کنړ:دپاکستان بريدونو له امله بېځايه سووسره مرسته وسوه

د لراوبر اداره | سپتمبر 6th, 2012


په کونړ ولایت کي د پاکستاني بریدونو له امله بیځایه سوو کورنیو سره مرسته وسوه

د پیښو په وړاندي د مبارزی ملي اداری رئیس محمد دایم کاکړ نن و کونړ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پاکستان لخوا د راکټي بریدونو له امله ۶۰۰ بیځایه سوو کورنیو سره بشري مرسته وکړه. محمد دایم کاکړ زیاته کړه چي د دغه کورنیو سره به نوري مرستي هم وکړي.

د یادوني وړ ده چي په کونړ او نورستان ولایتونو کي د پاکستان له خاوري راکټي بریدونه دتیر یو کال راهیسي دوام لري چي دسیمي خلګو ته یې دسر او مال ډیر درانه زیانونه اړولي دي او په زرګونو کورنۍ یې د سیمي پریښودو ته اړ کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024