کور / شعر / آزادي

آزادي

آصف بهاند ۱۸/۰۸/۲۰۱۲

آزادي

آزادي تـــــرپادشــاهیـــه لاتیری کــــا

چې دبل ترحکم لاندې شي زندان شي

(خوشال خان خټک)

دغه آزاد شعرمې د ۱۳۷۳ کال داسد په اته ویشتمه دآزادۍ دورځې په مناسبت لیکلی واوله ماسکونه په خپریدونکې ورځپاڼې (هندوکش) کې خپورشوی و،دا دی همدا شعرپه همدې ورځ یوځل بیا:

آزادي

څه؟

څه دې ووې؟

آزادي!

آزاد له څه شي؟

آزاد له هرڅه

خو،

موږه بندي وو

لکه تل

اوبندي یولکه اوس

اوبندي به اوسو

موږته وطن کله تیاره شو،لکه کفر

چې تیاروکې مخ په ښکته لاړو

اوکله روڼ شوداسلام په نامه

چې رڼایي یې

زموږله سترګوڅخه

رڼایي واخستله،

اوس دړندوپه شانې

دلته اوهلته دکفرو وطن کې

دآزادۍ په نامه

کله خندا دلیونوپه شانې

کله ژړا دیتیمانوپه څیر