افغان عسکر درې اسټرالوي پوځیان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | اگست 30th, 2012


رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی پرون په اروزګان ولایت کی یو افغان عسکر پر اسټرالوي پوځیانو ضربه وکړه چی له امله یې درې اسټرالیایی پوځیان ووژل .
خبر وایی چی په روان کال کی د افغان امنیتی ځواکونو لخوا پر بهرنیو پوځیانو ۳۴ دغسی حملې سوي چی ۴۵ بهرني پوځیان یې وژلي دي او د دغو څخه ۱۵ یې یوازی په روانه میاشت کی له منځه وړی دي . خبر زیاتوی چی دا ډیره سخته ضربه او خطرناکه نقشه ده چی مخنیوی یې مشکل ښکاری .

Copyright Larawbar 2007-2024