د کښتۍ غرقېدو په پېښه کي ۶۰ کسان ووژل سول

د لراوبر اداره | سپتمبر 6th, 2012


نن د ترکیې په هیواد کي یوه کښتۍ چي ۱۲۴ تنه پکښي سپاره وه غرقه سوه او ۶۰ کسان پکښی ووژل سوه. دغه پیښه د ترکیې د سمندر په غربي سیمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي کښتۍ د یونان په لوري په قاچاقي ډول سفر کوی. ویل کیږي چي په کښتۍ کي سپاره کسان اکثریت د فلسطین هیواد اوسیدونکي وه چي و اروپایې هیوادو ته د پناه غوښتلو په موخه روان وه. د ترکیې سمندري ځواکونو د کښتۍ کپتان او د هغه مرستیال چي غوښتل یې دغه کسان و یونان ته په غیر قانوني ډول ورسوي نیولي دي.

د ترکیې چارواکي وایې چي د غرق سوو کسانو هویت به ډیر ژر د مطبوعاتو سره شریک کړي خو ویل کیږي چي د فلسطین تر څنګ د عراق او سوریې هیوادنو اوسیدونکي هم پکښي شامل دي.

Copyright Larawbar 2007-2024