کور / کیسه / د ډيورنډ زوی

د ډيورنډ زوی

پينځه ټکي د دوو دېوالونو په منځ کې بلا ډېر خلک راټول شوي ول ، يو سور رنګه سړي خبرې کولې اره يې په لاس کې نيولې وه په بل لاس به يې شپو خولۍ پر سر کړه او کله به يې له ډېره قهره په لاس کې ونيوله او د هرې خبرې سره به يې ښوروله او ويل يې : دا پينځه توري ګورئ دا چې ترڅو لکه د يوه لاس ګوتې يو ځای وي نو د هيچا زور پرې نه رسيږي اوحتی موږ يې هم نه شو ماتولای.


بيا يې دېوالونو ته ګوته ونيوه : کوم دېوال په اسانه ړنګولی شئ ؟ ټولو غږ کړ : ښي دېوال ٠ ما چپ دېوال ته کتل روغ ، جوړ او ښکلی و . ژر مې ښي ته ور وکتل ګورم چې په منځ کې يې دز او چاک دی ، نو د ړنکېدو په لامل يې زه هم پو شوم.


ګڼه او ګوڼه وه سر مې ډېر پورته پورته کړ خو هغه پينځه توري ، پينځه ګوتې او يو لاس مې وه نه شول ليدلای ، د څنګ کس نه مې پوښتنه وکړه ، هغه ويل : دا توري يعنې ( پ، ښ، ت، و،ن) او هغه مسټر وايي چې دا پينځه توري بايد د ( ت ) په توري پر دا منځ اره او لکه دا ښي دېوال کاواکه او درزداره شي , ګنې زموږ سر ونه به تل ورته ټيټ وي .


 ما بيا وپوښته چې : دا دا ارې والا نو څوک دی چې دومره هوښيار دی ؟


هغه وخندل او ويې ويل : ولې ته يې نه پېژنې ؟


پيټر دی پيټر .


د ښاغلي ډيورنډ زوی دی.