کور / خبرتیا او پيغامونه / د اداری فساد پر ضد د مبارزی افغانی شبکی مبارکئ پیغام

د اداری فساد پر ضد د مبارزی افغانی شبکی مبارکئ پیغام

د کمکی اختر د رارسیدو او د خپلواکی د ورځی په مناسبت

کابل- د زمری ۲۸مه ۱۳۹۱کال

سږکال په افغانستان کی د د زمری ۲۸مه ( د خپلواکی ۹۳ ومه کلیزه ) په داسی حال کی لماځل کیږی چی د یوی خوا نه د روژی مبارکی میاشتی چی د بښنی میاشتی وروستی ورځ ده او له بله پلوه یوه ورځ مخکی د کوچنی اختر د ورځو د رارسیدو څخه دی چی د خوشهالی او لمانځلو ورځی دی.

د اداری فسادر پر ضد د مبارزی افغانی شبکی د خپلواکی ورځ او د کمکی اختر د ورځو د رارسیدو له کبله ټول افغان قهرمان ولس ته د زړه له کومی مبارکی وایی.

تاریخ شاهد دی چی د ویاړ نه ډک افغانان د هر ډول تیری و بربریت پر وړاندی په ټینګه دریدلی او د خپل ګران هیواد د خپلواکی څخه یی د خپل د وینو او ژوند په بیه ساتنه کړیدی. سره له دی چی افغانستان یوه خپلواکه هیواد دی اما تر اوسه هم ددی هیواد وګړی د فساد په اسارت و د ځینو مفسدو مقاماتو په بند کی ژوند کوی.

نوموړی شبکه د خپلواکی د ورځی په مناسبت او د کمکی اختر د ورځو در رارسیدو په ویاړ د افغانستان د با غیرت ملت څخه غوښتنه کوی چی د خپل ملی وحدت او یو والی پر مټ لکه څرنګه چی یی د نړی لوی لوی امپراتورانو او لوی قدرتونو ته ماتی ورکړی، د اداری فساد پر وړاندی هم ودریږی او خپل ګران هیواد ددغی پدیدی د اسارت څخه چی میلیونونه افغانان یی زیانمن کړی، آزاد او خپل هیوادوال وژغوری.

د اداری فساد پر ضد د مبارزی افغانی شبکه هیله کوی چی د روژی د مبارکی میاشتی او د کوچنی اختر ورځو په برکت سره سوله، امن، ثبات، شفافیت، عدالت، پرمختګ او سوکالی د افغانستان او ددی هیواد د کړیدلی وګړو په برخه شی. نوموړی شبکه پر وطن مینو افغانانو څخه غواړی چی د خوشالی په دی شیبو کی افغان قهرمانان ( افغان امنیتی ځواکونه ) خاص کر ددی قهرمانانو شهیدانو او معلولینو کورنی، کوم چی زمونږ د ساتنی او د هیواد د خپلواکی لپاره خپل خواږه ځانونه قربان کړی، هیر نه کړی او هغوی دی په خپلو خوشهالیو کی شریکه کړی.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکه د مدني،ټولنیزو،غیرسیاسي او غیر دولتي بنسټونو اوفعالینو لومړنی ستره ټولنه ده چې د اساسي قانون د ۳۵ مې مادې پر بنسټ سره یوځای شویدي او موخه يې له شفافیت او قانون حاکمیت څخه ملاتړ ، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په لاره کې د مدني ټولنو همغږي کول او پیاوړتیا ده.