کور / شعر / افغان زلميه

افغان زلميه

ځوان افغان زلمیه پروت لـمبوکي د سره اور یمه

ســـوځم لولـپــه شـــوم د بابا دي کلی کــــور یمه

۰۰۰۰۰۰

پام تاریخ ته وکړه وطني ویاړ حـــماسوکي دی

پلار نیکه غـــیرت یي خپل دتوروازانګوکې دی

نوم یې لوړ اوچت په افغاني جګو شمـلوکې دی

ستا په لوړهمت به ستاپه لاس کي زه سمسوریمه

۰۰۰۰۰۰۰۰

زما ښکلي درې دتــورو شرنګ کښي ترانې لري

ټـــول افغاني وړونه خــــپل د میني افسانې لري

هرځای سره غــمیان وه په یووالي کي کیسې لري

نـن په نا عــــلاجه رنځ اخته وینـــوکي بــور یمه

۰۰۰۰۰۰۰۰

ورشه په نـــــړۍ کي وطنپال احسا سات وګـوره

ځـــوان نسل اګاه کړه د پایښت امکــانات وګوره

لـــوړعلم په زده کړه د پیشرفت جذبات وګـــوره

لاس له جنګه واخله دردیدلی کــــــور په کور یمه

۰۰۰۰۰۰۰۰

تیرشی ترنفــــاق د اتحــــاد ږغـــونه پــورته کړی

نوي مفکورې مـــود سمون لاروکوڅو تــــه کړی

نــوي ډیـــوې بلي دپـــوهني نـندارو تـــه کـــــړی

بــــل راته څراغ کړه ستا دغبرګو سترګو تور یمه

۰۰۰۰۰۰۰

تــورغـــلیمان ګوره شاوخوا مي راټــول شوي دي

غواړي ما ویجاړکړي ستردښمن د کهول شوي دي

ګــوري امانزی چي د نــامردو پـه رول شـوي دي

ښکــلی باغ د ګـــلوهرافغـــان تــه جنت نــور یـمه

امانزی ناروي ۲۰اپریل ۲۰۱۱