کور / تازه خبرونه / دسپین بولدک  دامنیه قوماندن له دندي څخه ګوښه شو.

دسپین بولدک  دامنیه قوماندن له دندي څخه ګوښه شو.

دکندهار ولایت امنیتي چارواکوددغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال ګل محمد په دنده کي د بې پروایۍ له کبله له دندې څخه ګوښه کړی دی .
ددي ولایت چارواکو دغه ګام له هغې وروسته پورته کړ چې د یکشنبې په ورځ (د۲۰۱۲ داګست په۱۹نیټه) د سپين بولدک ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې یوسړی چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې یو بهرنی یئ په ډزو وواژه او دوه نوریې ژوبل کړل چې یو یې افغان ژباړن و. وروسته دبهرنیو سرتیرو په ډزو کي یو افغان سر تیری هم ووژل شو.
له دندې څخه ګوښه شوی امنیه قومندان له دې نه وړاندې د تخته پول ولسوالۍ امنيه قومندان وو، او له څه باندې يوه کال راهيسې يې د سپين بولدک په ولسوالي کې دنده تر سره کوله.
دکندهارد والي ویاند جاوید فیصل وایي چې پولیس به له ګوښه شوي قومندان څخه د وروستۍ پېښې په اړه نورې پوښتنې اوګروېږنې وکړي.د نوموړي په خبره که چېرته هغه پړوګڼل شي دپوځي قانون پراساس به ورته سزا ورکړل شی.
په دې وروستيو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر بهرنيو سرتېرو د افغان سرتېرو وسله وال بريدونه زيات شوي دی، خو دا لومړى ځل دى چې د دغسې يوې پېښې په تړاو يو افغان امنيتي چارواکى له دندې څخه ګوښه کېږي.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيله د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ۳۰ دا ډول بريدونو له امله ۴۰ بهرني سرتېري وژل شوي دي چه زیاتره يې امريکايي سر تیری دي.