کور / شعر / اخترمبارکي

اخترمبارکي

چې ته نه یې،

خوښي نه شته

وطن ورا ن شو

خلک وږي رنځوران دي

اودجنګ لمبوکې سوځي،

زه به څنګه

اوپه کوم مخ

اوپه کوم زړه

څه له پاره

په څه ویاړبه

چا ته ورشم

ورته وایم چې :

اختردې مبارک شه! ؟؟؟