کور / شعر / خـوږ الهام

خـوږ الهام

دنيكمرغه كمكي اختر (كوجنې) اخترمبآركي تاسو ټولو ته دزړه له كومي وايم

اخــتـره! محـبـتــه يې نفــــر تـــو نه رانه يو سه

دكين اوبغض نه ډك دغه تور زړونه رانه يو سه

ته راوړه ووړ اختره ستر خپلواك بهاروطن ته

غربي طـــوفان راوستي خـــزانونه رانه يو سه

اختره ! خـوږ ملــهـم شه په مظلـــومــو پر هـر نو

دوخـــت دناكــــردو ســوي آهـــونه رانه يـوسه

ته ورځ يې دخوښيوتل په درست كال كي اختره!

اې ګوره ! تش لاړ نه شې ټول غمونه رانه يوسه

ته هم دين ته خادم سه دغازي په څير اخـتره

بې دينه يرغلګـــر غــاصب فوځو نه رانه يوسه

همـدرد سه دمردانو پاك الله ته داسي سوال كړه

مرګي ته دنامــــردو قطــــارونه رانه يـــو سه

اختره ! ژوند مو خوښ دى دالله ترحكم لاندي

سپېڅلى انقلاب سه زور واكونه رانه يو سه

اختره ! ستا راتګ يوخو ږ الهام دى د مسكا وو

په تګ دي هــم سلګۍ او هــم ويرونه رانه يو سه

2012/8 18سيداحسان الله الهام