کور / تازه خبرونه / پر شمالي وزيرستان دامريکابريد شوى

پر شمالي وزيرستان دامريکابريد شوى

پېښور: چارواکي وايي، چې د شمالي وزيرستان مېرانشاه ته نږدې د شوال تحصيل په شويي در سيمه کې پر يوه کور د امريکا د بې پيلوټه هوايي بريد له امله پنځه تنه وژل شوي دي.يوه حکومتي چارواکي اکبرخان ځايي رسنيو ته په ورکړل شوو معلوماتو کې ويلي، چې دغه بې پيلوټه هوايي بريدنن سهار وختي د ميرانشاه لوېديځ لور ته په ١٨٠ کيلومترۍ کې د شوال تحصيل په شويي در سيمه کې پر يوه کور شوى دى.نوموړي زياته کړې، چې په دغه بريد کې پنځه تنه وژل شوي، خو د هغوى هويت يې نه دى په ډاګه کړى.هغه ويلي، چې په دې پېښه کې د وژل شوو شمېر ښايي تر دې هم زيات وي.