له كابله تر ټكسلا
دچين نامتو تاريخ پوه هيون تيسنګ داومى ميلادي پيړۍ په دريمه لسيزه كې له [ليانګ چو ] نه سمرقند ته ورسيد بيا دافغانستان خلم،بلخ ، باميان ، كاپيسا ، كابل ، لغمان،
ننګرهار ، پيښور ، ټكسلا اود ګندهارا نورې سيمې يو دبل پسې ولټولې او بيا تر هنده
پورى لاړ . نوموړى دافغانستان په ځينو سيمو كښې ښه ګرزيد لى او ځينى يادوني يئ د
استا ينى وړدى د بيلګى په توګه [ او o ، پو po، كين kien، ] په نامه
يوه سيمه يې دبنو او غزنى ترمنځ په ګته كړه چې دغه سيمه ځينې لرغون پو هانو د
[روه] په نوم هم بللى ده .
ګندهارا دافغانستان هغه ولايت وو چې ختيځ پلو ته داباسين سره ،لوديځ ته دهندوكش
دغرونو لړى ، جنوب ته دپاختيا او زابل سره ، اوشمال ته بلور[ چترال،نورستان،اود
كاپيسا او پروان ځينى سيمې ] سره نښتى وْ چې مونږه دلته په لنډ ه توګه دځينو سيمو
يادونه كوو:
1..ټكسلا : دګندهارا دمهمو سيمو په لړ كى يو هم ټكسلا ده چې اوږد تاريخ لري اودسيند
درود اودهغه دمرستيال جيلم [لرغونۍ و يټا سټا sta vita ] او يونانى هيډاسپس
[hydaspes ] ترمنځ پرته ده ددې سيمې جنوب ختيځ ته دمارګلى غر پروت دى چې
ټكسلا داوسني اسلام اباد څخه بيلوي . دنن نه سوونه كاله پخوا دلته ډير پښتانه ميشت ووُ او ځينې به دغريبي له وجې هندوستان ته تلل او دا لنډى دهغه وخت نه راپاتى ده
چې يو ټاكلى زمان او مكان را په ګوته كوي :
تر مارګلې به درسره يم ___ په هندوستان كې دپه خداى سپارم مينه .
هغه وخت چې دسكندر ځواكونه له هندو كش نه تير شول نو له باګرمه تر باګرم پورې د
خلكو له مقاومت سره مخامخ شو او ديرې ستونزې يې وګا للې خو كله چې له[ مينكا يا ]
نه تير شو او بيا يې دټكسلا د پاچا [ امپي ambhi ] سره وليدل نو پرته له جګړې
نه هندوستان ته ورسيد
2 .. كابل: له ټكسلا سر بيره دګندهارا يو بل مهم ښار كابل وو چې بابر پخپل توزوك كې دكابل څلور خواوې داسى را پيژنې ، ختيځ تهْ لمغانونه [ لغمان ] اوپرشاور [پيشور]
وكا شغر او دهندوستان ځينې سيمې لويديځ تهْ غرونه [ چې غور هم پكښىشامل دى ]
شمال تهْ يې كندوز او اندراب دى ( د هندوكش دغرونو لړى يې په منځ كي دې )جنوب
تهْ فرمل، تغر، اوبنو واقع دي همدا ډول په اوستا كې د شپاړسو ولا ياتو په لړكې دكابل
يادونه هم د ( واى ګرت) په نامه شوى ده . دهخا منشيا نو په زمانه كې ګنداريان د( دنداري) په نامه په كابل كې استوګن وو اوكابل دسكندر په زمانه كې دنړۍ دپر مختللو
ښارونو څخه يو وو ځنې فرانسوي څيړونكو پخپلو څرګندونو كې ويلي دې چې لومړى
ګندهاري څانګه دكونړ ، كابل اوسند دسيند نو تر منځ ځمكو كې پرته وه . كله چې ګندهاريان دګندهارا په شمالى سيمو كې خواره شول ددي سيمو پخواني اوسيدونكي پښتانه يې په شا وتمبول جې دګندهارا په شمالى سيمو كې له پخوا اباد وو چې بيا د
لمپا كا ، تګاو ، نجراو، سيمو ته وكوچيدل .
3 ..دګندهارا اوښتى نوم كندهار : همداراز ويل كيږى دزيږدې ( ميلادى) پيړۍ په
لومړيو كلونو كې ګندهاريانو دهلمند او ارغنداب پراخو سيمو ته مخه كړه او بيا تر غوره پورې خواره شول . او دخوشكي ياخوشكري قبيلې خلك دكابل نه دغوربند او هندو كش
سيمو په لور لاړل او په همغو سيمو كې يې استوګنه غوره كړه دا هم ويل كيږي كله چې
ساكو sythy په پنځمه او شپږمه عيسوى پيړۍ كې دشمال له لورى نه په ګندهاريانو
تيرې وكړ دوى يي اوسني ګندهارا ته په مخه كړل . په اسلامي دايره المعارف كې
(ج دوم 718 مخ ) څرګنده شوې چېپه پنځمه زيږدى كله چې هفتا ليانو گگګندهار ونيو،
ګندهاريانو دبودا د خير ټولولو كاسه له څانه سره كندهار ته يوړه وايې چې تر ډ يره
وخته دسلطان ويس په زيارت كې چې دكندهار له ښاره بهر دى هلته وو داهم ويل كيږى
چې دا كا سه په 1872 ع كال كې ليدل شوى چې له يوى تور بخنې تيګې نه جوړ شوى
وه . او لاف كيرو وايې : چې داكا سه ما په 1957 ع كال كې دكابل په موزيم كې وليده چې اوږدوالىْ دوه مترو ته رسيده . [ پټا ن7 مخ]
ځنې څيړونكى په دى غقيده دى چې كندهار دګندهارا اوښتى شكل دى او ګندهارا د دوه
كلمو څخه جوړ شوى ده چې ( ګنده) د لوي په مانا او(هارا) يا (ويها) يعنى دبت په مانا
دى. يونانيان د څلورمى ق م پيړۍ نه راواخله تر لومړۍ ق م پيړۍ پورې دافغانستان دنورو سيمو په څير په ګندهارا باندې واكمن وو . او ګندهارا ديوناني كلتور يو مهم مركز ووچې دغه ولا يت د هيواد شما لى سيمې له ختيځ او جنوب ختيځْ افغانستان يى له هندوستان سره نښلوه او له عندوستان سرهْ دباختري تمدن اړيكه ټينګوله او (هر مايوس) دكابل وروستى واكمن وو چې تر پنځه ويشت زيږدي كلو پورې پاچا وو.
4 .. پيښور : دلرغونې ګندهارا يو بل مشهور تاريخى ښار پيښور دى ځنې لوديځ وال وايې كله چې سكندر دكابل او خيبر له سيمو تير شو او دګندهارا دولايت يو مهمى
سيمې پيښور ښار ته لاړ ديو ستر ملى ځواك سره مخامخ شو. دهغه ځاى سيمه ييز
افغان واكمن چې (پرو ښور) نوميده ماته وخوړه په دى اړوند1909 زيږدى كال كې د
پسښور نه ځنې سكې لا سته راغلى چې د بريتا نيا دايره معارفْ هم يادونه كړى ده
دګندهارا دغه لرغونې سيمې پيښور ته دهخا منشيا نو ځواكونه هم له يونانيانو دمخه
ننوتى وو داريوش دنقش رستم په ليك كې په نهويشتم غونډله كې .
(1)ځنې لوديځ لرغون پوهان واې دپيښور نوم دهمدى پاچا له نامه څخه اخستل شوى ده
دهغو هيوادونو په لړ كې چې له پارس نه پرته دوې پرى واكمن وو دګندهارا يادونه هم كړى ده خو په ګنداريانو باندې دهخامنشيانو واكمني يوازى دباج ټولولو په بڼه وه چې
پخپله دپارس ځنې مورخين هم وايې چې په افغانستان كې هخامنشيا نو دلا س لاندى نورو سيمو په پرته دوى ديته اړ شول چې دافغانانو ملى دودونه په پام كې ونيسي اود مشرانو خپلواكىتهْ درناوى وكړي.
5 ننګرهار : فرانسوي لرغون پوهانو دګندهارا په ځنو سيمو لكه نګاراراكي-1- (هډه چې د جلال اباد دښار په دري ميله كې پرته ده ) ، لمپا كا (لغمان) ، تګاو ، نجراو، كاپيسا،
كوهدامن ، بلخ او باميانو كې كند نى وكړى او څرګنده يې كړه چې دهډې لرغوني اثار ځا
نګړى ارزښت لري داځكه چې دبودا دمړينې وروسته دا سيمه دبودايې پيرانو دسوځيد لو
هديره وه او دګمريك اوبودا دمدنيت يو رغنده او ارزښتناك مركز بلل كيده او تر اومې ميلادي پيړۍ پوري په همدې بڼه پاتې وو اوداهغه وخت وو چې چيني لرغونپوه
( هونسنګ ] دمساپرت سره سمون مومي . مسون( masson ) او دده ملګرو چې كومې
كندنى دننګرهار دهډې په سيمه كې كړىوى دګندعارا دكلتور نښې په كې له ورايه
څرګنديدى خو له بده مرغه چې ددوه لسيزو په شاوخوا كې دغه اثار يا لوټ شول او يا
خو له منځ لاړل .
6 -كا پيسا : (پانيني) دسانسګرت دمشهورې اريايۍ ژبې ژبپوه په كاپيسا كې د كوگگگنړ او
هندوكش تر مينڅگه ځگمكه هم د ګگگند هارا برخه ګڼي.
كاپيسا هغه مشهوره لرغونې خاوره ده چې د خپل وخت شتمن فرهنګ يې خوندي كړى دى د بېلګې په توګه د كاپيسا د شاهي ښار په دولس كيلومترۍ كښې د (پايټاوا)paitawa په نوم يو كلى دى . ځنې داسې اثار ترې تر لاسه شوي ووچې د پر يز ناجيټ (prasenajit ) پاچا په امر چې داور او اوبو معجزهْ ( كسلا kosola )
اويا ( پاما كا پراتي yamakapraty ) ښكاروي چې دبدن له يو اړخ نه يې باران او
بل نه يې داور سپرغۍ بادې دى ( دبرهما ) او ( اندرا) په حالتونو كې جوړه شوى وه
او بيا كا بل موزيم ته راوړل شوه .
7 كوشا نيان او ګندهار : هغه وخت چې دكوشيا نانو واكمنۍ په افغانستان پيل شوه په گگټول افغانستان ان تر كشميره پورې نوې كلتورى او فرهنګى رڼا خپره شوه دګندعارا ولا يت هم په يوه نوى بڼه څرګند شو او كابل ددويم كوشاني( كدفزس) دواكمنۍ پلاز مينه شوه دكوشاني كنشكا په زمانه كې دعابدو پع كتابتونونوگ كې په سونو راهبان، شاعران،
ليكوال، اوعالمان داثارو په ليكنه او تاليف ، ترجمه او څيړنو بوخت وو. خو له بده مرغه دځنې د تيرويو له كبله اوس ډيرڅه په لاس كې نشته.[هغه څه چې وو هغه هم له منځه لاړل] . jascphmansian) وايې : دسانسګرت ژبه له مسيحې زمانې څخه د
وړاندې دوركيدو او زوال په حال كې وه ځكه چې نه دخلكو په منځ كښې معموله وه نه د پاچاهانو ددربار ژبه وه او نه د جيتي بودايي وخت د لويو تحريكاتو ژبه وه \”او داسې روايتونه هم شته چې په مذهبي چارو كښې د سانسكرت استعمال پخپله بودا منع كړى دى.\”اريانا دايره المعارف،دريم ټوك 654 مخ.
__________________________________________________
1-د بيلو په وينا ننكنهار( دجلال اّباد دسيمۍزوړنوم ) سانسګرت ژبې سوچه ټكىدى اود
( نوويهار ) يعنىدنه عبادت ځگايونوله كلم څگخه اخيستل شوي.
د دې ټولو خواوو سره سره كنشكا او د ګندهارا ځنې اوسېدونكو كوښښ كاوه چې د جپلو كلتوري پرمختګونو په لړ كښې دا كار هم وكړي چې د سانسكرت ژبه بيا ترقي وكړي دا ځكه چې ګندهارا او د افغانستان ځنې ختيځې سيمې د سانسكرت ژبې مركز و.
كله چې د دربار او كنشكا پاملرنه د سانسكرت ژبې خوا ته واوښته نو دا دوره د سانسكرت ژبې رنسانس ګڼلى شو چي د عالمانو ،روحانيونو او د نورو عوامو پاملرنه دې لرغونې اريايي ژبې ته جلب كړه.
په يوه لوى مجلس كښې چې د كنشكا په امر د ګندهارا د عالمانو يا د \”وازوميترا\” او يا د \”پارسوا\” د امپراتور د ادبي سلاكار تر مشرتابه لاندې په كشمير كښې جوړه شوې وه ،په مذهبي اثارو كښې د سانسكرت ژبگې د ګړدود پرېكړه وشوه او د كنشكا معاصر شاعر او ستر ليكوال\”اسوا ګوشا\” د سانسكرت مخې ته د ادبي شقوقو دروازه پرانستله او بيا د سانسكرت د ادبياتو ترقي د ګندهارا په ځمكه پيل شوه.
8- په ګندهارا كښې د هپتاليانو واكمنۍ:-په 430 م كال هپتاليانو د خپلې واكمنۍ دټينګښت نه وروسته په ګندهارا كښې كوشاني واكمنۍ پاى ته ورسوله او د دې نوې گكورنۍ واكمني په ټول افغانستان كښې د شپږمې زېږدي پېړۍ پورې اوږده شوه. كه څه هم ځنې لويديځوال څېړونكي هيتل يو بربري حكومت بولي خو د جلال اباد او د كوهدامن په سيمو كښې د هغه وخت كندنو دا په ډاګه كړه چې د دوى په زمانه كښې د ګندهارا ټول لرغوني اثار له منځه نه دي تللي او دوى د اسلام د سپېڅلي ديت تر ظهوره پورې واكمن وو.دوي د كابل ، زابل او ګندهارا سيمې يو د بل پسې ونيولې او دومره ځواكمن شول چې ساسانيانو ته يې ماته وركړه او ددوي باج يې ومانه ، له هند نه يې واخله تر كشميره او بيا تر مروې پورې د يو پراخ بنسټه دولت بنسټ كېښود او په پاى كښې د تركانو او ساسانيانو له خوا نسكور شول.
9-اسلام او ګندهارا:- د اسلام د سپېسلي دين د خپرېدو سره د ګندهارا برخليك بدل شو او له(32 لېږديز لمريز) نه تر (171 لېږديز لمريز) كال پورگ عربي پوځونو څو څو ځله د كابل او كوهدامن پر سيمو يرغلونه وكړل.هسې خو تر دې دمخه په دېرشم لېږديز لمريز كال عبدالرحمن بن سمره بن حبيب بن عبدالشمس د سجستان،زرنج او كش تر نيولو وروسته د زور په غره(جبل الزور) كښې د هغې سيمې ځې خلك كلابند كړل او لوى طلايي بت چې \” زور\” نومېده-1- او په سلونو كيلوګرامه وزن يئ درلوده چې سترګې يې د ياقوتو وې ، واخيست او لاسونه يئ ورپرې كړل او له سترګو يې ياقوت وويستل او بيا ټول بت يې دځان سره يووړ او د هغوى مشر \”موزبان\” ته يې وويل چې له دې بت څخه چا ته څه ګټه او تاوان نه شي رسېدلى.
بيا هم د صفاريانو په موده كښې براهمني مذهبه هندوان د\”كله له\” په مشرۍ د ختيځ له لوري را ودانګل او د كاپل پلازمېنه يې ونيوله او د براهمني مذهب په خورولو بوخت شول او تر څلورمې لمريزې پېړۍ پورې په ګندهارا واكمن پاتې شول.د براهمني مذهب هغه اثار چې د لغمان په سيمه كښې د كندنو په پايله كښې تر لاسه شوي دي د همدې پېر پورې اړه لري.
غزنوي سبكتګين په(366ل ل) د هندوانو كورنۍ په كابل كښې له منځه يوړه او سلذان محمود غزنوي ددې كورنۍ وروستى پاچا په پېښور كښې راوپرځوه او د پلازمېنې ارزښت يې غزني ته ولېږدوه.
هغه وخت يعنې د څلورمې لېږديزې پېړۍ په نيمايي كښې د هندوانو وامنۍ د راجا جيپال په مشرۍ د روه او كسي غره نه راواخله تر كشمير او ملتانه خوره وره پرته وه او همدارنګه له چنابه تر كابل او لمغانه(لغمان) را اوږده شوې وه او پلازمېنه ېې\”وبهند\”وْ.
ددې ارت ملك واګى يې د پښتنو د يو ستر او منلي مشر شيخ حميد لودي په غاړه واچوه.
___________________________________________________________-1-\”زور\” نه\”هدف\”سور\”دى چې په اوستا كښې د \”هور\” چې بيا اور شو ذكر شوى او د \”سوري\” كورنۍ نماينده ګي كوي راغلې ده. د سوريانو شجره تر \”سردار شنسبرې رسېږي چې د شنسباني په نامه هم يادېده او د مروې سوري پادشاه\”ماهوي\” سوري هم د حضرت علي(رض) په زمانه كښې يو پراخه حكومت درلوده.د\”زور\” دا نوم عربي مورخينو د \”سور\” په ځاى چې هدفغ ترې سوريا دى ياد كړى دى.
پوهاند عبدالحى حبيبي ليكي\”لوديان هم لكه سوريان د پښتانو يوه مشهوره كورنۍ ده چې د سلطنت او مشرتابه مركز و او پس له (300ل) په شرقي پښتونخوا كشې د دې كورنۍ د پاچايانو نومونه اورېدل كېږي…\” خو د غزنويانو په راتلو سره له كابل نه واخله تر ملتانه پورې د دې كورنۍ واكمني ورو ورو پاى ته رسيږي.
د غزنويانو د واكمنۍ نه وروسته د شپږمې پېړۍ په نيمايي كښې(547ل)غوري سلطنت ټينګ شو.د كابل سيمه هم د غوري ټولواكو تر واكمنۍلاندې راغله او ګندهارا يې هم ونيوله. په همدغه پېر كښې و چي ورورو د اسلام نوي مدنيت ګندهارا د يو نوي ژوند سره وپېژندله. خو له بده مرغه په تاريخي لحاظ دا يو لنډ پېر و او د اوومې لمريزې پېړۍ په لومړيو كښې(612ل) د خوارزمشاه يرغلونو ګندهارا لاندې كړه خو ورپسې جوخت (618ل) د چنګېز خان خونړى بهير له كابل نه د سيند تر ساحله پورې ولګېد او د ټولو نوو او زړو مدنيتونو ماڼۍ يې ړنګه كړه او راز راز اثار يې لوټ كړل. تر دې وروسته د تيمور ګورګاني په راتلو(8 مه ل پېړۍ) ګندهارا د چغاتيانو په سياسي حدودو كښې را ګير شوه خو د ګندهارا ختيځې او شمالي سيمې په هند –1- او پنجاب كښې د واكمنو افغاني حكومتونو په مرسته تل خپله كورنۍ خپلواكي او واكمني ساتلې او د خپلو ملي مشرانو تر مشرتابه لاندې يې ژوند كړى . خو د تيمور او د هغه اولادې نه وروسته د ګندهارا پخوانى اداري جوړښت بدل كړى شو. تيمور بيا په ډهلي ورودانګل او بابر مېرزا بيا د لسمې پېړۍ په لومړيو كښې(910ل) كابل ونيوه،په ګندهارا راواوښت او په ډېلي كښې افغاني واكمني پاى ته ورسوله، هغه د بيلو خبره په هغه موده كښې هندوانو گگګندهارا د \”دشمال جنت\” باله خو له بده مرغه د مغلو له تعصبه ډك تېري دا ښكلا او ښايست له منځه يوړه، هغه ښارونه چې له ډبرو جوړ وو او هغه عبادتځايونه چې له انځورونو ډك وو د خاورو سره يو شول، استوګنځي ړنګ شول او ښارونه د هر چا لاسته ولوېدل، يواځې د پېښور په شمالي سيمو كښي ډېر شمې ځايونه د خاورو سره برابر شول او هم بابر ځاى ځاى د افغانانو د
-1- په اسلامي پېر كښې ګندهاريان د شمالي پنجاب سيمو ته له ټكسلا نه خواره او وركډه شول او تر كشميره ورسېدل،دا اوس هم د ګندهاري افغانانو يوه لويه برخه د راولپنډۍ په شاوخوا كښې مېشت دي خو له بده مرغه چې ډېرو پښتو ژبه هېره كړې ده.
ككريو څخه منارونه او څلي جوړ كړل.
بابر د كال (1505) د جون په مياشت كښې د ګندهارا د ختيځو سيمو په لور د جګدلك له لارې په خيبر اوړي،جم ته رسيږي او له هغه ځايه كوهاټ ته ځي.ګګياڼي او بنګښ لوټوي،له كوهاټ نه تر هنګو پورې په سلګونو افغانان وژني او دوه سوه تنه يې د اسيرانو په توګه نيسي،بيا له دغو كسانو څخه د خپل كمب په مخ كښې سرونه پرې كوي او له سرونو څخه يې خلي او منارونه دروي. وايي هنګو نه تر \”ټل\” پورې د دوه سوه سركښو افغانانو سرونه غوڅ كړاى شول. لنډه دا چې له كابل نه تر پېښوره ، له كوهاټ نه تر بنو ، او بيا تر غزني او زابله پورې او ان تر حسن ابداله پورې د افغانانو د سرونو نه په لسګونو منارونه جوړ شوي دي.په هغو سيمو او او قومونو چې تېري شوي د ځنو يې په لاندې توګه يادونه كوو:ننګهار(خوګياڼي،خضر خېل،شمو خېل او نور)،لغمان(مندروړ،الينګار،اليشنګ او نور)،كونړ(مومند،باجوړچې يواځې درې زره تنه په يوه تېري كښې وژل شوي دي.)،اوسنى پېښور(يوسفزي،وزير،دلازاك،ګګياڼي،اشنغر،علي مسجد،بګرام،خيبر او جم)،ګردېز(له جنوب نه تر ختيځو سيمو پورې)،غزني،كلات(بېلابېل قومونه غلزي او نا غلزي)او همداراز له ګندهارا نه سربېره له اوسني افغانستان نه واخله تر هندوستانه پورې د بېلابېلو پرتو مېشتو پښتنو قومونو د مشرانو نه ځاى ځاى ككرۍ پرې او څلي ترې نه جوړ شوي دي.
خو ددېوژنو او بېرحميو سره سره مغل له راپاڅېدو نه تر راپرځېدو پورې ددې سيمې د افغانانو له ټينګ مقاومت او پاڅونونو سره مخ شوي دي.برتانيوي دايره المعارف په دې اړه څرګندوي:\”هندي مغلو په پېښور كښې د مېشتو افغانانو د لاسه دمه ونه وهله او ان د اورنګزېب په وخت كښې چې د هندي مغلو له ټولو ځواكمن باچا و او د هند حكومت د ده په موده كښې دومره سياسي پراختيا او پرمختيا ومونده چې په بل هېڅ كښې يې سارى نه و ، هم افغانانو په دې سيمه كښې خپلواكه واكمني چلوله.\”
په (15 مه)زېږدي پېړۍ كښې ختيځې او شمالي ګندهارا د مغلي واكمنۍ په وړاندې ځواكمن پاڅونونه او توندې جګړې كړي دي چې د بېلګې په توګه د پېر روښان او د هغه د اولادې يادونه كوو. خو له بده مرغه مذهبي سيالۍ او كورنيو تربګنيو دا ځواكمن بهير له ماتې سره مخ كړ. همداراز د يوسفزو ديارلس كلن ملي جهاد دمغلو په وړاندې د همدې لاملونو له كبله شنډ شو. د يوسفزو كامتو مشران ملك احمد او ملك علي اصغر وو چې سوات يې ونيو او په دې بريالي شول چې باجوړ تو بونېر هم ونيسي خو بيا هم هندي مغلو ته د دوي له كورنيو تربګنيو نه ګټه ورسېده او د دې ملي پاڅون بېخ يې ووېسته.
د ګندهارا له ځوانانو نه سربېره پېغلو هم د مغلي لښكر سره ډغري وهلي دي.تواريخ د بابر له پوځ سره د دلازاكو د يوې پېغلې جګړه بيانوي او وايي چې يوه پېغله وه چې نوم يې \”شابوړۍ\” او د عبدالرزاق عمر خېل دلازاك لور وه. وايي كله چې د بابر پوځ د دوي په سيمې يرغل وكړ شابوړۍ خپل مېړه ته وويل چې د مغلو سره د جګړې لپاره بايد تيار وي خو هغه ونه منله.شابوړۍ په يواځې ځان د بابر له پوځ سره جګړه پيل كړه. د مغل پوځ چې به ورنږدې كېده دې به له خپلې څپرې نه پرې غشي اورول، په پاى كښې له څلورو خواوو نه ګيره شوه،كله چې كسان ورغلل كه ګوري چې ښځه ده او ټپي شوې ده.بيا چې خلكو بابر له دې پېښې نه خبر كړ حيران پاتې شو او بيا يې نو هر چيرته د شابوړۍ د ننګ اوپت خبرې كولې.
د ګندهارا د سيمې د يو بل اتل تر مشرتابه لاندې چې يو بل ولسي لښكر په پوره ځواك او اتلولۍ سره د مغلي ښكېلاك په وړاندې وجنګېد هغه خوشالخان خټك و.
د افغان په ننګ مې وتړله توره ننګيالى د زمانې خوشال خټك يم
خوشال خان د مغلو سره د جګړې لپاره د مومندو ، اتمانخېلو،يوسفزو،خټكو او ځنې نورو قومونو سره وكتل او بيا يې له سوات نه يو لوى لښكر ترتيب كړ او په شهباز ګړۍ كښې د مغلو سره ډغرې ووهلې.استاد حبيبي وايي\”…د خيبر او اباسين تر منځ داسې جنګي او ولسي… چارې ترسره كړي دي چې حقاً د تورې او قلم خاوند او د جنګ د ميدان پهلوان او د پښتنو د استقلال مبارز…ګڼلاى شو.\”
د اتلسمې پېړۍ په لومړيو كښې د كندهار د هوتكي دولت جوړېدل د ګندهارا په اكر غټه اغېزه وكړه. خو څنګه چې د هوتكيانو پاملرنه د هېوار لوېديځ لور پارس ته وه له همدې كبله يې د اوسني ايران ډېر لوى او مهم ښارونه يو د بل پسې لاندې كړه اړ د پارس سلطنتي كورنۍ هوتكي مشرانو ته د پادشاهۍ تاج ورپه سر كړ.بيا د كورنيو لانجو او ستونځو له كبله نادر شاه تركمن د هوتكيانو د راپرځولو نه وروسته هند ته اړم شو ، د ډېرو ستونځو سره په ګندهارا واوښت او هند ته ورسېد.
په كندهار كښې د ځواكمن ابدالي حكومت د جوړېدو له كبله افغانستان د څو پېړيو كورنيو تربګنيو او باندنيو يرغلونو نه دمه ووهله او په ټول افغانستان كښې يو سياسي يووالى ټينګ شو.ګندهارا هم د افغانستان د يو مهم ولايت په توګه را څرګند شو. د لوى افغانستان د هغه وخت خلور خواوې دا وې:شمال ته د امو سيند،جنوب ته د هند سمندر،لوېديځ ته مشهد او نېشاپور،او جنوب ختيځ ته كشمير او ډېلي.
د تېمورشاه له مړينې نه وروسته لومړۍ دده د اولادې تر منځ او وروسته بيا د وزير فتح خان د وروڼو تر منځ كورنى اخ و ډب يو ځل بيا پيل شو. رنجيت سنګ له اټك نه تر كشميره پورې دا سيمې لاندې كړې. خو جنرال\”اويتابل\” په(1848) كال دا ولايت برتانيوي هند پورې وتړه. د لاهور پرېكړه ليك(1839)د اټك ، پېښور،يوسفزو او اشنغر سيمې تر خيبره پورې له لوې ګندهارا نه بېلې كړې او كشمير پورې يې وتړلې.د افغان انګليس لومړۍ جګړه چې په(42-1839) كلونو كښې پېښه شوه انګرېز يرغلګر پوځ ته يې د ګندهارا په سيمه كښې ډې تاوانونه واړول .د هند دنيمې وچې په پاڅونونو كښې ګندهارا د ښكېلاك ضد ځواكونو د ټولېدو ځاى و.برتانيوي\”سرجاهن\” پتېيلې وه چې د نورو شمالي شيمو د راګيرولو لپاره د ګندهارا د پېښور سيمه افغانستان ته پرېږدي خو له بده مرغه بيا داسې ونه شول.د ګندمك پرېكړې(1879)د خيبر سيمه د ګندهارا تر ختيځې سيمي پورې له ګندهارا بېله كړه، تر دې وروسته د ډيورنډ پرېكړې(1893)د سوات او باجوړ سيمې له ګندهارا نه جلا كړې.د افغان انګليس دريمه جګړه(1919)هم په ګندهارا كښې پېښه شوه او د سيمې اتلو افغانانو په نره د هېواد ننګه وكړه.پايله دا چې ګندهارا د پښتنو يو زوړ او اري ځاى دى او د افغانستان لپاره د يو تاريخي لرغوني تمدن د وياړونو ټاټوبى ګڼل كېږي.او همداراز په سياسي او اقتصادي بنسټ هم ددې هېواد يو مهم ولايت و .