کور / شعر / اختر په لنډيو کي

اختر په لنډيو کي

اختره ما نه خپه نشې- چې مې لالى رانغى تا به څه کومه
چې مسافر جانان رانغى- که جهان ډک له اخترو سي څه به يې کړمه
اختر نژدې دى روژه لاړه- ليلا به چاته سرې منګولې ښکاروينه؟
اختره ستاخوشحالي څه کړم- زه د بېلتون له لاسه اورکې ستي سومه
اختر زما په نصيب نسته- زه د وصال په تمه ستايم مړه به سمه
خلكه زما به څه اختر وي- چې بېلتانه راته خېمې وهلي دينه
خلكه زما به څه اختر وي- انبار غمونه بېلتانه راكړي دينه
خلكه زما به څه اختر وي- چې بېلتانه په سر سرتور تړلى يمه
خلك به وايي چې اختر دى- په ما خو ندى چې له ياره جدايمه
زما د زړه ارامه راسه – په تمامي جهان اخترپه ما غمونه
اختره ډېردې احسان منديم- چې مروراشنا مې غېږې له راځينه
اخترته ځکه خوشالېږم- چې مرور جانان به ما پخلاکوينه
زما له ياره ګيله کيږي – د لوی اختر مبارکي نه راکوينه
اختره څومره بختوريې- چې دوه ياران يوبل ته غېږې ورکوينه
ګرانې اختر دې مبارک سه- سپينه خولګۍ مبارکي راکړه مينه
اختره څنګه به خوشحال سم- چې مې په زړه پراته دلۍ، دلۍ غمونه!
خلک کالي کوي اختر دی – زه د شهيد جامې په خوا کې ګرځومه
د غم اختر د غم سيلونه – د غم بازار دغم سودا په کې کومه
اختر يوه لويه خوشالي وي- چې زړونه اخلي پرې د عمر پيوندونه
اختره شکردى، چې راغلې- په انتظار در ته د ډېرې مودې ومه
چې مازديګر سي ښکته لمر سي- په چا اختر سي څوک د غم نارې وهينه
جانانه راسه چې اختر سي- نن خو زما په اوږه واچوه لاسونه
پر ما هغه ورځ اختر ده – چې شيرين يار مې د ډولۍ په مخکې ځينه
ورځ د اختر ده نورڅه ندي – په سره جوړه کې راته شنه له خندا سينه
ښکلي اخترمومبارک سه -زمادوستانو تبريکي درته وايمه
خوشحال خوشحال اوسئ ملګرو – دژوند شيبې مو ه تل ښکلي اخترونه
داخترورځ دي مبارک سه- ښايسته ډېردي زه به ستا سلام کومه
څومره ښه ايسې په اختر کي-مخ راښکاره کړه چي دي وکړم ديدنونه
داخترورځ دي مبارک سه -وڅنګ ته راسه توري سترکي سره لاسونه
اخترله تاسره مزه کړي-يوتوري سترګي بل دي سره دواړه لاسونه
اخترته ځکه خوشحاليږم _ سهاروختي به ليلاراکړي سره لاسونه
اختره ستا په خوشحالي کي – زه سره لاسونه داشنا غېږي ته ځمه
اختر په ښو ځوانانو خوند کړي_ چي ځوانان نه وي هغه نه دي اخترونه
اختره شکر دي چي راغلې – په انتظار درته له ډېرې مودې ومه
اختره ته ډېر بختوريې – نن به مي ښکلي ليلاغېږه راکوينه
اختره لږ انتظار وکړه – چي مي تراوسه ليلاځان سېنګاروينه
اختره ژرقدم راواخله – ليلا زما څخه خپه چي پخلا سينه
اي ليلاسره لاسونه راکړه – داختر ورځ ده چي جوړه ميلوته ځونه
اخترته ځکه خوشالېږم-چې مسافراشنامې کلي ته راځينه
اخترته ځکه خوشالېږم – زما ديار وعده اختر دى را به سينه!
اختره تل ترتله اوسې – چې دبېلتون په کور تر مرګه وي ويرونه
اختر نژدې دى ياره راسه- مبارکي به يو او بل ته ورکوونه
ګودر كې هره ورځ اختر وي- منګي په سر ورته راځي جونه سيلونه
اختر پرون تېر سو عالمه-د بغدادوکوترو نن راغله سيلونه
اختر پرون و، پرون تېر سو- دا دامان کوترو نن سره کړه لاسونه
اختر د چا د مور مېړه دی- چې پېغلې نجونې ورته ځان سمبالوينه
تا چې دا سور کميس اغوستى- داسې ښکاريږي چې اختر کوې مينه
پېزوانه خانده هوسېږه-سبا اختر دى تا به پاس په تندي وړمه
سبا اختر دی يار مې نسته – د ګاڼې ډکه به د چا غېږې ته ورځمه
پېزوانه زيری مې درباندې – سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه
اخترپه ټوکو، ټوکوراغى- نه مې کالي سته نه دغاړې امېلونه
اخترپه ټوکو، ټوکوراغى- نه مې اوږۍ سته نه دغاړې تاويزونه
خلک اخترته خويندې بيايي- بې وروڼو خويندې د تربرو لارې څارينه
خلک اختر ته خويندې بيايي- بې وروڼو خويندې دېوالو ته ناستې وينه
زومان اختر کې خوشحاليږي- سبا د جنې کور لره ورځينه
ته داخترپه سباراسه- زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه
اختر دې تاته مبارک سي- چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
اختر د واړو مبارک سه – زه به خپل سره لاسونه يار ته ورکومه
ډمې غنچه ګلان مې يوسه- پدې پلمه مبارکي ورکه مينه
ښکلي د اختر په ټال ځنګېږي- ټال يې پلمه دى، خپل غم غلطوينه
اخترپه ورځ دې ځان سينګار كړ- څوك دې په زړه دي كه ډاډه وهې ټالونه
اختر په منډه منډه راغی- ورکړې نجونې د جوړې په تمه دينه
اخترپه وخت د ګلو راغى- زما نازك زړګي نه خيژي فريادونه
اختره تل ترتله اوسې- زه د الله په در كې دا دوعا كومه
اختر د جونو مبارك سه- زاڼې د بل وطن مرغان دي لاړ به شينه
اختر د واړو مبارك سه- كه مسافر وي كه د يار له څنګه وينه
اختر د واړو مبارک سه- زه به خپل سره لاسونه يارته ورکومه
د اختر ورځې بختورې- چې مې جانان سره ديدن کيږي مينه
خدايه سرکار ته قوت ورکړې-چې لالى مې په اختر پرېږدې مينه
که يار يې راسي په خندا سي-د اختر سودا کې غم ورک سي مينه
په سفر ځه په مخ دې ښه سه- په اختر کې خوښ راسې مينه
روژه به تېره په سفر كړم- اختر ته كلي ته درځم خوشاله يمه
خاونده ژر تر ژر اختر کړې- چې د عاشقانو سره وسي ديدنونه
د اختر شپه د هغې ځار سه- په کومه شپه چې سر ديار په څنګل ږدمه
د اختر ورځ ده خوشالي ده- يار مې مېلمه دی د زړه غوښې ورکومه
په سين کې زر کښتۍ لاهو کړه – سبا اختر دی د خپل يار سلام له ځمه
مياشت د اختر ښکلې ښکاره سوه – ربه اوس تږی د جانان د ديدن يمه
عالم اختر كا جامې وينځي – زما اختر به د ديدن په ورځې وينه
مياشت د اختر ښكلې ښكاره سوه- ربه اوس تږې د جانان دديدن يمه
عالم اختر كا جامې وينځي – زه به هاله اختر كوم چې يار له ځمه
خلک د اختر په ورځ ديدن کړي – زما قلم کاغذپه لاس بيديا ته ځمه
زما اختر به څه اختر وي- په داسې ورځ چې زه له ياره جدا يمه
سبا اختر دی يار مې نسته – زه به بې ياره خوشالي څه کړم مينه
که اختر راسي يار مې نه وي- له خندا ډکه خوله به چا له ورکومه
د مسافر به څه اختر وي – چې د بېلتون لېونو سپو خوړلی وينه
اول روژه وي بيا اختر وي- په بېلتانه پسې وصال دی رابه سينه
اخترخوراغى يارمې نسته- دخندا ډکه خوله به چاله ورکومه؟
ښکلى اختر دى،بختور دى- افسوس په دې دی چې له ياره جلا يمه
اختر خو راغى ته رانغلې- پکار مې ندي دا بې ياره اخترونه
اختر خو راغى ته رانغلې- زه به دا سرې منګولې چاته ورکومه
اختر پرون و،پرون تېر سو- كله به راشې صحبتي لويه اختره
اختر په وخت د واورو راغی – زما د يار د کلي لارې بندې دینه
اختره څنګه به خوشال سم – زه د اغيار له لاسه اور کې ژوند کومه
د پېغلتوب اختر مې تېر سو – د سپين سرۍ په اختر اوښکې تويومه
اختر له تاسره ښاييږي – نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه
د انمر زيړی وخت مازديګر دی – په چا اختر دی څوک د غم ژړا کوينه
د روژې هر ماښام اختر دی – ټوټې، ټوټې د پېشلمي د لاسه يمه
سالو يې دوه رنګه په سرکړو – په چا يې اختر کړو چا له يې ورکړل ډېر غمونه
شپه د اختر وه که د قدر- چې د اشنا سره مې وسوه ديدنونه
مخ دې قمر شغلې د لمر کا – په چا ختر کا څوک د غم سودا کوينه
په سپينه خوله که روژه ماته – د کفارې روژې به دواړه ونیسونه
خلك اختر ته جامې وينځي – زه په ګولو ويشتلى زړه ټكورومه
اختر په وخت د ګلو راغی -زما نازک زړګي نه خیژي فريادونه
اخترته ځکه خوشالېږم- چې مسافراشنامې کلي ته راځينه