غزني:دکلیوال ادبې ملګرو د مشاعرې حال
په غزني کي د کلیوال ادبې ملګرو ټولنې خپله میاشتنۍ غونډه تیره ورځ دروانې میاشتې په اومه نیټه د سې شنبې په ورځ سرته ورسوله .
په یاده غونډه کې دغزني برسیره له کابل، میدان وردګو، پکتیکا او زابل څخه لیکوالو او شاعرانو ګډون کړی وو.
غونډه په سېمیز وخت دماسپښین په دری بجې دغزني په قادري هوټل کې داستاد محمد حنیف له لورې دقران کریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل او دماښام تر اوو بجو يې دوام وکړ.
دغونډې مشرې غني خان غالب کوله او ميلمانه يي له کابل څخه راغلی شاعر او لیکوال همیم جلالزی، شاعر او تکړه طنز لیکونکی انجینیرعبدالهاشم ناصري او له زابل څخه راغلی شاعر او لیکوال شهزاده عاصم وو.
په پیل کې د غونډي مشر غالب میلمنو ته ښه راغلاست وویل او ورڅخه یې مننه وکړه چي تل يي ورسره په داسي غونډو کې ګډون کړی او دوی يې یواځي نه دي پرې ایښي.
ورسته مشاعره پیل شوه او دغزني دشاعرانو په ګډون دولایتونو څخه راغلو شاعرانو پکې خپل شعرونه ګډون والو ته واورول.
په غونډه کې په لسګونو شاعرانو ګډون کړی وو له هغې جملې څخه سیدشاه سقیم، ډاکټر ذلال، نبی الله امیل، داد محمد ناوک او داسي نورو.
له مشاعري وروسته په خپل وارسره میلمنو په غزنې کې د روانو غونډو ادبې ناستو او فرهنګې کارونو ارزونه وکړه .
دوی په غزنې کې په دې ورستیو کې فرهنګې کارونه او هلې ځلې د پام وړ وګڼلې او دهر راز مرستې ژمنه يې وکړه.
همیم جلالزي په خپلو خبرو کې دغزني په ادبې او فرهنګې چارو دخبرو ترڅنګ دکلیوال ادبې ملګرو دهڅو ستاینه وکړه، جلالزي وویل په غزني کې دا هڅي مخکې بیخي په نشت حساب وې ده زیاته کړه له غزني دباندي داسي فکر کیږي چې غزنی اوس هم دغزنوي دربار ده خو داسي نه ده ښاغلي همیم دداسي ادبې غونډو او فرهنګې هلو ځلو په دوام ټینګار وکړ.
له همیم جلالزي ورسته اینجینر عبدالهاشم ناصري او اینجینر شهزاده عاصیم هم ورته خبري وکړې او دکلیوال ادبي ملګرو دټولني سره يې دهر اړخیزو مرستو ژمنه وکړه.
دغونډې په پای کې ځیني ادبې شخصیتونو چې دادب په ډګر کې يې نه ستړیکیدونکې هلې ځلي کړي دکلیوال ادبې ملګرو له لوري په ستاینلیکونو وستایل شول.
غونډه دوحید الله جمعه زاده له لوري ددعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.
دیادوني وړ ده چې دیادي مشاعرې ویاندويې جمیل وقار او رحمت الله مرجانخیل کوله.