کور / شعر / دوړانګو ټال

دوړانګو ټال

پسرلني وږمو چې
دسباوون له مخې
پُو کړل د ورېځو باڼه
زما د خیال وَزرونه،
دچا د ستوریو دځنګله سیوري کې وغوړېدل .
او چې غوښتل مې داسمان په خم کې
زموږ د کلي د پرېوللي ځنګل
دوږمو شنې پیالې نه غړپ وکړمه
ما په هغې کې ستا دسترګو نرګسینې غونچې ولیدلي
او ستا دمخ د رڼاګانو ولُونه،
د ستا دزلفو د ګېډیو درمند.
ها د وږموپیاله هینداره د اسمانپه منگ شوه
ته پکې ستوری
ستوری
ستوری
… شوی او
زه هم د ستورو د ژوندي زیارت ملنګ ورته حیران پاتې وم.
خدایزده چې کله به ته،
دشنو شنو سېورو له ځنګلونو څخه سر راباسې
او بیا دزلفو دعطرونو دهیندارو درڼا وړانګو کې ټال راکوې؟