خوست : پر بې نمبرپليټه وسايطو بنديز لګيږي
د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي چي د ټرافيکو او امنيې قومندانۍ مسولينو ته يې لارښوونه کړې چي په دې ولايت کي د ناقانونه وسايطو پر ګرځېدو بنديز ولګوي .
دموټرو دبارګينونو يوشمير استازو خبرې وکړې ،دوى وويل ، چې دوى په دې ډير خوښ دي ، چې ټولو موټرونو ته دقانون سره سم دګرځيدو قانوني اسناد ورکړل شي، ترڅو وکولى شي دترافيکو قوانينو سره سم تګ او راتګ وکړي .
هغوى دغه راز غوښتنه وکړه، چې ولايتي اداره دې ،دوى ته يوڅه وخت ورکړي، ترڅو دوى وکولى شي په قانوني لارو دخپلو موټرونو لپاره اسناد جوړ کړي .
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه کار يې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر د ٤٥ګڼه فرمان د احکامو سره سم او د وزيرانو شورا دمصوبي په اساس کړى دى .
نوموړى وايي چې په دې تړاو يې په وروستۍ امنيتي جلسه کې يوه کميټه موظفه کړه، ترڅو دخوست ښار په مرکز او ولسواليو کې د بې نمبر پليټه موټرونو او موټرسايکلو دګرځيدو مخه ونيسي.
د يادوني وړ ده چي د افغانستان په ډېرو ولايتونو کي ناقانونه موټرونه او موټرسايکلونه تګ راتګ کوي چي ځيني پوليسو ته د رشوت په ورکولو او يو شمېر نور د زورواکو د نوم يا سپارښت ليک په لرلو سره قانون تر پښو لاندي کوي .