کور / خبرتیا او پيغامونه / د پکتيکا والي محب الله صميم د مبارکۍ پيغام!

د پکتيکا والي محب الله صميم د مبارکۍ پيغام!

د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په وياړ

د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئيس جلالتمآب حامدکرزي، د جمهوري رياست مقام دواړو ښاغلو مرستيالانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشرتابه او غړو، د چارو د ادارې مشر او غړو، دکابينې غړو، د سترې محکمې مشرتابه او غړو، محترم لوی څارنوال، د هېواد امنيتي ځواکونو منسوبينو او سرتيرو، د سولې د عالي شورا مشر او غړو، د علماوو سراسري شورا مشر او غړو، د خپلواکو ادارو مشرانو او غړو، ښاغلو واليصاحبانو، د ولايتي شوراګانو محترمو مشرانو اوغړو، د مدني او فرهنګي ټولنو مشرانو او غړو، په هېواد کې د تصويري، غږيزو او چاپي رسنيو ښاغلو مسؤولينو او کارکوونکو، هېواد د ننه او بهر ټولو افغانانو او په ټوله کې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له تله د مبارکيو او نېکو پېرزوينو مراتب وړاندې کوم او د پاک خدای (ج) په دربار کې خپل لاسونه لپه کوم چې زموږ او ستاسې ترسره شوي عبادتونه، روژې او نېکۍ په دغه مبارکه مياشت کې چې د دوزخونو دروازې د مؤمنانو پر مخ بندې او د جنتونو دروازې پرانستل شوې وي قبولې او منظورې کړي، هيله مند يم چې د کوچني اختر دغه نېکې شپې او ورځې د ګرانو هېوادوالو لپاره د خوشالۍ نه ډکې شپې او ورځې وي، خدای (ج) دې دغه نېکمرغه کوچنی اختر په هېواد کې د تل پاتې سولې او ملي پخلاينې سمبول او پيل وګرځوي.

امين يارب العلمين

محب الله صميم
دپکتيکا والي