بامیان:د نيوزېلنډ سرتیري به ژر له افغانستانه ووزي
59
د بامیانو ولایت دکهمرد په ولسوالي کي ددریو نیوزیلاندي سرتیرو وژنه دهغه هیواد د فوځي قواوو د وتلو لړۍ نوره هم چټکه کړه. درویتر دخبری آژانس په حواله دهغه هیواد صدراعظم( جان کی) خبرورکړیدی، چه د نیو زیلاند سرتیری به دراتلونکي کال د مي د میاشتي ترپایه دشپږو میاشتو په موده کي خپل ټول سرتیري دافغانستان څخه وباسې. هغه وویل چه دسرتیرووتل به څومرحلي ونیسي اوغواړي چه ځوانان او پیغلې یی ژر د خپل اصلی وخت څخه مخکي خپل وطن ته راشي.
دا په داسي حال کي ده چه دوی ورځې مخکي ددغه ولایت د کهمرد په ولسوالي کي دنیوزیلاند دسرتیرو پرکاروان باندی بمي چاودنه وشوه اودری نیو زیلاندی سرتیري چه یوه ښځه وه ځای پر ځای ووژل شول.
نیوزیلاند دبامیانو په ولایت کي۱۴۵ سر تیري لري چه ددغه ولایت په امنیتي چارو کي ونډه اخلي. دنیوزیلاند دفوځي شتون له پیله بیا تر اوسه پوري په افغانستان کي۷ تنه سر تیري وژل شوی دي.
دبامیان ولایت دافغانستان دآرامو ولایتو څخه ګڼل کیږی. ولي ځایی چارواکي بیا وایی چي ددغو نا امنیولامل دمخا لفونو په ډلوپوري تړلي هغه ورانکاري ډلې ټپلې دي کوم چه دګاونډیو ولایتونو څخه یی نشئت کړی دئ.