کور / ترخې خبري / هم مو وژني او هم مو د همدې قتل په تور نیسي

هم مو وژني او هم مو د همدې قتل په تور نیسي

پر افغانستان د امریکا د یرغل په لومړیو ورځو کې چې لا طآلبانو په بشپړ ډول ماته نه وه خوړلې امریکایانو به د الوتکو له لارې راډیويي خپرونې کولې ،مستې سندرې به ېې خپرولې او یو یو پيغام به ېې هم په هره سندره پسې خپراوه .
یو ډير خندوونکئ پيغام ېې هم لاره او هغه دا چې یوه امریکايي به په پښتو ژبه په داسې ډول چې امریکايي والئ به ېې په سم ډول ترې څرګندیده ویل (( تاسو طالبانو او د القاعدې تروریستانو ته په خپلو کورونو کې ځای مه ورکوئ ، هغوی ستاسو ډوډۍ خوري او تاسې وږي پریږدي )).
امریکایانو په سر کې افغانانو ته هم د تیږو زمانې د انسانانو فکر کاوه دا ځکه چې لومړۍ خو هغوی ورته دومره وږي ښکاریدل چې فکر ېې کاوه د ډودۍ په سر به یو له بل سره جګړه کوي او دوهم هم دا چې هغوی په دې اند ؤ چې افغانان به زموږ خبرې د زړه په غوږو اوري او باور به پرې کوي .
خو اوس حالت بدل شوئ امریکا او ملګرو ېې په افغانستان کې داسې جنایتونو ته مخ اړولئ چې د ټول بشریت لپاره هیښوونکي او شرموونکي دي .
اوس په افغانستان او سیمه کې استخباراتي جګړه پيل شوې .
امریکا له یوې خوا د عامو وګړو په بې رحمانه وژلو سره پر مظلومو افغانانو خپل زړه یخوي او له بلې خوا ېې پړه هم پر خپلو مخالفینو اچوي تر څو په دې ډول په یوه غشي دوې مرغۍ وولي .
له ځانمرګو بریدونو او د ځمکې لاندې مینونو چې د امریکا مازغه ېې ورخراب کړي اوس امریکا د خلاصون هڅې کوي .
هغوی غواړي د مخالفینو په لاس کې دا کاري وسله هم بدنامه او د هغوی پر خلاف وکاروي .
داسې ورځ به نه وي چې پر ملکي خلکو د سرک غاړې بمي چاودنې راپور نه خپریږي او جالبه دا چې د دا ډول چاودنو قربانیان په حیرانوونکي ډول ښځې او ماشومان وي .
هغوی د تنکیو او بې ګناه ماشومانو او پتمنو میرمنو په بې رحمه وژلو سره له یوې خوا خپل زړه پر افغانانو سړوي او له بلې خوا بیا خپل په وینو ککړ لاسونه هم د طالبانو او خپلو مخالفینو په لمن پاکوي .
هغوی طالبانو ته حتې د خپل نظر د اظهار چانس هم نه ورکوي چې د برید په اړه څه ووايي خو د افغانستان او حتې نړۍ ټولې رسنۍ له ځنډ پرته د دا ډول زړه بوږنوونکو جنایتونو پړه پر طالبانو اچوي تر څو په دې ډول د افغان غیور ملت او طالبانو په منځ کې درځ را منځته کړي ،خلک پر خپلو مجاهدینو بې باوره کړي او ګټه ېې دوی ته ورسیږي .
پرون په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید نن د واده او جنازو په مراسمو کې په اصطلاح ځانمرګي بریدونه او بله ورځ د عام بازار په منځ کې موټر بم حملې چې لورئ ېې هم یواځې ملکي خلک وي .
کوم منطق دا مني ، یو شخص چې د دین او دیني اعتقداتو له وجې حتې پر خپل ځان د بمونو تړلو ته چمتو دئ آیا هغه له نړۍ د رخصتیدو او خدای پامانۍ پر وخت خپل لاسونه د بې ګناه خلکو په وینو لړلئ شي چې خدای ج ته به هم په تور مخ ورځي .
هغه د خپل خدای د رضاء لپاره د دوښمن له غوښو سره خپلې غوښې هم آسمانو ته پورته کوي نو کوم منطق او عقل به دا ومني چې هغه د ژوند په وروستیو سلګو کې خپل خدای ځان ته په غضب کړي چې دونیا او آخرت دواړه ېې تباه شي .
دلته ګټې مطلب دي او باید پوه شو چې له دا ډول بریدونو چاته ګټه رسیږي .
طالبانواو مخالفینو ته خو دا بریدونه په ظاهري ډول هم له بد نامۍ ، د خلکو په منځ کې د محبوبیت له کموالي او په آخرت کې رسوایۍ پرته بله ګټه نه لري او یا به زما په نظر نه راځي .
که طالبانو ته د ملکي خلکو په وژله کې ګټه رسیدای نو په هغو سیمو کې چې واکمن دي ولې له یوې مخې خلک نه وژني .
که طالبان د بشریت دوښمنان دي نو ولې د هغوی شمیر له ورځ تر بلې زیاتیدونکو تلفاتو سره سره مخ پر زیاتیدو دئ .
غله، شوکماران او لنډغر خو په هر ملت کې د ګوتو په شمیر وي .دا طآلبان څه رنګه سره له دې چې هره ورځ ېې تر ۴۰ پورې د افرادو د وژل کیدو ادعاوې کیږي نه کمیږي او نه ختمیږي .
امریکا او د افغانستان دفاع وزارت په ۲۰۰۱ م کال کې وویل چې په افغانستان کې د جنګیدونکو طالبانو شمیر شا او خوا زره تنه دئ چې موږ به ېې د شپږ ومیاشتو په اوږدو کې په بشپړ ډول له منځه یوسو ، خو اوس په داسې حال کې چې هره میاشت د هغوی کابو د ۳۶۰۰ تنو د نیول کیدو ،وژل کیدو او تسلیمیدو خبرونه خپریږي دا طالبان څرنګه وتوانیدل چې د ۱۱ کلونو له تیریدو وروسته هم خپل شتون ثابت کړي .
له دې هر څه جوتیږي چې اوس ولس هغه ولس نه دئ چې امریکا ېې په لاپو شاپو تیر باسي
موږ وایو په بې وزله او بې چاره افغانانو زړه وسوزوئ د خدای په خاطر هغوی نور د خپلو جنګي او استخباراتي موخو لپاره په بې دریغه ډول مه وژنئ . خلکو ته ستاسو مختوره او کرغیړنه څيره ښه مالومه ده .
لمر په دوو ګوتو نه پټيږي او اختر پټ میړه نه دئ چې تیر شي که پرون په عراق کې د شیعیانو په جومات کې د ننه انګریزان د بمونو ایښودو په وخت لاس په لاس نیول کیدل ،او د پيښور له خلکو په ډکو بازارونو کې چاودنو په سلهاوو خلکو ته مرګ ژوبله اړوله او نن هغه ټولې پيښې په افغانستان کې یو په بل پسې تکراریږي په دې معنی نه دي چې ولسونه د پيښې تر شاه د پټو کرغیړنو لاسونو په پيژندلو کې پاتې راغلي بلکې هغوی ته د نظر د اظهار موکه نه ده ورکړل شوې .
اوس هم ولس ښه پوهیږي چې څوک او په کومه موخه بې ګناه افغانان په نښه کوي هغه چې موخه ېې د خدای رضاء ده او که هغه چې موخه ېې له خدایه د خلکو منکرول دي .
دا بریدونه هغه څوک تر سره کولای شي چې د وجدان ، ضمیر ، عقیدې ،ترحم او انسان دوستۍ څرک هم په زړه کې ونه لري او اوس ملتونه دا ډول خلک ښه پيژني .