امريکا د حقاني شبکه د تروريستانو ليست ته شاملوي
د امريکا امنيتي مقامات غواړي چي د حقاني وسله واله شبکه د تروريستانو ليست ته ور شامله کړي ، پر دغي ډلي په بيلابيلو بريدونو کي د امريکايانو د وژلو تور لګېدلی دی . په پام کي ده چي د امريکې ولسمشر اوباما به نن د حقاني شبکې تورليست ته د ورشاملېدو خبره د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کي ياده کړي .