کور / شعر / خپلواكي مو مبارك شه

خپلواكي مو مبارك شه

ستي ګلان

څنګه به اوس ګل سـي هغـــه بيباني ګلان

هــم مو وهـلي په باروتــودا ښـاري ګلان

نه غـړوي سترګـي اوس پــراتـه په ډيرانو

لګــيا دي رﮋوي هــم نــوي حـياتي ګلان

اغــزيه چا په سترګو يي ړونــد كړى تـــه

چــي نــه وينې په خواكـــي ګـاونډي ګـلان

فـكرورته وكړه تا دي رنګ ځني اخيستى

پــــه خـواكي دي پراته دغه زخــمي ګلان

اوليږئ چى يوبل ته دغه ســوغاتي ګـلان

نشته زمــونږكلي كي هغسي موډي ګــلان

خــداي ږو كه مي ليدلي ول په عمر كــي

ستاسوځيكروباندي ددغـي خپلواكي ګــلان

وغړوئ سترګي كه پاتي وي باقــي ګلان

خــــوندي كئ نور د سيمي دا تنكي ګـلان

رنـــګ د بوراګــــانو مو هـير شوى دي

وايــي نه ګـورو نـور دغه ښكيلاكي ګلان

نه ښكاري ګلـشن كي هم هغه پخواني ګلان

ځكه خواكي دى پراته مو مصنوعي ګلان

باغ د حُسن يه زمونږه چې خــړ پړ كړلو

له كله نه راغلــــي چي دغه طوفاني ګلان

كـــر د ګلو موهير شوى پــوري, كلي كي

مونږه چــــي كرو اوس دغه تـرياكي ګلان

خو ﮋوند مو په ﮋوند نه ګـــڼي دا خلك هم

څو چي جيب كښي نلرو ښكلي كاغذي ګلان

څــو به مـو دخيرلاس نيولي وي اغـزيو ته

خـپلوكي چــي نه غواړودميني حقيقي ګلان

عمرانه ته دي هم نورصبرپه دي شتو كړه

كــــه ښه دي تاته ښــه دغه قسـمتى ګــلان