کور / تازه خبرونه / د ګومل زام ډېم اته کارکونکي وتښتول شول

د ګومل زام ډېم اته کارکونکي وتښتول شول

پېښور:په قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې نا څرګنده وسله والو د ګومل زام ډیم پراجیکټ اته کارکونکي تښتولې دي په جنوبي وزیرستان کې د خفیه ادارو او پولیټیکل انتظامییې چارواکي وایي تېره ورځ د دغه پروژی کارکونکي د ټانک ډېره اسماعیل خان په لور روان وو، چې نا معلومه وسله والو پرې برید وکړ او له خپلو ګاډو سره یې یو ځای وتښتول. دا نه ده معلومه چې دا کارکونکي چیرته بیول شوي دي. په تښتول شویو کسانو کې ، انجنیر، سب انجنیر، د امنیتي ځواکونو درې سرتېري ، دوه ډریوران او يو بورچی شامل دي؛د ددغه تېښتونو پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخیستې