کور / شعر / د غنمو لو

د غنمو لو

پرون شنه وو، نن پاخه دي د غنمو د لو شرپ دى

د ديدن واړه فصلونه راته يو د سترګو رپ دى

لالي پريښوده د سر څوکۍ په شا را تنبيدلى

د ميړه سړي ميړانه خو يا خرپ دى او يا ترپ دى

اس کړل بوڅ ورته غوږونه داسې کړس د سپينې خولې شو

ساباته کې تير ماتيږي که د سپينې تورې خرپ دى

زه شاعر يم ترکاڼ نه يم د ننګيال د خولې خبره

شاعري چې بېګاري شوه غزل ځکه دپ درپ دى

د انګار په ځنګل خيال کې ګڼ نښتر دي گڼې لمنځې

ها د غره پر سر چې ښکاري د څيړيو منځ کې سرپ دى

زاهدشاه انګار

غزل

مخ را اړوې پښه ولې نه نيسې

ما ازاروې پښه ولې نه نيسې

ورکې به شي تا پسې روانې دي

ډيرې ترانې پښه ولې نه نيسې

وړاندې د چينې پر غاړه پنډې دي

زرکې توروې پښه ولې نه نيسې

ته به په کنډو واوړې را پرې به ږدې

ستړې انديـښنې پښه ولې نه نيسې

باد کړلې خورې ورې باران راغى

زلفې لمدوې پښه ولې نه نيسې

بيا دې چې انګار غزل کې نه راوړي

نن ورته دلې پښه ولې نه نيسې

زاهدشاه انګار

دوی په امانت کې خیانت کوي

ډېر په انسانانو تجارت کوي

دوې ژبې په خوله کې سرې لمبې ګرځي

یو حدیث کې داسې روایت کوي

بڼه یې اوو جامو کې هم ښکاري

ټول یې د اعمالو نظارت کوي

خپله دې دعوه ده له قاضي سره

څنګه به تر منځه قضاوت کوي

دا لویه ګناه ده خدای یې نه بښي

څوک چې په ولس کې شرارت کوي

لا هم سیپاره او قلم نه غواړي

لا هم دا جاهل قوم جهالت کوي

څو صفه خیالونه په سجده پراته

خیال زما ملا دی امامت کوي

اړوي د زړه د ګلاب پاڼې مې

څه په ترنم یې تلاوت کوي

لاره د کوڅې مې ترې بدله کړه

اوس پاس له بلۍ نه اشارت کوي

بیا به د انګار غزل شي نوی شور

بیا له روایاتو بغاوت کوي

زاهدشاه انګار

aug 23-2012