کور / خبرتیا او پيغامونه / دميدان وردګو ولايت والي محمد حليم فدايي پيغام

دميدان وردګو ولايت والي محمد حليم فدايي پيغام

میدانښار، وردګ( دزمري ۲۶مه ۱۳۹۱)

د هېواد دخپلواکۍ د(۹۳) کليزې په وياړ دميدان وردګو ولايت والي محمد حليم
فدايي پيغام!

دنن څخه(۹۳) کاله دمخه دوخت اشغالګرو انګلیسي ځواکونو څخه د غازي امان
الله خان په مشرۍ زموږ سوله او ازادۍ خوښوونکو ولسونو په پوره میړانې او
قوت سره خپله خپلواکي خپله کړه چې اوس هم ټول ولسونه او دخپلواکۍ لارویان
داخیستل شوې خپلواکۍ دمخکښانو ستاینه او ساتنه کوي

که څه چې افغانانو تل دجنګ او جګړو پرمیدان کې ځلیدلې او چا ترې ګټلې
نده خو دوینو په بدل ترلاسه شوې ازادي مو په سیاسي او ټولنیز ډګر کې
بایلودې ده ازادي په دې مانا نده چې دهېواد څخه بهرنیان وشړو بلکي که موږ
په اقتصادي،سیاسي،کلتوري او ټولنیز ډګرونو کې دګاونډیو او بهرنیو
هېوادونو ته محاج او پرځان متکي نه یو نه بیاهم په واقعیت کې ازاد نه یو،
دتکنالوژۍ او انټرنیټ په دنیاکې چې ترهغې مو دټوپک او مټو زور فکرونو ته
نوې راوستې نو نشو کولای چې خپله ازادي یقني کړو

په پاي کې زه دمیدان وردګو ولایت ولسونو په استازیتوب دهېواد دخپلواکۍ
(۹۳) کلیزه ټولو هېوادوالو ته مبارک وایم او الله (ج) په دربار کې په
هېواد کې د دایمې سولې او امن دعاء کوم.

امین یارب العلمین
د ولایت مطبوعاتي دفتر