کور / تازه خبرونه / ټولو ايتلافي ځواکونو ته د تيارسئ امر سوی دی

ټولو ايتلافي ځواکونو ته د تيارسئ امر سوی دی

د سي اين اين د يوه تازه راپور له مخي په افغانستان کي مېشتو ټولو ايتلافي ( برتانوي او امريکايي) ځواکونو ته په خپلو مرکزونو او بل هر ځای کي د شپې او د ورځي د تيارسئ امر سوئ دی . دوی ته ويل سويدي چي ۲۴ ساعته د خپلو ډکو وسلو سره ګوته پرماشه اوسي او په خپله شاوخوا کي افغان پوليس او دملي اردو سرتېرو لخوا د بريد مخنيوی ته تيار اوسي .
ايتلافي ځواکونو ته په تېرو څو مياشتو کي دافغان پوليسو او ملي اردو پوځيانو لخوا د پرله پسې مرګوني بريدونو وروسته د ۲۰۰۱ کال راهيسي په لومړي ځل د افغان پوليسو او ملی اردو ځواکونو پر وړاندي د تيارسئ امر سوئ دی . تر دې مخکي ايتلافي ځواکونه يوازي د طالبانو د نفوذ په سيمو کي د ډکو وسلو سره ګرځېدل .