کور / شعر / نن له غزله رنګينۍ باسم

نن له غزله رنګينۍ باسم

نن لــه غــزلــه رنــګــيــنــۍ اوبــاســم
تـصـويـرديـار پـه بـېـرنـګۍ اوباسم


پـرچـنـارنــا،دغـرۀ پـر سـريـې لـيـرې
پــرپــاڼــه پــاڼــه دڅــېــړۍ اوبــاســـم


هــم يــې دګــل اوهــم بـخـمـل پــرټـټـر
هم يې پرزړه هم پرسپوږمۍ اوباسم


نوم يې په رنګ د شوبين هم نه ليكم
نـه يـې پـه غـږكـې لـه شپېلۍ اوباسم


ډېــرزريــې هـېـركـړمه زه ،زه به څنګه
لــه زړګــي هــغــه لــيــونــۍ اوبــاســم


بيابه يې كېږدمــه دشمس وړانګـوته
انــځـــوردهـــغــې پــرږلــۍ اوبــاســم