کور / خبرتیا او پيغامونه / ددوستۍ فرهنګي ټولني او روزګان مهالنۍ پيغام

ددوستۍ فرهنګي ټولني او روزګان مهالنۍ پيغام

سويډن /مالمو داگست ۱۶

ددوستی فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمبارکی پيغام

وطنداران مسلمان ومتدين!

حلول عیدسعید فطر رابه همه شماوسایرمسلمانان جهان از صمیم قلب تبریک وتهنیت عرض نموده و از بارگاه ایزدمتعال یک افغانستان باامن ومرفع استدعا مينمایم .

درنو،سپېڅلواوپتمنو غيرتی هيوادوالوو!

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب ،تاسو شرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولودوستانوته د نيکمرغه کوچنی اختر د را رسیدو له امله زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کړم .

سره له دې چي په افغانستان کښي ديو لسېزي په تېرېدوسره دبهرنيو هيوادونوتر شپېتوزروپه مډرنو وسلوسمبال پوځ او شاوخوا دوسووزرونه زيات افغان وسله وال ځواک په شتون کښي دپاکستان اوايراني اخوندانودبربنډولاسوهنوپه پايله کښي تر اوسه لاسوله اوثبات ټکنی ده اوزموږ دغيرتی ولس ټولنيز ژوندله يولړ ناخوالوسره مخامخ دی ،موږ بيا هم هيله مند يو چي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکور نودروازه دخوښيواوسوکاليو زيری وروټکوي اوزموږ دهيوادوالوله غولي نه به دغم اوناورين لمڅۍ ټول اوداپر اسلام ،مذهب،ژبې اوتوکمی توپير باندي سوداگرچي دافغان ولس په خواريو، زورونې، غمونواوافغان دښمنه گاونډيانوته په چوپړکښي خپله اويادخپل بادارراتلونکې ويني رسوااودتل لپاره مختوری شي .

موږ ته راپېښودغوستونزواودگاونډيانوليري اوپرتوزبرځواکوډول ،ډول لاسوهنواوکمزورې دولتی ادارې نارواکړنې دټول هيوادپه کچه سياسي راتلونکی بهيرله مختلفوچلنجونواوگواښونوسره مخامخ کړی دی،داډيره زورونکې ده چي زموږ ولس دهيوادراتونکې په هکله نه پوهېږي چي څه به کيږي ؟ اوداسياسي بهير پرکوم لور روان دي ؟

پرخپل ځاي پاته د نامنلودولتي چاروکاوپه شتون اودبلي خواکور(هيواد) دننه کښي دملي گټوپرخلاف دپرديوپه گټه اولمسون سياسي سيالی اوښکرپه ښکر کېدلو په پايله کښي متاسفانه زموږ له هيواداوهيوادوالودکوراوکلي نه دډير وخت لپاره خوښيو اواخترونوکډه کړې ده .

موږ د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښ،نېکمرغه اوهوسا ژوندپيلېدوهیله کوو .

دلوې څښتن له دربارنه غوښتنه کوو چي ستاسو طاعت اوعبادت په خپل دربربار کښې قبول او دهمدې عبادت په برکت سوله اوثبات ددې غمځپلې اودجگړوپه ااورکې سوځېدلي افغان ولس اودنړۍ دټولومسلمانانو په نصيب سي .

ددعالاسونه پورته کوو چې الله تعالی دې ددې مقدسو اوپربرکتي ورځو اودروژې دمبارکي مياشتي دعبادتونو په برکت زموږ مظلوم ولس ددې زورونکی اوزړه بوږنوونکی حالت څخه نجات ورکړي .

خداي دې وکړی چې ډير ژر دداسې يوې ورځې شاهدان اوسو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس ديوخپلواک او سوکاله افغان په توگه ،چي پر خپلو پښو ولاړ اودنړيوالوسره دټولنيز ژوند په بېلابېلوبرخوکښي دسالمې اودوستانه سياليوجوگه وي .

دڅښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي ټول افغانان دیووالي اوملي تفاهم دعينی گټوپه پوهېدوسره دملي گډزيار اوزحمت په برکت دسرفرازی اوبريالتوب ورستيو مرحلوته ورسېږي .

موږ وپدې هېلو يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي .

خداي دې وکړی چادانيکمرغه کوچنۍ اخترزموږ ولس ته سوله اوسوکالي له ځان سره راوړي..امین یارب العالمین

په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب

حبيب الله غمخور