کور / تازه خبرونه / په پېښور کې سبا داخترد مياشتې د ليدوغونډې کيږي

په پېښور کې سبا داخترد مياشتې د ليدوغونډې کيږي

پېښور: . د پېښور د تاريخي جومات قاسم علي خان مشر مفتي شهاب الدين پوپلزي په يوې وينا کښې په ولس غږ کړى چې سبا د اګست په اتلسمه د کوچنې اختر د مياشتې ليدو لپاره هلې ځلې وکړي او هم به په همدغه جومات کښې دکوچني اخترد مياشتې د ليدو د پاره ځانګړې غونډه کوي که د خيبر پښتونخوا د کومو سيمو څخه د مياشتې د ليدو شاهدي ترلاسه شي نو امکان دى چې مفتې شهاب الدين پوپلزى دود له مخې د يکشنبې په ورځ د کوچنې اختر اعلان وکړي.
بل خوا د پاکستان د مياشتې د ليدو مرکزي کميټۍ اعلان کړى چې سبا د اګست د مياشتې په اتلسمه په کراچۍ کښې داختر د مياشتې د ليدو د پاره غونډه وکړي