کور / خبرتیا او پيغامونه / د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پيغام

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پيغام

د کمکي اختر د رارسېدو په مناسبت د حزب اسلامي افغانستان د مشر ګلبدين حکمتيار پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

گرانو هېوادوالو!

د ايمان او عزت سنگرونو مدافعينو!

وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، الله تعالى دي ستاسو روژې، لمونځونه، طاعات، عبادات او دعاگاني قبولي او د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره دي ستاسو نيكي هيلي ترسره كړي، د مؤمنو مجاهدينو سپېڅلي جهادونه او سرښندني دي قبولي او د شهيدانو وارثينو ته دي اجر او صبر ورکړي، الله تعالى دي زموږ دښمنان له لا زياتي ماتي او ذلت سره مخامخ كړي، او زموږ راتلونكي اخترونه دي په داسي حال كي راولي چي هېواد مو آزاد وي، ټول اشغالگر ځواكونه وتلي وي او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د افغان ولس د خوښي اسلامي حكومت قائم شوى وي. إن شاء الله دا ستره او سپېڅلې هيله به ترسره كېږي، امريكايان او انگرېزان به د خپلو روسي ملگرو په څېر زموږ له هېواده وځي او د شوروي اتحاد په برخليك به اخته كېږي، د دې نښي راڅرگنده شوې دي او إن شاء الله رارسېدا ئې لري نه ده. د دې ورځي د رارسېدو په هيله او لدې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:

· الحمد لله د روژې دا مياشت هم د تېرو په څېر له ډېرو بركتونو سره توأم وه، د سترو سترو برياوو او فتوحاتو زېري ئې له ځان سره درلودل، د دښمن د اعتراف له مخي سږ كال هره مياشت تر درې زره زيات بريدونه د دوى په ضد تر سره شوي او د روژې په دې مياشت كي د مجاهدينو پرله پسې بريدونه او د اشغالگرانو تلفات دومره زيات وو چي د اشغال په يولس كلن تېر تاريخ كي سابقه نه لري.

· بايد ډاډه وو چي د الله تعالى نصرت او د بشپړي فتحي ورځ رانږدې شوې، د كابل مفسد او كرغېړن امريكايي نظام شړېدلى، اشغالگران د جنگ له دوام او گټلو مأيوس شوي، ځاني او مالي تلفات ئې هغي كچي ته رسېدلي چي مزيد زغمل ئې ورته گران شوي، يوازي د امريكا جنگي لگښت هر كال يو سل شل مليارډ ډالرو ته لوړ شوى، آبله ورځ د امريكا د سنا يوه غړي وويل چي ما تر نن پوري لسو زرو هغو كورنيو ته تسليت ليكونه لېږلي چي خپل عزيزان ئې د افغانستان په بېهوده جگړي كي وژل شوي يا ټپيان شوي. سپينه ماڼۍ د خپل ولس تر جدي فشار لاندي ده او له افغانستانه د عاجل وتلو مطالبه ترې كوي، د خلکو دې پوښتني ته د منلو وړ ځواب نه لري چي موږ ولي هلته جنگيږو او تر ننه مو له دې جگړي له تابوتونو پرته بل څه ترلاسه كړي؟؛ دې اوږده جنگ امريكا او اروپا له سخت مالي او سياسي بحرانونو سره مخامخ كړي، هيڅ لاسته راوړنه نه لري، د زخمي مار په څېر هري خوا خوله اچوي، كله په كليو، كورونو، د خلكو د غم او ښادۍ په غونډو بمونه او راكټي وروي، كله په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، ښارونو او د خلكو د گڼه گوڼي په ځايونو كي چاودني كوي، كله د ښوونځيو نجوني مسموموي، كله د مخكنيو مجاهدينو هغه غړي ترور كوي چي اوس د دوى په څنگ كي ولاړ دي، هر لوري ته لاس غزوي او هر جنايت او ذليل او وحشيانه عمل ته ملا تړي خو هيڅ په لاس نه ورځي. زموږ مؤمن او هوښيار ولس ښه پوهېږي چي دا كارونه ټول د دښمن له لوري دي، چي يا ئې مخامخ په خپله كوي، يا ئې د كابل په امنيتي ځواكونو كي د خپلو جاسوسانو په لاس او يا ئې د مجاهدينو په ليكو كي د خپلو ذليلو مزدورانو په لاس. دا او دې ته ورته كارونه د سي آى اې په وينا او د ملي امنيت رياست (مار) له لوري ترسره كېږي.

· إن شاء الله اشغالگران به وځي، له وتلو پرته بله چاره نه لري، د دوى ذليلو ملگرو ته وايو: توبه وكړئ، خداى ته مخه كړئ، د خپل ملت غېږي ته راوگرځئ، خپله توره سابقه جبران كړئ، له خپل تندي د غلامۍ تور داغونه پاك كړئ، د اشغالگرانو لمن پرېږدئ، له دوى مه غواړئ چي نور هم پاته شي، دا هيله مو نه ترسره كېږي، تاسو به داسي پر ميدان يوازي پرېږدي لكه روسانو چي خپل كمونيست مزدوران پرېښودل، ستاسو برخليك به تر كمونيستانو هم ډېر بد وي، افغان ولس به دا ځل هغه غلطي نه تكراروي چي كمونيستانو ته د عفوي په اعلان سره ئې وكړه، دا ځل به له وطن پلورونكو سره داسي څه كوي چي د راتلونكو نسلونو لپاره د عبرت باعث شي.

· څوك چي گمان كوي اشغالگران به داسي امنيتي ځواك جوړ كړى شي چي د دوى له وتلو وروسته هېواد اداره كړي او د اشغالگرانو نيمگړى جنگي مأموريت بشپړ او مجاهدينو ته ماته وركړي، يا گمان كوي چي اشغالگران به وتوانېږي داسي مضبوط، ځواكمن او مقتدر حكومت جوړ كړي چي د دوى له وتلو وروسته دوام وكړي او د دوى گټي خوندي وساتي؛ دا كسان يقيناً چي سخت دوكه شوي، د ناټو له وتلو وروسته به د كابل لاس پوڅى حكومت او د پرديو په لاس روزل شوي امنيتي ځواكونه له همغه برخليك سره مخامخ كېږي چي د شوروي اتحاد په لاس تپل شوى حكومت او ذليل وطن پلورونكي كمونيستان ورسره مخامخ شول. هغه مفسد او لاس پوڅى نظام به څنگه دوام وكړي چي بانكونه ئې غارت كېږي، دولتي او شخصي زمكي د چارواكو له لوري غصب كېږي، چارواكي او كورنۍ ئې په مالي او اخلاقي فساد كي تر ستوني غرق دي، په ټولو فسادونو كي امريكايي جنرالان او د دوى غله افغان ملگري او چارواكي برابر شريك دي، دا مفسد نظام او مفسده اداره دوى پرافغانانو تپلي، دا مفسد چارواكي دوى د امريكا او اروپا له هوټلونو او كابارو راغونډ كړي افغانستان ته ئې راوړي او د اقتدار پر گدۍ ئې كښېنولي.

· دا يو څرگند حقيقت دئ چي صلح او امنيت يوازي هغه مهال راتلى شي او جگړه پاى ته رسېدى شي چي بهرني ځواكونه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي د بهرنيو لاسوهني متوقفي شي، افغانان پرېښودى شي چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، د خپلي خوښي نظام او د اعتماد وړ صالح مشران غوره كړي، څوك چي گمان كوي د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسېږي؛ سخته اشتباه كوي.

· افغانانو ته توصيه كوم چي په جهاد كي فعاله برخه واخلئ، په لاس، ژبه، قلم، او خپل مال سره د جهاد او مجاهدينو مرسته وكړئ، د هغو مجاهدينو درناوى وكړئ چي له اسلام د دفاع لپاره په سنگرونو كي ناست دي او په مېړانه د دښمن مقابله كوي، هغه څوك سپك او ذليل وگڼئ چي د جهاد او مجاهدينو د تأييد او ملگرتيا په ځاى د دوى په ضد او د اشغالگرانو په گټه تبليغات كوي.

· مجاهدينو ته توصيه كوم چي خپله ټوله توجه اصلي دښمن ته واړوئ. په نورو نښتو كي ځان مه مصروفوئ، كله چي د خپل ټوپك په شاجور كي مرمۍ اچوئ نو نيت او قصد مو بايد دا وي چي دا به يوازي د اصلي دښمن په سر او سينه كي تشوم، هغه كسان په خپلو ليكو كي مه پرېږدئ چي خلك ځوروي، اسلامي اخلاق نه لري، اسلامي اصول نه مراعاتوي، د مجاهدينو تر منځ اختلافات او لانجې راولاړوي، د مجاهدينو د يووالي مخه نيسي، دوى يا د دښمن له خوا گمارل شوي منافقين دي او يا هغه چي په لاشعوري توگه د دښمن په گټه كار كوي، هغه چا ته د يوه مجاهد په سترگه مه گورئ چي د اصلي دښمن د جنگي ځواك د ځپلو پر ځاى نوري موخي لري، له داسي چاودنو ډډه وكړئ چي عام ولس ته په كي زيان رسي، د دولت ملكي مامورين، ښوونكي، قاضيان، ملايان، انجنيران، ډاكټران، خبريالان او نور غير محارب كسان مه وژنئ، له خلكو په زور عشر او زكات مه اخلئ، عشر او زكات د اسلامي حكومت له لوري او له هغو خلكو اخيستل كېږي چي امنيت ئې اسلامي حكومت تأمينوي.

· د روغي جوړي په نامه د دښمن او د هغوى د دلالانو چيغو ته مه طمع ساتئ او مه دا د حل لار گڼئ، دوى دروغ وايي، د صلحي په دروغجنو شعارونو سره د خلكو د غولولو هڅه كوي، د حل يوازينۍ لار د جهاد ادامه او تر هغه خپله وسله پر زمكه نه اېښودل دي چي ټول بهرني ځواكونه په بشپړه توگه له افغانستانه ووځي. نه دښمن صلح غواړي او نه د دوى جنگ غوښتونكي لاس پوڅي. دوى د مجاهدينو په ليكو كي د داسي كسانو په لټه كي دي چي د دوى په څېر د څو ډالرو په بدل كي د خپل هېواد پلورلو او د ايمان او عزت سودا ته چمتو وي!! د صلح كاذب مدعيان د هغه منډيي دلالان دي چي ايمان او عزت په كي پلورل كېږي، چيغي ئې د خپل كميشن لپاره دي، په داسي حال كي چي امريکايان وايي تر 2014 وروسته به هم د دوى يو شمېر ځواكونه په افغانستان كي پاته وي، د دې موخي لپاره ئې په كندهار، بگرام، شينډنډ، لغمان، خوست او نورو سيمو كي لويي لويي اډې جوړي كړې، همدا اوس لگيا دي په کابل کي دومره ستر سفارت جوړوي چي د دوى تر بل هر سفارت به هم د مساحت له پلوه ستر وي او هم د پرسونل له پلوه، ۸۰۰ مليونه ډالر ئې ورته مختص كړي، د پرسونل شمېر به ئې تر ۱۰۰۰ زيات وي، او ساتنه به ئې د يوې بېلې وسله والي قطعې له لوري كېږي، آيا دا د جنگ او اشغال له دوام پرته بل تعبير لري؟ او آيا دا افغانانو ته د مقاومت له دوام پرته بل بديل او انتخاب پرېږدي؟ په دې صورت كي به د صلحي په نامه د هغو چيغو ارزښت څه وي چي له دغو كړيو اورېدل كېږي، هغه چي د امريكايانو له لوري گمارل شوي؟! همغه چي امريكايانو ته ئې پر افغانستان د بريد بلنه وركړې، او عملاً د امريكايانو تر قومندې لاندي له افغان ولس سره جنگېږي… له داسي څېرو به څنگه د صلحي په اړه د څه كولو طمع كوئ؟!! دښمن صلح نه بلكي د جنگ دوام غواړي.

· د اسلامي امت ټولو مجاهدينو ته مي توصيه دا ده چي حوصلې مضبوطي وساتي، د الله تعالى په حتمي نصرت ئې باور متزلزل نشي، د جهاد له دوام پرته د حل نورو نېمگړو لارو ته زړه ښه نه كړي، بايد ډاډه او مطمئن وي چي قدير خداى به د شيطان پر لښكرو دوى ته برى وركوي، صليبي ځواكونه به له ماتي سره مخامخ كېږي، ټيټ سر به خپلو ملكونو ته ستنېږي، له وتلو پرته بله چاره نه لري، هيڅوك دي دا گمان نه كوي چي د دغو ځواكونو له ماتي او وتلو پرته صلح راتلى شي او يا د دوى په لاس تپل شوو لاس پوڅو حكومتونو سره د تفاهم له لاري جگړه پاى ته رسېدى شي، څوك چي ځان په نورو ساتي او د خپل كور د دروازې كيلي ئې هم د پردي په لاس كي وي، د پرديو د جهازونو تر وزر لاندي د سپكاوي او ذلت له ژوند عار نه لري، په دې ئې د غيرت رگ نه خوځي چي هره ورځ د دغو ځواكونو په لاس د ده په لسگونو بې گناه وطنوال په وينو كي رغړي، په عزت او ناموس ئې تېرى كېږي، ډېر ساده انسان به له داسي چا سره د خبرو لېوال وي او له داسي خبرو به څه هيله لري!!

· غرب د اسلامي امت له راويښېدو وېرېدلى، دا ويښتيا او پايلي ئې د خپلو استعماري گټو لپاره ستر گواښ گڼي، د همدې لپاره ئې هغه عراق وځپلو چي د اسرائيلو په وړاندي ئې ستر گواښ گڼلو، په دريو برخو ئې د وېشلو هڅه كوي، سودان ئې د جگړي د ختمولو په بهانه ووېشلو خو جگړه لاروانه ده، ليبيا ئې وځپله او د تجزيې لپاره ئې هڅي كوي، په سوريه كي غواړي د ليبيا تجربه تكرار شي، پاکستان هدف گرځېدلى او غواړي د هند په مرسته او گټه دا هېواد تجزيه كړي، پر افغانستان او عراق د بريد او بيا د اشغال په لومړيو كي ئې د ايران د دريځ ستاينه كوله او د بن په غونډي كي ئې شريك كړ خو اوس ئې د اتمي وسلو جوړولو په تور تر گواښونو لاندي نيولى او بريد ته بهانه برابروي، په برما كي ئې د مسلمانانو عام وژنه پيل كړې.

· زموږ ملت پرديو ته د تسليمېدو پېغور نه مني، پر خپل ايمان، عزت او خپلواكۍ سودا نه كوي، تر غلامۍ عزتمن مرگ او د الله په لار كي شهادت سل ځله غوره گڼي، زموږ غيرتي ولس له هغه چا كركه لري چي پرديو ته ئې د ذلت سر ټيټ كړى، د غلامۍ كړۍ ئې په خپلي غاړي كي اچولې، له يرغلگرو سره ئې ملگرتيا كړې، هغوى ته ئې پر خپل هېواد د بريد بلنه وركړې، د هغوى تر قومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنگېدلى، زموږ ځلانده تاريخ تل داسي كرغېړني څېرې غندلې او زموږ ولس د هغوى څلي په ډبر ويشتلي.

· افغان ولس بايد مطمئن وي چي د دغه مبارك جهاد په نتيجه كي به إن شاء الله ټول بهرني ځواكونه زموږ له گران هېواده وځي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د دوى د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي.

· زه افغان ولس ته د اختر په ورځ دا پيام لرم چي د يوه عمومي ملي پاڅون وخت رارسېدلى، ځان او خپل هېواد له دې دردوونكي حالت وژغورئ، په يوه لڼد عمومي پاڅون سره كولى شئ هم بهرني ځواكونه له هېواد وتلو ته اړ كړئ، هم دا مفسد وطن پلورونكى ذليل حكومت نسكور او د شر او فساد ځواكونو ټغر ټول كړئ، هم د خپلي خوښي نظام رامنځته كړئ، صالح مشران غوره كړئ، او جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوئ، كه د مصر او تونس خلك دا كار كولى شي آيا سرلوړي افغانان چي په يوې پېړۍ كي ئې دريو استعماري ځواكونو ته ماته وركړه دا كار نشي كولى؟!! يقيناً چي له مؤمنو افغانانو سره همدا ښايي.

سرلوړي دي وي افغانان

بريالي دي وي مجاهدين

حكمتيار

افغانستان

د1391كال كمكى اختر