کور / تازه خبرونه / قبايلو کې ٥٠٠ ښوونځي او کالجونه وران شوي دي

قبايلو کې ٥٠٠ ښوونځي او کالجونه وران شوي دي

پېښور:د قبايلو لپاره د ښوونې او روزنې د ادارې مرستيال مشر هاشم خان اپريدى وايي په تېرو پنځو کلونو کې ٤٨٥ ښوونځي او کالجونه يا په بشپړه توگه ويجاړ شوي او يا هم تر يوه حده خراب شوي دي.خو ځايي خلک وايي دا شمېره ښايي تر دې هم لوړه وي.د قبايلو په اوو سرو ايجنسيو کې ښوونځي په نخښه شوي دي.تر ټولو ډېره ځپل شوې سيمه د باجوړ ده چې ٩٥ ښوونځي په کې په بمونو الوزول شوي او يا سوځول شوي دي.وسله وال اورپکي وايي دوى حکومتي ښوونځي او نورې تعليمي ادارې ځکه په نخښه کوي چې د دوى په وينا هغوى لوېديځ تعليم دودوي.چارواکي اټکل کوي چې شاوخوا نيم ميليون ماشومان له ښوونې او روزنې محروم شوي دي.هاشم خان اپريدي رسنيو ته وويل د ويجاړو شويو ښوونځيو پر ځاى نژدې ١٠٠ نور د سعودي او عربو اماراتو په مالي مرستو جوړ شوي چې تر ډېره په خيمو او يا هم په شخصي کورونو کې دي.خو ښاغلى اپريدى مني چې په سلگونو زره ماشومان لا هم له ښوونې او روزنې محرومه دي.د ويجاړو شويو ښوونځيو ښوونکي په کور ناست دي او لکه څرنگه چې ښاغلى اپريدى وايي دغه ښوونکي د ښوونې لپاره ځاى نه لري او په همدې دليل حکومت هغوى ته خپل معاشونه ورکوي.د سرحدي سيمو لپاره پاکستاني وزير شوکت خان بي بي سي ته وويل وران شوي ښوونځي تر هغو نه شي رغولى چې په قبايلي سيمو کې د اورپکو فعاليت نه وي ختم شوى.دى وايي تعليمي ادارې په اسانه په نخښه کېداى شي.قبايلي سيمې په پاکستان کې لا پخوا ډېر بې وزلې وې او د رغاونې چارې په کې لږ کېدې.په پاکستان کې د ښوونې او روزنې د چارو کارپوهان وايي تر دغو بريدونو وړاندې لا په قبايلي سيمو کې د تعليمي چارو خونده نه وه.په ځينو سيمو لکه خيبر ايجنسۍ کې نجونې اصلآ ښوونځي ته نه تلې او هلکان هم يوازې په ۱۰۰ کې درې ښوونځي ته تلل