کور / شعر / اختر به څنګه اخترشی

اختر به څنګه اخترشی

اختر به څنګه ښه اخترشي
دروژی دمیاشتي وروسته تل اخترشي = کلي کورکي خو شالي ښار بختور شي
چه اولس مي نن دلوږې نه مړ کیږي = دا اختر به زما پر کور څنګه اختر شي
په جګړوکي سری لمبي دي اولس سوځي = په چادونو د افغان انسان محشر شي
د افغان کورته به څنګه سوله راشي = چه چارواکي له وجدانه لاس په سرشي
خپله خاوره مي د بل دهوس ښکارشوه = ورورد وروره پلار دزویه مرور شي
دازموږاولس به څنګه مخته ولاړشي = چه پاچا او وزیران یی واړه میلیونر شي
دپوښتنې وخت به راشی انتظارکاږه نورزیه = ظالمان به یو کله محکمي ته برابرشي
ولی محمد نورزی ۱۹ اګست ۲۰۱۲