کور / کتابتون – اسلام او مذهب / د {روژې سوغات} لړۍ په ۳۰مي برخي سره بشپړه سوه

د {روژې سوغات} لړۍ په ۳۰مي برخي سره بشپړه سوه

"حضرت لقمان چی د بنی حسحاس مریی و ، هغه ورته وویل چی یوه بُزه حلاله کړه او د هغه تر ټولو ښه غوښی راته راوړه . هغه همداسی وکړه ، زړه او ژبه یې ورته راوړل .
څو ورځی وروسته د هغه څښتن بیا ورته وویل چی یوه بُزه حلاله کړه خو د هغې تر ټولو بدی او خرابی غوښی راته راوړه . لقمان یو ځل بیا هماغه زړه او ژبه ورته راوړل . بادار یې ورڅخه وپوښتل چی څو ورځی مخکی دې د بهترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړي وو ، خو نن دې بیا د بد ترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړل، دا ولی ؟
لقمان ورته وویل چی…" د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ !

 


د دې ځانګړي لړۍ پېژندنه :
نوم : د روژې سوغات
سرچینه : اخلاقي کنايې
تهیه کوونکی: ډاکټر نثار احمد صمد
کمپوز : خپله تهیه کوونکی
د ليکوال برېښنالیک : nsamad57@hotmail.com
انلاين چاري : مختار احمد احسان – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون

 


– د ۲۰۱۲ز کال د روژې سوغات د بشپړي لړۍ د ډاونلوډلپاره دلته کلیک وکړئ!
– د بشپړي لړۍ (PDF) وزن : 1.6 ایم بي (MB)

 


د ۲۰۱۲ز کال د"روژې سوغات" نومي لړۍ انلاین فهرست :

• ۱. د روژې لومړۍ تحفه: [قرآن مو څنګه ساتي؟] او [د مځکي دعوه]

• ۲. د روژې دوهمه تحفه : [چغلي ګر د باور وړ نه وی] او [لس خلک ، مګر یو سوال]

• ۳. د روژې درېیمه تحفه: [درې ډوله کسان د عذاب وړ دي] او [د شیطان مال التجاره]

• ۴. د روژې څلورمه تحفه : [د انسانیت تعریف] او [د رسول الله (ص) موسکا]

• ۵. د روژې پنځمه تحفه: [د ځواک انډول] او [د عقل زکات]

• ۶. د روژې شپږمه تحفه : [فرشته د مظلوم مرستندوی وی] او [مخکی له دې چی ناوخته سی]

• ۷. د روژې اوومه تحفه [شپږ ډوله کسان دوږخي دي] او [دغه او هغه اور]

• ۸. د روژې اتمه تحفه : [حسد اول حاسد زیانمن کوی] او [د روح او جسم دعوه]

• ۹. د روژې نهمه تحفه : [درې ایمانی عادتونه] او [که دا نه کیږی ، هغه وکړه]

• ۱۰. د روژې لسمه تحفه: [چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه] او [څه باید وکړو ؟]

• ۱۱. د روژې یوولسمه تحفه: [د الهی رحمت څخه محرومیت] او [پنځه پخې وجیزې]

• ۱۲. د روژې دوولسمه تحفه: [له حسده د خلاصون طریقه] او [د رسول الله (ص) نصیحت]

• ۱۳. د روژې دیارلسمه تحفه: [اووه پخې خبری] او [د طبیب الهی عشق]

• ۱۴. د روژې څوارلسمه تحفه: [د بدۍ په بدله کی سوغات] او [د مرګ آرزو]

• ۱۵. د روژې پنځلسمه تحفه: [د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی] او [رښتیا او درواغ]

• ۱۶. د روژې شپاړسمه تحفه: [د والدینو لس حقوق] او [پر والدینو د اولاد حقونه]

• ۱۷. د روژې اوولسمه تحفه: [لس ډوله انسانان جفاکاران دي] او [نفرت په محبت بدل سو]

• ۱۸. د روژې اتلسمه تحفه: [یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟] او [پام او خبردارﺉ]

• ۱۹. د روژې نولسمه تحفه: [د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی؟] او [په قیامت کی پنځه پوښتنی]

• ۲۰. د روژې شلمه تحفه: [د جنت ضمانت] او [مګر د عمر (رض) الله خو مو وینی]

• ۲۱. د روژې یوویشتمه تحفه: [انسان ته د مځکی خبردارﺉ] او [تظاهری او حقیقی ادعاګانی]

• ۲۲. د روژې دوه ویشتمه تحفه: [ګاونډی درې ډوله وی] او [د علم زوال او د جهالت خپرېدل]

• ۲۳. د روژې درویشتمه تحفه: [شیطان پنځه زامن لری] او [جنازه اېرلاینز]

• ۲۴. د روژې څلیرویشتمه تحفه: [د عرش سیوری د چا لپاره ؟] او [لمونځ او ننني مسلمانان]

• ۲۵. د روژې پنځه ویشتمه تحفه: [د قول او عمل اختلاف] او [هغوی چی لمونځ نه کوی]

• ۲۶. د روژې شپږویشتمه تحفه: [د توبه کونکې سره څه وکړو ؟] او [د اور ضد سپر]

• ۲۷. د روژې اووه ویشتمه تحفه: [د بې نمازه انسان سزا] او [مفلس څوک دی]

• ۲۸. د روژې اته ویشتمه تحفه: [د اسلام اصلی روح] او [توبه ګناه باالکل محوه کوی]

• ۲۹. د روژې نهه ویشتمه تحفه: [د ایمان دښمن] او [دعا ولی نه قبلیږی؟]

• ۳۰. د روژې دېرشمه تحفه دلته لاندي لوستلائ سئ !

 


د روژې وروستۍ ( دیرشمه ) تحفه: [زړه او ژبه څومره مهم دي] او [د نیک عملو او بد عملو عذاب]

ګرانو او متدینو دوستانو ، تاسو خو د دې تحفو دیرش برخی ولوستلې . خدای دی وکړی چی محتویاتو یې لږ یا ډیر ایمانی ، اخلاقی او اصلاحی اثر ښندلی وی . دا ټول مواد چی ۶۰ عنوانونه کېدل ، زما د ناچاپه اثر څخه ، چی ( اخلاقی کنایې ) نومیږی ، انتخاب سوي وو . دغه اثر ۴۴۴ دغسی آموزنده ، انتباهی ، تربیوي ، اصلاحی او اخلاقی عنوانونه او موضوعات لری . ډیرو دوستانو راڅخه غوښتي دي چی دغه اثر باید چاپ سی . نو دا دی اوس پر درنو مینه والو زیری کوم چی « اخلاقی کنایې » د چاپ لپاره چمتو کیږی او هیله من یم چی تر چاپ وروسته یې په مینه ولولئ ( او لوستنه یې ضروري بولم ) . نو دا هم د دې لړۍ وروستۍ برخه ( ن . صمد )

زړه او ژبه څومره مهم دي

حضرت لقمان چی د بنی حسحاس مریی و ، هغه ورته وویل چی یوه بُزه حلاله کړه او د هغه تر ټولو ښه غوښی راته راوړه . هغه همداسی وکړه ، زړه او ژبه یې ورته راوړل .
څو ورځی وروسته د هغه څښتن بیا ورته وویل چی یوه بُزه حلاله کړه خو د هغې تر ټولو بدی او خرابی غوښی راته راوړه . لقمان یو ځل بیا هماغه زړه او ژبه ورته راوړل . بادار یې ورڅخه وپوښتل چی څو ورځی مخکی دې د بهترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړي وو ، خو نن دې بیا د بد ترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړل، دا ولی ؟
لقمان ورته وویل چی صاحبه ، که همدا دوه شیان ښه وی نو په ټول بدن کی تر دې دوو ښه شیان نسته ، خو که همدا دوه شیان بد سي نو بیا په ټول وجود کی تر دې دوو بد شیان نسته ( تفسیر ابن کثیر ) .

هو ، حدیث دی چی « څوک خپله ژبه وساتی نو له عذابه خلاصون مومی » . د پخواني چین پاچا داسی ویلی دي : « تر هغه مهاله چی خبره می نه وی کړې نو مالک یې زه یم ، خو کله چی زما تر خولې راووزی نو هغه می مالِکه ده .» حضرت عیسی (ع) داسی ویلی دي : « مؤمن لږ خبری او زیات عمل کوی ، خو منافق ډیری خبری او لږ عمل کوی » . رسول الله (ص) ابو هریرة (رض) ته داسی وفرمایل : « ….. خورا لږ خانده ، ځکه چی ډیره خندا زړه وژنی . » حضرت عمر (رض) داسی فرمایلی دي : « د هر چا زړه چی مړ سی ، نو هغه ته د دوږخ اور لازم دی . » نبی کریم (ص) فرمایی چی « ښه خبره صدقه ده » . او رسول الله (ص) داسی فرمایی : « هر څوک چی پټه خوله وی نو خلاصون ( بری ) یې وګټئ » . څومره به ښه وی چی خپله ژبه د چټی بیان ، غیبت ، چغلیو ، اتهام ، پس ګویی ، پیغور ، درواغو او ښکنځلو څخه وساتو ؛ او زړه د ګناه له ارادې او سخت والی څخه وساتو چی پایله یې بری او سرلوړی دی ، انشاالله .

د نیک عملو او بد عملو عذاب

ابواللیث (رح) فرمایی چی الله تعالی یوشع بن نون (ع) ته وفرمایل چی زه ستا د قوم څلویښت زره نیکان او اتیا زره بد کاران هلاک او تباه کوم . یوشع بن نون (ع) عرض وکړ چی د بدعملو کسانو سزا مناسبه ده خو نیک عمله انسانانو څه خطا او ګناه کړې ده؟
الله تعالی ورته وفرمایل چی نیک عمله کسان بد عمله انسانان د بدیو څخه نه منع کوی ، دهغوی بد اعمال نه غندی بلکی د هغوی سره معاشرت او ملګرتیا کوی او خوراک او څښاک ورسره کوی . زما نافرماني په سترګو وینی لاکن بیا هم هیڅ اقدام نه کوی .

هو ، نن په رښتیا هم کټ مټ هماغه حالات بیا مسلط دي او عملاً ګورو چی هیڅ شی نه سمیږی او ښایی الله تعالی تش په نوم مسلمانانو ته نور عذابونه هم مقرر کړي وی . رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : « په هغه ذات می قسم چی زما ژوند یې په اختیار کی دی چی یا به خلک پر ښه کارونو امر کوﺉ او له بدو به یې راګرځوﺉ ، یا دا چی ژر به الله تعالی خپل عذاب درباندی نازل کړی . نو چی هر څونه دعاوی وکړﺉ الله به یې نه قبلوی» ( ترمذی ) .
خلیفه عمر بن عبدالعزیز (رح) داسی فرمایلی دي : « الهی عذاب د خواصو د بدعملیو او خرابکاریو څخه نه راځی ، بلکی که بد او ناوړه اعمال په خلکو کی عام سی او څوک هغوی منع نکړی نو عمومی عذاب راځی چی عوام او خواص په خپلو څپو کی ورسره اخلی . » ښه ، که موږ لیری او نږدې وګورو آیا نن باالکل همداسی نه ده؟ نو که څوک په اخلاص او صداقت سره په خپل ژوندانه کی د کتابُ الله او سنتِ رسوال الله روح داخل نکړی ، هر څه به داسی وی لکه همدا نن چی دي .

د لیکوال لنډ یاداښت

ګرانو دوستانو ، خدای دی وکړی چی ما او تاسو دغه دیرش ورځنی ملګرتوب په حقیقت او صداقت سره کړی وی . ما دا خپل ایمانی او وجدانی مسؤلیت باله چی څه مو زده وی یا راټولولی یې سو ، باید سره شریک یې کړو او حتی الوسع عمل په وکړو . نو ځکه می دا هر څه ستاسو په خدمت کی تقدیم کړل . ما ته هره ورځ د ګرانو او متدینو دوستانو ایمیلونه راتلل او په دعاوو سره یې نازولی یم ، الله دی ټول مؤفق او فایق ولری .

همدا راز « لر او بر » ، « نښتر » ، « بینوا » ، « دعوت » ، « صدای افغان » او « آزمون ملی » ته دې هم الله تعالی ستر اجر ورکړی چی دغه تحفې یې هره ورځ بېله ځنډه تاسو ته رسولې او په دې جاریه صدقه کی یې مخکښ رول ولوباوه . الله دی پر ټولو هغو لوستونکو باندی ورحمیږی چی دغه لړۍ یې په مینه او رغبت سره تعقیب کړې او د ژوند نصب العین یې ګرځولې وی . الله دې زموږ او ستاسی ټولی روژې ، تراویح ، دعاګانی ، لمونځونه ، عبادتونه ، تلاوتونه او ختمونه قبول او مقبول وګرځوی . مهربان خدای دی د ټولی نړۍ ، منجمله اسلامی نړۍ او افغانستان فعلی ناورین او مصیبتونه ختم ، دفع او رفع کړی او د همدغسی پاک آرمان په هیله د کوچني اختر مبارکي تقدیموم !

والسلام ؛ ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد (nsamad57@hotmail.com)

پای