کور / شعر / اختره مه راځه

اختره مه راځه

اختره مه راځه زموږ پر کلي
مه راځه ګوره د لمني روی ته !
مه راځه زموږ د هدیرو پر څلي
زما پر کلي د غمونو ناتار
زما کورګې سوی په اور دی د نار
زما له کلي په پیړیو اوښکو
زما له اولسه څخه باج اخیستۍ
زما پر کور همدغه ستا لارویان
لکه فرعوڼ لکه جلاد د زمان
زما مسلمان زما د انسان په وینو
لامبي او رغړي پکښي
مه راځه ګوره د لمني روی ته !
لا زما ژبه پر تالو نښتې
نه اوري چیغه دا کاڼه غوږونه
لا مي هیبت ته څوک تعجب نه کوي
لا د کعبی د شیخ فتوا ته ګورو
لا محرابونو کي ډنډ نه دي ویني
لا د دیوبند چړي ملا ته ګورو
لا مو چړې تحدیدوي سرونه
لا مو د ژبو واک له ژبي ورک دی
مه راځه ګوره د لمني روی ته !
زه لا د بل د ټوپک سوري لاندي
زه لا د بل ایمان ځانمرګي مړ کړم
زه لا د ده په ایمان سوی نه یم
د ده په چم مسلمان سوی نه یم
مه راځه ګوره د لمني روی ته !
که مي محراب کي چاته وژړله
که مي کعبه کي چاته وویله
که مي بشر ته وښود خپل ټوټه ځان
هیچا مي اوښکي د مخ پاکي نه کړی
هیچا مي لاس په لاس کي وانخیستۍ
هیچا کش نه کړم تر ساحل د وینو
هیچا د وینو دریدو لپاره
پر خپل خواخوږو باندي ږغ ونه وکړ
مه راځه ګوره د لمني روی ته !
وګوره روی ته د لمني ، تم سه !
د هاخوږمني مور و زړه ته دم سه
چي پنجابی یې لا د وینو تږی
د هغي خور د جنازې ماتم سه
ورسه د شیخ پر کور خوښۍ کړه خپری
راسه زما د شهید کور کي غم سه
اختره ما که پر محراب ژړلي
زه یی د کفر په نامه ایستلی
دا زما جهل توره سوی ماته
چي مي پنجاب تهران ګریوان څیرلی
وګوره روی ته د لمني تم سه !
زما د خوږمني مور دردو ته دم سه !
مه راځه زموږ پر کور زموږ پر څلي
جهان مریخ کي خو لا موږ یو پلي
که د چیچین که د ریاض سړيخور
راسي په وینو پسي زما تر کلي
چي دا پیړۍ پیړۍ کلونه شمارم
ستا په ظاهر کي مي باطن لیدلي
زما غني زما جهاني ساندي تل
سل ځله زر ځله تر تا وهلي
چي ته راځې نو زما کړیکه واوره
تر هغه مخکي چي دي ټول بایللي
یا مو مذهب له دی کافره بیل کړه
یا مو له ځان څخه اختره بیل کړه
یا ، ګوره ، مه راځه د لپو روی ته !

د نیمروز ، کندوز او ټول افغان انسان شهید ته 17.08.2012 د پیک ښار – بلجیم