کور / شعر / خدايه اختر راولې

خدايه اختر راولې

خدایه اختر راولې
ښه بختور راولې

یو ځلي بیا کلي ته
ښکلی دلبر راولې

د امن سولې سیوری
زموږ په سر راولې

چې د عمر په څیر وي
داسې رهبر راولې

ربه تیاره ژوند ته مو
ته روڼ سحر راولې

مینه زموږ تر منځه
په لرو او بر راولې
د «پسرلي» په شانې
ګل ګل بشر راولې
امین