يکشنبې د زمري دمياشتي ۲۹ دکوچني اختر اوله ورځ ده

د لراوبر اداره | اگست 17th, 2012


څرنګه چې دشوال مياشت په افغانستان او سعودي عربستان کې ونه ليدله شوه.

سبا دشنبې ورځ دزمري دمياشتې ٢٨ نيټه دروژي دمبارکي مياشتې ديرشمه اوبل سبا يکشنبه دزمري دمياشتې نهه ويشتمه دنيکمرغه کوچنۍ اختر لومړۍ ورځ ده .

په دي هکله دلراوبر پاڼه ټولو افغانانو ته خبر ور کوی چه سبا شنبه داګست د میاشتي ۱۸ نیټه دروژی دیرشمه ورځ او بل سبا یکشنبه داګست د میاشتي ۱۹ نیټه دکوچنی اختر د لمړي ورځي سره برابره ده. دلراوبرد مشرتابه چلونکی ډله په خپل وارسره دکوچنې اختر درارسیدوله کبله ټولو افغانانو وړونو ته دزړه له کومي مبار کی وایی

اودلوى خداى (ج ) له دربار څخه هيله کوي چې دافغانستان مسلمان اولس طاعات اوعبادات په خپل دربار کې قبول کړي او سوله امنيت، سوکالۍ ، نیک مرغي اوترقي يي ورپه برخه کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024