ميدان وردګ : د نوي پوست خوني د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د لراوبر اداره | اپریل 17th, 2008


ددغې پوست خونې د بنسټ ډبره نن د ميدان وردګو ولايت د والي عبدالجبار نعيمي، د اسلامي پراختيايي بانك د منځني ختيځ مسؤل عبدو محمد التقي، له كابل څخه د راغلي پلاوي او دميدان وردګو د ادارو درئيسانو لخوا په ميدان ښار كې كېښودل شوه.


دا پوست خونه چې په شپږو مياشتو كې د ۶ ميلونو افغانيو په ارزښت  په يونيم جريب ځمكه كې جوړيږي، پنځه خونې او اړينې اسانتياوې به ولري.


دميدان وردګو والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي وويل ، دا د بيا رغونې د لړۍ هغه كړۍ ده چې د روان كال په اوږدو كې به د پلان له مخې پلې كيږي.


هغه وويل چې دا پوست خونه به يو لړ اسانتياوې رامنځ ته كړي خو زه هيله لرم چې نوموړى وزارت په ولسواليوکې هم ورته نورې پروژې هم پلې كړي.تر څو ولسوالۍ له مركز سره د اړيكو په برخه كې په نويو او پرمختلليو وسايلو سمبالې شي.


همداشان هغه له نورو وزارتونو څخه هم غوښتنه وكړه چې د روان كال په اوږدو كې دې دغلته د خپلو پراختيايي پروژو كارونه پيل كړي.
د يادونې ده، چې دا پوست خونه د هېواد ۴۶۱ پوست خونه ده چې نن يې د بنسټ ډبره كېښودل شوه.
 ديو بل خبر له مخې نن د ميدان وردګو ولايت والي د نړيوال اسلامي بانك د منځني ختيځ له مسؤل عبدالمحمد التقي سره وكتل.
په دې كتنه كې د ميدان وردګو والي د ولايت په اړه هر اړخيز معلومات وركړل او ستونزې هم ورته  په ګوته کړې!
التقي وويل چې دى به غوښتنې او ستونزې د اسلامي بانك له مركزي ادارې سره شريكې کړي او ترې وغواړي چې له ولايت سره به مرسته وكړي.
د اسلامي بانك د منځني ختيځ مسؤل وويل چې د راتلونكې اوونۍ په نيمائي كې به د هېواد په كچه د دوه لكو،اويا زرو  ډالرو په بيعه خوراکي توکي د تېر كال پر يخنۍ ځپلوباندې ووېشي.


 د يادولو وړ ده، چې نړيوال اسلامي بانك پر افغانستان سربېره  شپږ پنځوس غړي لري.

Copyright Larawbar 2007-2024