کندهار والي ته د آيساف نوى مرستيال ور وپېژندل سو
عطاالله محمدي
په سهېل کي د ايساف قومندانۍ نوى معاون کندهار والي ته ور وپېژندل سو
کندهار افغانستان- په سهيل کي د ايساف د ګډي قومندانۍ د همکارۍ د برخي اوسني مرستيال بريد جنرال مک ګواير خپل نوى ځايناستى بريد جنرال وايټ کندهار والي ته ور وپېژندى.
په همدې ارتباط ياد دوه تنه جنرالان او د کندهار د ولايتي بيا روغوني ټيم نوى مشر ولايت مقام ته راغلي ول او دلته يې له کندهار والي او د ولايت مقام له مرستيال سره وکتل.
هغه د همکارۍ په برخه کي د ايساف قومندانۍ نوي مرستيال ته په ور سپارل سوو کارونو او دندو کي د برياليتونو هيله وکړه او زياته يې کړه چي ولايتي اداره به د نور مرستيال سره هم د تېر په څېر مرسته او همکاري کوي.
والي هيله وښووله چي د ايساف قومندانۍ نوى مرستيال به د پرمختيايي کارونو او چارو په برخه کي نوري هڅي هم وکړي او د ولايتي ادارې د اولويتونو سره سم به چارو ته دوام ورکړي.
په ننۍ ليدنه کي کندهار والي د ايساف له جنرالانو سره د ميوند ولسوالۍ د سرکاري کارېز په اړه هم بحث وکړى او وويل سول چي اړوندو دولتي ادارو سره بايد په ګډه د کمپ د سپارلو کارونه بشپړ سي.
په دغه ليدنه کي همداراز په عمومي توګه د ولايت د امنيت، حکومتدارۍ او پرمختايي چارو په اړه بحث وسو او د ولايت په سطحه په درې سره برخو کي سوي پرمختګونه او لاسته راوړني د قدر وړ وبلل سوې.