دختيځ ادبي بهير دپنځمي ځانګړي غونډي راپور

د لراوبر اداره | اگست 17th, 2012



ختیځ ادبي بهېر خپله پنځمه ځانګړي اختریزه مشاعره د پنجشنبې په شپه د سپینغر هوټل په تالار کې تر سره کړه، چې د ۷۰ تنو څخه ډېر شاعرانو، لیکوالو او ژورنالستانو په کې ګډون درلود.
ختیځ ادبې بهېر ویاړي، چې په ډېر کم وخت کې ډېر فرهنګي ملګري سره یو ځای کړ او هڅه کوي، چې خاص د پښتو ژبې د غنې کېدا، د شاعرانواو لیکوالو راټولېدا او د هغوي د ظرفیت د لوړاوی لپاره خدمت وکړي.
په دغه مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو شعرونه وویل چې مشاعره د ماښام د ۸ بجو څخه شروع تر ۱۱ دقیقو پورې دوام وکړ.
د یادونې وړ بولم چې دغه مشاعره به د اختر په ورځو او شپو کې د ننګرهار ملی راډیو تلویزیون، ننګرهار کلید راډیو او مینه ایف ایم له لارې خپریږي.
ننګرهار ملی راډیو تلویزیون د ختیځ ادبي بهیر له غړو سره ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د ختیځ ادبي بهېر هره غونډه د ننګرهار د ملی راډیو تلویزیون له لارې خپریږي. چې بهیر ترې مننه کوي.
ددغې مشاعري تفصیلي راپور به  ‌ډېر ژر د ختیځ ادبي بهير رپورټر فرهاد الله اسیب تاسو ته وړاندې کړي.
په درنښت

Copyright Larawbar 2007-2024