کور / هراړخیز / دبي بي سي پښتون دښمنه کار

دبي بي سي پښتون دښمنه کار

د لوېديځ تر نورو جنګونو پوري د افغانستان په جنګ کي يوه اسانه او ارزانه لار د دوی لپاره په افغانستان کي دنه مسلکي خبريالانو نستوالی و. ديرغل دهمغه لومړۍ ورځي راهيسي دلوېديځ خبريالانو چي څه يې زړه غوښتل هغه يې وليکل چي زړه غوښتل تور يې سپين او سپين يې تور کړل.
دغه خبريالانو ځينو په خپله خوله منل چي په سر کي د ولسي وګړو دمرګ ژوبلي په باره کي راپورونه جوړ نه کړي.
ما که څه هم د يرغل په لومړي کال په افغانستان کي ديرغلګرو په پروپاګنډه رسنيو کي کار پیل کړی و. خو په نيويارک کي مي د ميلادي کال دوه زره اتم له پيله د بي بي سره کار پيل کړ. دا چي بي بي سي په خپله د انګرېزانو راډيو ده او انګرېز سرکار د افغانستان په يرغل کي بشپړه ونډه درلوده او تر اوسه يې دپښتنو په وينو زړه نه سړيږي. نو دبي بي سره دکار په بهير کي دا خبره ښه ترا راته جوته سوه چي ديرغلګر هيواد ددې راډيو دبې پلوۍ لارښود مازي د تېر ايستلو او ختا ايستلو دپاره دی.
ددې راډيو دټولو ژبو خپروني په تېره دپښتو خپرونو مقصد دا دی چي څنګه په کابل کي دګوډاګي غل او پښتون دښمنه قاتل رژيم ظلمونه چي ديرغلګرو په زور دکابل پر ګدۍ ناست دی توجه کړي. بي بي سي لکه نوري لوېديځي خپروني دکرزي ګوډاګي رژيم ته ديو مشروع او روا او استازي حکومت په سترګه ګوري.
ما که هرڅونه زور واهه چي په بي بي سي کي کار پرمخ بوزم خو په زوره اړکړل سوم چي بايد دکابل دګوډاګي رژيم ملاتړ وکړم او د مقاومت کړه وړه په ناوړه ډول په ليکنه کي وځلوم. دغه يې سبب و ،چي ماته نور په بي بي سي کي کار خوند نه راکاوه او نه هم زما د راپورونو د ليک ډول دبي بي سيانو خوښېده ، په داسي حال کي چي خپله ګڼ شمېر عام انګرېزان او امريکايان افغانستان اشغال سوی او خپل لښکر يرغلګر بولي.

زما څخه شخصا يو شمېر امريکايي روشنفکرانو د افغانستان د اشغال اود پښتنو دټولوژني بخښنه غوښتې ده. خو بي بي سي په افغانستان کي ديرغلګروپوځي، سياسي،کلتوري او مذهبي يرغل ته شريله برابروي او دکرزي يويو جرم په يو ډول د ډولو توجه کوي او پر ده پر اچوي.
اوسنۍ دملي پاڅون ډرامه بي بي سي ته ديرغلګرو له خوا ورسپارل سوې هغه پروژه ده چي غواړي په هيواد کي دپښتنو باالقوه او باالفعله نه ماتېدونکی مقاومت چي غربيان يې د وسلوالو طالبانو په نامه يادوي دماتولو لپاره تبليغ کړي. پر سر ددې چي دمقاومت مشرتابه يا طالبان نه ځان پښتانه بولي او نه دپښتنو په نامه او نه هم دپښتنو په ګټه جنګيږي. خو دا واقعيت دی چي د افغان ملت لوی اکثريت دخپلي ازادۍ په ننګ را پاڅېدلی .
وينه دپښتنو بهيږي. دغه يې سبب دی چي لوېديځوال اوس پوه سوی چي دټولو پښتنو سره يې نه سي مالومولای او دکړو وړو څخه يې مالوميږي چي يو وخت خامخا دمقاومت سره خبري کوي.

غواړم يوه کيسه له پښتنو سره شريکه کړم هغه دا چي بي بي سي څنګه په افغانستان کي دعيسوي مبليغينو پر کارونو پرده اچوي.
دمني سر او د ژمي نيمايي د نيويارک په ښارکي دسوداګريزو شرکتونو دمېلمستياو او چړچو شپې وي.
که څوک په رسنيوکي کار ولري بيا خو نو وغواړه ساتېرئ.
دکال په دغه شپو کي دملګرو ملتونو د دايمي استازو د دفترونو مېلمستياوي تمام نه لري. دې مېلسمتاو ته څوک د ډوډۍ، څوک دخومار، څوک دسترګو غړولو او څوک هم دکار ميندلو په نيت ورځي او هرڅوک خپل يو مراد پکښي لري. اصلي خبره دا ده چي دخبريالانو لپاره دا ټوله وړيا وي او ټکيټ نه لري. خو دنيويارک ډپلوماټيکي کړۍ هم خپل په مراد رسيږي. دايمي استازي هم خپل پټ او ښکاره اشنايان ويني او نوي خبري اوري، په تېره بيا چي دملګرو ملتونو دکلنۍ غونډي چي هر سپټامبر جوړيږي په نيويارک کي د ډېرو استازو او نړيوالو مشرانو ليده کاته کيږي او تازه پای ته رسېدلې وي نو ډېري خبري تاو بالا کيږي.نوي اشنايان او اشناياني ميندل کيږي هغه دچا خبره هم ددغه ډول مېلمستياو څخه دخورما او ثواب کار اخيستل کيږي.

د ميلادي دوه زره لسم کال دژمي شپې ا ودفبرورۍ شپاړسمه وه. يوې امريکايي ښځي د اينټرنيټ له لاري دبلني پېغام رواستاوه چي د افغانستان دپرمختياو په باره کي يوه غونډه او مېلمستا جوړېدونکې ده.
دکال دغه ډول مېلسمتياوي خو زه بېله هغه نه ناغه کوم خو دا چي د افغانستان نوم ورسره ياد سوی و نو مي لا مينه ورسره پيدا سوه.
پر ټاکلې نېټه د فبرورۍ پر اتلسمه ټاکلي ځای ته چي دملګرو ملتونو پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه پروت ځای و يوڅه ناوخته ورغلم چي غونډه پيل سوې وه. زه د غونډي په وره کي ودرېدم او خبرو مي ته مي غوږ ونيو. خو دا غونډه لکه څنګه چي يې ما هيله درلوده هغسي نه وه.
دا غونډه په حقيقت کي دهغه ټولني له خوا جوړه سوې وه چي په ملګرو ملتونو کي د دايمي استازو او د دوی کورنيو ته دعيسويت دين تبليغوي. خو په دې غونډه کي په افغانستان کي د هغو اينجوګانو استازي راغلي ول چي په افغانستان کي عيسويت تبليغوي.
هغسي خو په افغانستان کي لوی او کوچنی په دې پوهيږي او دا کومه دپټي خبره نه ده. خو په افغانستان کي د عيسويت دتبليغ خبره اکثره اينجوګاني په ظاهره نه مني او دا کار اکثره په پټه کوي.
په دې غونډه کي دغو عيسوي مبليغينو په ښکاره دخپلو پرمختيايي کارونو اصلي مقصد په افغانستان کي دعيسويت تبليغ باله او دا خبره يې هيڅ نه پټوله. دغه کسانو اکثره ډېر سر دپښتنو له سيمي ټکاوه. تر ټولو ډېره خوښي يې د افغانستان له شماله او لږکيو کوله چي هلته د دوی فعاليتونه ښه بې خاره روان دي.
په دې ترڅ کي په ملګرو ملتونو کي د دوی په قول د افغانستان د دايمي استازي ظاهر طنين مرستيال محمد ولي نعيمي دخبرو لپاره سټېج ته راوبلل سو او د ظاهر طنين پېغام يې ولوست چي د افغانستان په ودانۍ کي يې دلوېديځ يا هغه دچا خبره دنړيوالي ټولني کارونه وستايل.
ځکه چي ما له محمد ولي نعيمي سره مخکي هم سلام عليک درلود نو يوه ورځ يې دنيويارک دباميانو په رستورانت کي چي د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته ډېر نيژدې پروت دی بلنه راکړه. له خبرو څخه يې راته جوته سوه چي ښاغلی محمد ولي نعيمي دهغو افغان روشنفکرانو په نظر دی چي که دا خبره واوري په پښتنو کي اوس هم داسي کسان سته چي دخپلو ملي ګټو او خپل ټاټوبي ګران افغانستان سره مينه لري نو ټوکه ورته ښکاري او ساده سړی يې بولي. زه يې پړ ځکه نه بولم چي زموږ اکثره روشنفکران په دې نظر دی ځکه چي دڅو لسيزو راهيسي دبېلابېلو هيوادونو ځيره خوريو اوتالۍ څټلو دپښتنو پر روحياتو ډېره ناوړه اغېزه کړې ده. هغه دچا خبره چي ګامېښي ته يې ګل ونيو او هغې وخوړ.
زه دې خبري يوڅه ځکه وخندولم چي ښاغلی محمد ولي نعيمي ځان خورا پياوړي او مسلمان ډپلوماټ بولي.
ډېر ګړی پر پښو ولاړ وم وروسته مي پښې وچي سوې نو د دروازې سره پر څوکۍ کښېناستم.
ماته دا پېښه ډېره عجبه وه. دغونډي په ترڅ کي مي له هغه امريکايي ښځي څخه چي ماته يې ددغه غونډي بلنه رالېږلې وه پوښتنه وکړه چي هغې زما اينټرنيټي پته له کومي کړه. ځکه چي ما دا ښځه نه پېژندله راته يې وويل چي زموږ يوه افغانه ملګرې نورجهان اکبرچي دپنسلوانيا په ايالت کي زده کړه کوي هغې راته ستاسي پته راکړه ځکه چي تاسي افغان ياست او په رسنيو کي کار کوئ.
دلته پوه سوم ځکه چي له پنسلوانيا څخه ما له نورجهان اکبر سره يوه ټليفوني مرکه څه موده مخکي کړې وه.
وروسته خو بيا خبر سوم چي يوه له هغو افراطي او سرټمبه تش په نامه روشنفکرانو له ډلي څخه ده چي په افغانستان کي د ډموکراسۍ او په بله وينا د لوېديځ د ارزښتونو د تحقق لپاره په پيسو کار کوي. خو دا اکثره هغه کسان دي چي دپښتنواو د دوی له ژبي سره ډېر سخت تعصب لري. ژر مي دبي بي سي دپښتو خپروني لپاره راپور جوړ کړ او د سهارنۍ خپروني لپاره مي لندن ته واستاوه. خو کله چي مي خپل راپور واورېد. زما د راپوره ټوله هغه خبري چي په افغانستان کي ددغه عيسوي مبلغينو دکار او د دوی د اعترافاتو په باره کي وې. ټوله ايډيټ سوي وې. يوازي هغه خبري په راپور کي پاته وې چي هغه ددغه ټولنو دپرمختيايي کارونو په باره کي وې. په داسي حال کي چي ددغه غونډي او زما د راپور اصلي ټکي په افغانستان کي دعيسوي مبلغينو فعاليتونه ول او پرمختيايي کارونه يې يوازي د يوه اړخ مالومات ول.
لوستونکي دلته پوهيږي چي ولي دبي بي سي پښتو څانګي دا سي وکړل. ځکه چي بي بي سي غواړي چي په دې کار سره په افغانستان کي دمذهبي يرغل په وړاندي دپښتنو حساسيت راونه پاروي.
نور بيا