کور / تازه خبرونه / دکوهاټ په افغان کډوالو بريښنا بنده شوې

دکوهاټ په افغان کډوالو بريښنا بنده شوې

کوهاټ : کوهاټ کې په اول ، دوريم او دريم نمبر افغان کډوالو کيمپونو د کوهاټ دځايي حکومت لخوا د بريښنا رياست بريښنا بنده کړې افغان کډوالو ويلي دي چې دې کډوالو ته دبريښنا نرخ دزياتوالى خبر ورکړل شويدى راپور زياتوي چې دکډوالو دکيمپ مشرانو دځايي حکومت او بريښنارياست سره اړيکي نيولې خو د بريښنا رياست ورته ويلى که د يونټ په سر ديريش روپۍ ومنئ بريښنا بۀ درته پريښودل شي د يادونې وړ ده چې د پېښور شاوخوا کيمپونو ته همدارنګه دبريښنا رياست خبر ورکړى و چې په نتيجه کې يې دکډوالو په کيمپونو شل روپۍ يونټ ومنل شو حال دا چې عادي بريښنا پنځه روپۍ يونټ نرخ ټاکل شويدى .