کور / روغتيا / د صنوبر روغتیايي ګټې

د صنوبر روغتیايي ګټې

معمولي یا اروپايي صنوبر   ( Picea abies)


ستره  تل شنه  دنشترو د کورنۍ (Рinaceae) ونه ده چې جګوالی يي


تر 50 متره او قطر يي 1متر  ته رسېږي. پاڼې د ستنو بڼه لري . دا ونې د پکتیا،کونړ ، نورستان په ولایتونو کې ستر ځنګلونه لري.


د روغتیايي مؤخو لپاره  ددي ونې د نښتر ډوله پاڼو ،ډنډرو او ځوانو غوزو څخه   کار اخستل کېږي . ددې ونې یادې شوې برخې په پوره اندازه د اتهر غوړي ، د دباغي مواد ، رزین (ضمخ) ، د سي ویتامن ، د اوسپنې ، کروم ، مګنیزیم ، مس او المونیم مالګې لري .


د ونې ځوانې نودې او غوزې ډېره ښه antiscorbutic وسیله شمېرل کېږي . په ارګانیزم کې د ویتامین سي د کمبود او یا مخنیوي لپاره د ونې 40 ګرامه نښتر ډوله پاڼې په یو ګیلاس اېشېدلو اوبو کې د شل دقیقو لپاره اېشوي او لاسه ته راغلې اېشېدلې(جوشانده) د ورځې په جریان کې 2ـ3 ځله څښل کېږي.


په  همدا شان لاسته  راغلې اېشېدلې (جوشانده) د تنفسي جهاز د هاد او مضمنو ناروغیو( انګین ، د سر درد ، برانشت ، برانشتي اسما یا سا نیونه ) کې کارول کېږي .


ددي ونې د نښتر ډوله پاڼې، څرګند ادرار  راوړونکی او میکروبي  ضد اثر په هغې کې د اتهرد تېلو essential oil د وجې توضح شوی.


د همدغې وړتیا په درلودو سره ددې  پاڼو اېشېدلې(جوشانده) کېدای شي د پښتورګو او ادرار د کانالونو په ناروغۍ اخته کسانو ته توصیه شي .


د صنوبر Picea abies د غوزو د اېشېدلې څخه د ستوني درد(انګین) ، تنسلونودالتهاب ، لارنژیت، دکسالت او  سردردي ، د وازوموتور رینیت  او سینوزیت د ناروغیو په درملنه کې کار اخستل کېږي .



د جوړولو طریقه : 40 ګرامه  مېده شوې غوزه په 200ملي  لېتره اوبو کې 30 دقیقې  ايشول کېږي . وروسته د سړېدو څخه  د ورځې 5ــ6 ځله  غړغړه او یا 4ـ5 قطري د پزې په دواړو سوریو کې اچول کېږي .


د جلد د ناروغیو د درملنې لپاره د صنوبر له رزین(کنډ یا صمخ) ، موم او غوړیو څخه په مساوی ترکیب ملحم جوړوي او د کورک ،ابسه ها ، زخمونو په درملنه کې ترې کار اخستل کېږي .د نقرس د جلدي ناروغۍ او د مفصلونو د روماتیزم د درملنې لپاره په حمامونو کې د صنوبرد شاخچو او پنډکو له جوشاندې  څخه کار اخستل کېږي .


جوړولو  طریقه: یو برخه د صنوبر  ځوانې شاخچې د  پنډکوسره په 5 برخې اوبه د 40 دقیقو لپاره  اېشول کېږي او لاسته  راغلې جوشانده  په تپ کې د اوبو سره  یوځاې د ځان  وینځلو په وخت کې کارول کېږي.


ویتامینداره جوشانده :
د صنوبر یو اندازه نښتر ډوله پاڼې په اونګ کې د لږ اېشدلو سړو  اوبو سره  ټکول کېږي(1:10 ) او د لیمو یا د  هغه د تېزابو سره  د 30 دقیقو لپاره  اېشول کېږي او وروسته له 3 ساعته سړېدو څخه چاڼ یا فلتر کېږي او د antiscorbutic و ترمیمی دارو په شان په ورځ کې دوه ځله وروسته له خوړو څخه نیم ګیلاس څښل کېږي .


د برونشت ،برونشتي استما(نفس تنګي) ، faringolaringitov،
روماتیزم، دسږو د توبرکلوز د  ناروغیو د درملنې لپاره 30ګرامه د        صنوبر ځوانې نودې یا غوزې په یو لېتر شیدو اېشول کېږي او وروسته   له چاڼولو څخه درې ځله د ورځې خوړل کېږي .


د furuncles ، carbunclesاو ګنده زخمونو د درملنې لپاره د صنوبر صمخ (رزین)، ژېړ موم ،عسل ،د کونزلوتېل یا افتابپرست غوړي سره یوځاې په اور باندې ګرموي او د ملحم په شان ورڅخه کار اخلي .
د اوږد مهال ټوخي د درملنې لپاره د صنوبر له رزین(صمخ) او ژېړ موم څخه په مساوي ترکیب مخلوط جوړوي اود نوموړی مخلوط ټوټې له ذوبولو او سړولو څخه وروسته په سرو سکروټو ږدي او دهغه څخه را پېدا شوی لوګی په ټوخي اخته ناروغ تنفسوي .
د ماشومانو لپاره بلغم ورکونکی درمل : 1 کیلوګرام د صنوبر ځوانې تنکۍ غوزې ،1 لېتر اوبه، 1 کیلوګرام شکره په ارام اور باندې د 40 دقیقو لپاره اېشول کېږي او وروسته په یو مرتبان کې ښه شاربل کېږي.
جوړ شوی درمل درې ځله په ورځ کې 2 کاشوکې خوړل کېږي .