت د کندهار ولايتي شورا پيغام

د کوچني اختر په مناسبت د کندهار ولايتي شورا پيغام
نېټه١٣٩٠، ٠٥، ٢٦
کندهار افغانستان- ډېر د خوښۍ او مسرت ځاى دئ، چي د نېکمرغه کوچني اختر په دې خوشاله شېبو کي د خپلو ګرانو افغانانو او خصوصاً کندهاريانو پراخ ګډون او هر اړخيزه برخه اخيستنه وينو.
د روژې مبارکه مياشت لکه چي ټولو ته اوڅاره ده، ډېره د فضيلوتونو او برکتونو څخه ډکه مياشت ده، په دغه مياشت کي بنده تر بل هر وخت خپلو اعمالو او طاعتونو او عبادتونو ته متوجه کېږي، د نېکۍ پر خوا ئې تر بل هر وخت ميلان زياتېږي او د لوى خداى (ج) له لوري د رحمتونو دروازې پرانيستل کېږي، مګر موږ بيا هم تېره مياشت په کندهار ښار کي د ځينو وژنو او مرګونو شاهدان پاته سوي يو، چي ډېري مېندي او خويندي ئې کونډي او رنډي کښېنولي دي. په هر صورت زموږ هيله ده، چي د روژې د مياشتي په خاطر او د نېکمرغه کوچني اختر د برکت په توسن په کندهار ولايت کي ټول ولسونه او قومونه په يوه خوله او ژبه سره د کندهار د سوکالۍ او آبادۍ لپاره لاس په کار سي.
هغه مرور وروڼه، چي د مختلفو ملحوظاتو او مشکلاتو پر اساس له دولت څخه ناراض دي، هيله مو ده، چي د خبرو او مذاکراتو له لاري د سولي له بهير سره يو ځاى سي.
د کندهار ولايتي شورا مشرتابه يو وار بيا ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د کندهار متدين او منور ولس ته د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت مبارکي وايي او د ډېر ښه ژوند دعا ئې کوي.

په درنښت
د کندهار ولايتي شورا مشرتابه